• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
شننه

د بشري حقونو د څار نوی مېکانېزم؛ د عدالت او حساب ورکونې پر لور یو تاریخي ګام

خاطره اسحاقزۍ
خاطره اسحاقزۍ

لیکواله او خبریاله

۱۵ تله ۱۴۰۴ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۶:۲۷ GMT+۱تازه شوی: ۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۲۹ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په یوه مهم اقدام کې د افغانستان لپاره د بشري حقونو د سرغړونو د څار او حساب ورکونې نوی نړۍوال میکانیزم تصویب کړ.

دا پرېکړه لیک چې د اروپایي اتحادیې په مشرۍ وړاندې شو او د شورا د ټولو غړو له خوا د رایو په اتفاق تصویب شو، د هغو افغانانو لپاره د امید پیغام دی چې له کلونو راهیسې د بې‌عدالتۍ، تاوتریخوالي او معافیت له سیستم سره مخ دي.

دغه اقدام د طالبانو د واکمنۍ له بیا راګرځېدو وروسته، د نړۍوالو له لوري لومړنی جامع ګام بلل کېږي چې هدف یې د بشري حقونو سرغړونې مستندول، ثبتول او د مسوولو کسانو څخه د حساب غوښتنه ده.

د پرېکړې موخه او د میکانیزم جوړښت

د دې نوي میکانیزم اصلي موخه دا ده چې د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه د باوري، قانوني او مستندو شواهدو یو سیستماتیک بهیر رامنځته کړي. دا اداره به لاندې اساسي دندې پر مخ وړي:

دا مېکانیزم به هغه پېښې ثبتوي چې د طالبانو له لوري د ښځو، خبریالانو، اقلیتونو، او مدني فعالانو پر وړاندې ترسره شوې او یا ترسره کیږي.

د دې میکانیزم پر بنسټ، شواهد او دوسیې د دې لپاره جوړیږي چې په راتلونکي کې د نړۍوالو یا ملي محاکمو لپاره د قانوني اسنادو په توګه وکارول شي.

لسګونه کاله په افغانستان کې او د افغانستان اړوند مسالو کې د نړۍواله له خوا د معافیت ځانګړی فرهنګ دود شوی، چې د دې میکانیزم له مخې د دې لپاره چې هېڅ سرغړوونکی د خپل موقف او قدرت له کبله له عدالت څخه خلاص نه شي، د معافیت فرهنګ له منځه ځي.

د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي کار بشپړول:

د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ څارنیز راپورونه به د دې ادارې له موندنو سره یوځای کیږي، ترڅو د ثبوتونو یو جامع بانک جوړ شي او په عملي بڼه به دوسیې نړۍوالو محاکمو ته سپارل کیږي.

په عملي توګه، دا میکانیزم به د جینوا له مرکزي دفتر څخه فعالیت کوي، خو د افغانستان د بشري حقونو د فعالانو، خبریالانو او نړۍوالو سازمانونو له راپورونو سره به نږدې همکاري لري. دا یو ډول فارنسیکي (forensic) بهیر دی، یعنې د شواهدو علمي تحلیل، د وژنو او نیونو د ځایونو مستندول او د شاهدانو د خوندیتوب تر تدابیرو لاندې معلومات راټولول یې اساسي دنده ده.

د افغانانو لپاره د دې پرېکړې ارزښت او عملي ګټه

له ۲۰۲۱ کال وروسته د طالبانو تر واکمنۍ لاندې، د بشري حقونو وضعیت په بې‌سارې توګه خراب شوی دی. ښځې له کار، زده‌کړې او عامه ژوند څخه ایستل شوې، خبریالان تر فشار لاندې دي، مذهبي او قومي لږکي د تعقیب ښکار دي او د طالبانو د استخباراتي ادارو له خوا شکنجه، توقیف او اعدامونه دوام لري.

په دې شرایطو کې دا پرېکړه د افغانانو لپاره درې بنسټیزې ګټې لري:

د عدالت د تمې بیا راژوندي کېدل: دا میکانیزم د هغو زرګونو قربانیانو لپاره د هیلو یو څراغ دی، چې د کورنیو محکمو د نه‌استقلال له امله یې د عدالت لاره بنده وه.

د نړۍوال فشار دوام: کله چې طالبان پوه شي چې د دوی کړنې د نړۍوالو څارونکو له لوري مستندېږي، دا به د هغوی د چلند پر طرز اغېز وکړي.

د راتلونکو محاکمو لپاره د ثبوتونو بنسټ: د راټولو شویو اسنادو پر اساس به په راتلونکې کې د هغو کسانو محاکمه ممکنه شي چې په وژنو، شکنجې او تاوتریخوالي کې لاس لري — که د طالبانو مشران وي او که د هغوی همکاران.

پر طالبانو او سیمه ییزو سیاستونو اغېز

دا پرېکړه د طالبانو لپاره یو جدي سیاسي او حقوقي فشار دی. له یوې خوا، دا هغوی ته دا پیغام ورکوي چې نړۍ د دوی کړنو ته بې‌پروا نه ده او له بلې خوا دا د نړۍوال مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره د طالبانو هڅې لا پسې سختوي.

په سیمه‌ییزه کچه، دا اقدام د هغو هېوادونو لپاره هم یو خبرداری دی چې د طالبانو ملاتړ کوي یا له هغوی سره تعامل لري. ځکه دا پرېکړه د "مسوولیت د شریکولو" مفهوم ته اشاره کوي، یعنې هغه هېوادونه چې له طالبانو سره مالي، سیاسي یا امنیتي همکاري کوي، د بشري سرغړونو د ملاتړ مسوول هم ګڼل کېدای شي.

د نړۍوال عدالت په لور یو تاریخي حرکت

د دې پرېکړې ارزښت یوازې په سیاسي فشار پورې محدود نه دی، بلکې دا د نړۍوالو قانوني بنسټونو لپاره یو عملي ګام دی. د راټولو شویو شواهدو پر اساس، په راتلونکي کې د نړۍوالو عدالتونو (لکه ICC) له لارې د طالبانو د چارواکو پر ضد قانوني دوسیې پرانېستل کېدی شي.

همدارنګه، دا پرېکړه د افغانستان د بشري حقونو د دفاعي میراث ساتنه هم کوي. د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون له له‌منځه‌تلو وروسته، دا لومړنی اقدام دی چې د نړۍوالو له لوري د دغه تشې ډکولو هڅه کوي.

د بشري حقونو د شورا دا پرېکړه یوازې یو حقوقي اقدام نه دی، بلکې یو اخلاقي او تاریخي مسوولیت هم دی. دا د هغو خلکو د درد غږ دی چې تر ډېر چوپ پاتې وو، د هغو ښځو عدالت دی چې د طالبانو د ظلم تر سیوري لاندې بندې شوې دي او د هغو ماشومانو د راتلونکي هیلې دