حماس: د اوربند لپاره جدي یو خو لا هم زموږ شرطونه شته

د فلسطین وسله والې ډلې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سولې پلان له مخې د غزې د اوربند تړون ته ژمنتیا ښودلې، خو لا هم د خپلو شرطونو پر نه بدلېدو ټينګار کوي.

د فلسطین وسله والې ډلې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سولې پلان له مخې د غزې د اوربند تړون ته ژمنتیا ښودلې، خو لا هم د خپلو شرطونو پر نه بدلېدو ټينګار کوي.
د حماس ویاند فوزي برهوم په شرمالشیخ کې وویل، چې د دوی پلاوی هڅه کوي د تړون پر وړاندې شته خنډونو د لرې کولو لپاره له منځګړو هېوادونو سره همغږي وکړي، خو زیاته یې کړه چې هر ډول موافقه باید د جګړې بشپړ پای، د اسراییلي ځواکونو وتل، او د غزې بیا رغونه تضمین کړي.
اسراییل تر اوسه دا شرطونه نه دي منلي او د حماس بېوسلې کېدل غواړي، خو حماس دا غوښتنه رد کړې.
په ورته وخت کې قطر ویلي چې د خبرو اترو جزئیات لا نه دي بشپړ شوي او د لنډ مهاله اوربند تمه نه لیدل کېږي.

د سوریې دفاع وزیر مرحف ابو قصرا او د امریکا له ملاتړه د برخمنو ډیموکراتیکو ځواکونو مشر جنرال مظلوم عبدي د سې شنبې په ورځ ددغه هېواد په شمال او شمال ختیځ کې اوربند اعلان کړ. د سوریې دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دا اوربند سملاسي نافذ دی.
وروستیو نښتو د دواړو لوریو تر منځ د هغه تاریخي تړون پر راتلونکې سیوری غوړولی، چې د مارچ په میاشت کې د سوریې د ډیموکراټیکو ځواکونو او د سوریې د نوي حکومت تر منځ لاسلیک شوی و.
د دغه تړون موخه دا وه، چې د ۱۴ کلنې کورنۍ جګړې له امله ټوټه شوې سوریه بېرته سره پیوند شي او د کردانو په مشرۍ ځواکونه چې د هېواد شاوخوا یوه پر څلور برخه خاوره په واک کې لري، د دمشق له حکومت سره مدغم شي.
په یوه جلا پرمختګ کې، د سوریې ولسمشر احمد الشرع د سې شنبې په ورځ په دمشق کې د امریکا د ځانګړي استازي توماس بارک او د مرکزي قوماندانۍ مشر امیرالبحر براد کوپر سره ولیدل.
د سوریې د ولسمشرۍ دفتر وویل، چې په دې لیدنه کې د بهرنیو چارو وزیر اسعد الشیباني، د دفاع وزیر ابو قصرا او د استخباراتو مشر حسین السلامه هم ګډون درلود.
خبرې اترې د سوریې د وروستیو حالاتو، د سیاسي بهیر د ملاتړ او د امنیت او ثبات د پیاوړتیا پر هڅو متمرکزې وې.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په یوه مهم اقدام کې د افغانستان لپاره د بشري حقونو د سرغړونو د څار او حساب ورکونې نوی نړۍوال میکانیزم تصویب کړ.
دا پرېکړه لیک چې د اروپایي اتحادیې په مشرۍ وړاندې شو او د شورا د ټولو غړو له خوا د رایو په اتفاق تصویب شو، د هغو افغانانو لپاره د امید پیغام دی چې له کلونو راهیسې د بېعدالتۍ، تاوتریخوالي او معافیت له سیستم سره مخ دي.
دغه اقدام د طالبانو د واکمنۍ له بیا راګرځېدو وروسته، د نړۍوالو له لوري لومړنی جامع ګام بلل کېږي چې هدف یې د بشري حقونو سرغړونې مستندول، ثبتول او د مسوولو کسانو څخه د حساب غوښتنه ده.
د پرېکړې موخه او د میکانیزم جوړښت
د دې نوي میکانیزم اصلي موخه دا ده چې د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه د باوري، قانوني او مستندو شواهدو یو سیستماتیک بهیر رامنځته کړي. دا اداره به لاندې اساسي دندې پر مخ وړي:
دا مېکانیزم به هغه پېښې ثبتوي چې د طالبانو له لوري د ښځو، خبریالانو، اقلیتونو، او مدني فعالانو پر وړاندې ترسره شوې او یا ترسره کیږي.
د دې میکانیزم پر بنسټ، شواهد او دوسیې د دې لپاره جوړیږي چې په راتلونکي کې د نړۍوالو یا ملي محاکمو لپاره د قانوني اسنادو په توګه وکارول شي.
لسګونه کاله په افغانستان کې او د افغانستان اړوند مسالو کې د نړۍواله له خوا د معافیت ځانګړی فرهنګ دود شوی، چې د دې میکانیزم له مخې د دې لپاره چې هېڅ سرغړوونکی د خپل موقف او قدرت له کبله له عدالت څخه خلاص نه شي، د معافیت فرهنګ له منځه ځي.
د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي کار بشپړول:
د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ څارنیز راپورونه به د دې ادارې له موندنو سره یوځای کیږي، ترڅو د ثبوتونو یو جامع بانک جوړ شي او په عملي بڼه به دوسیې نړۍوالو محاکمو ته سپارل کیږي.
په عملي توګه، دا میکانیزم به د جینوا له مرکزي دفتر څخه فعالیت کوي، خو د افغانستان د بشري حقونو د فعالانو، خبریالانو او نړۍوالو سازمانونو له راپورونو سره به نږدې همکاري لري. دا یو ډول فارنسیکي (forensic) بهیر دی، یعنې د شواهدو علمي تحلیل، د وژنو او نیونو د ځایونو مستندول او د شاهدانو د خوندیتوب تر تدابیرو لاندې معلومات راټولول یې اساسي دنده ده.
د افغانانو لپاره د دې پرېکړې ارزښت او عملي ګټه
له ۲۰۲۱ کال وروسته د طالبانو تر واکمنۍ لاندې، د بشري حقونو وضعیت په بېسارې توګه خراب شوی دی. ښځې له کار، زدهکړې او عامه ژوند څخه ایستل شوې، خبریالان تر فشار لاندې دي، مذهبي او قومي لږکي د تعقیب ښکار دي او د طالبانو د استخباراتي ادارو له خوا شکنجه، توقیف او اعدامونه دوام لري.
په دې شرایطو کې دا پرېکړه د افغانانو لپاره درې بنسټیزې ګټې لري:
د عدالت د تمې بیا راژوندي کېدل: دا میکانیزم د هغو زرګونو قربانیانو لپاره د هیلو یو څراغ دی، چې د کورنیو محکمو د نهاستقلال له امله یې د عدالت لاره بنده وه.
د نړۍوال فشار دوام: کله چې طالبان پوه شي چې د دوی کړنې د نړۍوالو څارونکو له لوري مستندېږي، دا به د هغوی د چلند پر طرز اغېز وکړي.
د راتلونکو محاکمو لپاره د ثبوتونو بنسټ: د راټولو شویو اسنادو پر اساس به په راتلونکې کې د هغو کسانو محاکمه ممکنه شي چې په وژنو، شکنجې او تاوتریخوالي کې لاس لري — که د طالبانو مشران وي او که د هغوی همکاران.
پر طالبانو او سیمه ییزو سیاستونو اغېز
دا پرېکړه د طالبانو لپاره یو جدي سیاسي او حقوقي فشار دی. له یوې خوا، دا هغوی ته دا پیغام ورکوي چې نړۍ د دوی کړنو ته بېپروا نه ده او له بلې خوا دا د نړۍوال مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره د طالبانو هڅې لا پسې سختوي.
په سیمهییزه کچه، دا اقدام د هغو هېوادونو لپاره هم یو خبرداری دی چې د طالبانو ملاتړ کوي یا له هغوی سره تعامل لري. ځکه دا پرېکړه د "مسوولیت د شریکولو" مفهوم ته اشاره کوي، یعنې هغه هېوادونه چې له طالبانو سره مالي، سیاسي یا امنیتي همکاري کوي، د بشري سرغړونو د ملاتړ مسوول هم ګڼل کېدای شي.
د نړۍوال عدالت په لور یو تاریخي حرکت
د دې پرېکړې ارزښت یوازې په سیاسي فشار پورې محدود نه دی، بلکې دا د نړۍوالو قانوني بنسټونو لپاره یو عملي ګام دی. د راټولو شویو شواهدو پر اساس، په راتلونکي کې د نړۍوالو عدالتونو (لکه ICC) له لارې د طالبانو د چارواکو پر ضد قانوني دوسیې پرانېستل کېدی شي.
همدارنګه، دا پرېکړه د افغانستان د بشري حقونو د دفاعي میراث ساتنه هم کوي. د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون له لهمنځهتلو وروسته، دا لومړنی اقدام دی چې د نړۍوالو له لوري د دغه تشې ډکولو هڅه کوي.
د بشري حقونو د شورا دا پرېکړه یوازې یو حقوقي اقدام نه دی، بلکې یو اخلاقي او تاریخي مسوولیت هم دی. دا د هغو خلکو د درد غږ دی چې تر ډېر چوپ پاتې وو، د هغو ښځو عدالت دی چې د طالبانو د ظلم تر سیوري لاندې بندې شوې دي او د هغو ماشومانو د راتلونکي هیلې دي چې د جګړې او بېعدالتۍ په منځ کې لویېږي.
په داسې حال کې چې طالبانو د هېواد دننه د هر ډول څار او نظارت دروازې تړلې دي، دا میکانیزم د نړۍوالې ټولنې له لوري د حقیقت موندنې وروستی خو قوي ګام دی. دا اقدام ښيي چې نړۍ لا هم د افغان ولس د درد پر وړاندې بېتفاوته نه ده او که هر څومره وخت تېر شي، عدالت یو ورځ خپله لاره پېدا کوي.

دوه کاله وړاندې په همدې ورځ حماس پر اسرايیل برید وکړ او له همدې ورځې څخه د اسراييل او حماس ترمنځ جګړه پيل شوه. په دغه جګړه کې تر دې دمه زرګونه فلسطینیان وژل شوي او د غزې ډېره برخه ویجاړه شوې ده.
د ۲۰۲۳کال (د اکتوبر په ۷مه نېټه) د حماس وسلهوالې ډلې پر اسراييل پوځي عملیات پيل کړل. اسراييل په ځوابي برید کې پر فلسطینیانو بریدونه پيل کړل، چې په پایله کې یې زرګونه فلسطینیان ووژل شول او د غزې ډېرې برخې کنډواله شوې.
د دغه جګړې له پيل څخه بیا تر اوسه پورې تر ۶۷زره ډېر فلسطینیان وژل شوي او د نږدې درېیمه برخه قربانیانو عمرونه تر ۱۸ کالو کم وو.
اسراييل وايي، چې په یاده جګړه کې د حماس لږترلږه ۲۰زره جنګیالي وژل شوي دي. په دغه جګړه کې د اسراييل ۴۶۶ سرتېري هم وژل شوي او ۴۸ نور اسراييلیان له حماس سره اوس هم یرغمل دي.
د راپورونو له مخې؛ په دغه جګړه کې ۱۹۳زره ودانۍ ویجاړې شوې او له ۳۶ روغتونونو څخه یوازې ۱۴ یې نیمه فعال دي. دغه ډول تر ۴۱۷زره ډېر خلک له خپلو کورونو او سیمو څخه کډه شوي دي.
لوږې او قحطۍ د غزې د نفوس څلورمه برخه زیانمنه کړې او لږ تر لږه ۱۷۷ فلسطینیان له لوږې او خوارځواکۍ څخه مړه شوي دي. په غزه کې اوس هم بشري وضعیت خورا کړکېچن دی؛ ځکه چې جګړه روانه ده او تر اوسه هم د بشپړ اوربند او سولې څرک نه لیدل کېږي.

پاکستانۍ ډان ورځپانې په خپل یو تازه راپور کې ویلي، چې د دغه هېواد پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان له زندانه په پارلمان کې د اپوزېسیون د مشر په توګه د محمودخان اڅکزي منظوري ورکړې ده. هغه همداراز راجا ناصر عباس د پاکستان سنا مجلس کې د اپوزېسیون مشر ټاکلی.
د یاد ګوند د سرچینو په وینا؛ د دغو دواړو د نوماندۍ لیکونه به نن په رسمي توګه د ملي اسمبلۍ او سنا مجلس دارلانشا ته وسپارل شي. دغه پرېکړه وروسته له هغې وشوه، چې د پېښور عالي محکمې (PHC) هغه لنډمهاله حکم لغوه کړ چې د عمر ایوب او شبلي فراز د نااهلۍ پر پرېکړه یې د تم کېدو امر کړی و. دوی تر دې وړاندې د تحریک انصاف د اپوزېسیون مشري کوله.
د عمران خان د ګوند د عامه اړیکو او اطلاعاتو مسوول شیخ وقاص اکرم ډان ورځپاڼې ته ویلي، چې دغه پرېکړه تایید شوې. هغه زیاته کړه: «دغه پرېکړه د عمران خان د مستقیمې لارښوونې پر بنسټ شوې ده. د ملي اسمبلۍ د اپوزېسیون د مشر نوماندۍ لیک پرون (دوشنبه) لېږل شوی او د سنا اړوند لیک به نن (سېشنبه) وړاندې شي».
د پاکستان پارلمان پخوانی مشر اسد قیصر هم دغه پرېکړه مني او وایي: «محمود خان اڅکزی او علامه ناصر عباس دواړه تجربهکاره سیاستوال دي، چې هېڅکله له خپلو اصولو نه دي تېر شوي. په اوسني کړکېچن وضعیت کې ښاغلی اڅکزی یو روښانه دریځ لرونکی او د ملي اسمبلۍ د اپوزېسیون د مشرۍ لپاره یو وړ انتخاب دی».
ښاغلي قیصر زیاته کړه: «دغه پرېکړه به د عمران خان د اپوزېسیون اتحاد لا پیاوړی کړي؛ ځکه چې محمودخان اڅکزی په عین حال کې د تحریک تحفظ ائین پاکستان (TTAP) مشر هم دی».
هممهاله د عمران خان خور علیمه خان د دوشنبې په ورځ د اډیاله زندان په مخ کې رسنیو ته وویل، چې د تحریک انصاف زنداني مشر د مستقیم امر له مخې له دې وروسته یوازې د ده خويندې به د هغه پیغامونه او دریځونه ولس ته رسوي.
نوموړې خبرداری ورکړی، چې ښايي عمران خان ډېر ژر یو نامعلوم ځای ته ولېږدول شي او په بشپړې انزوا کې به وساتل شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د امریکا په ځینو ښارونو په ځانګړي ډول شیکاګو کې د جرمونو او تاوتریخوالي کچه له افغانستان څخه هم لوړه ده. هغه زیاته کړې: «تاسو کولی شئ افغانستان ته لاړ شئ، یا نورو ځایونو ته، حیران به شي چې په امریکا کې څومره جرمونه کېږي.»
ټرمپ دغه څرګندونې د فدرالي مامورینو پر ضد د بریدونو په اړه د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وکړې. هغه ګواښ وکړ، چې که څوک د ګډوالۍ د فدرالي ادارې پر مامورینو برید وکړي، له «سختو عواقبو» سره به مخ شي.
هغه وویل: «موږ به دا جوته کړو چې څوک د فدرالي مامورینو پر ضد بریدونه کوي. په شیکاګو کې یوازې په تېرو څو میاشتو کې شاوخوا پنځوس تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي. دا ښار د جګړې له ډګر سره ورته شوی دی.»
ټرمپ د شیکاګو د ایالتي او ښاروالۍ چارواکي هم تورن کړل چې د امنیتي وضعیت په اړه ناسم معلومات ورکوي. د هغه په وینا، د ښار چارواکي وايي، وضعیت د کنټرول لاندې دی، «خو حقیقت دا دی چې شیکاګو ښايي د نړۍ له ډېرو ښارونو بد وضعیت ولري.»
هغه په امریکا کې د تاوتریخوالي او جرمونو د لوړې کچې په اړه وویل: «تاسو کولی شئ افغانستان ته لاړ شئ، یا نورو جګړهځپلو سیمو ته، حیران به شئ چې په امریکا کې څومره جرمونه کېږي.»
ټرمپ په داسې حال کې د امریکا د تاوتریخوالي وضعیت د افغانستان له حالاتو سره پرتله کوي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د لسګونو ترهګرو ډلو د ځای پر ځای کېدو راپورونه ورکول کېږي. همداراز، هره ورځ د ښځو بنسټیز حقونه تر پښو لاندې کېږي؛ د تعلیم حق، د کار حق او د سیاسي ګډون حق له خلکو، په ځانګړي ډول له ښځو اخیستل شوی او طالبان پر افغانانو بېلابېل بندیزونه لګوي.
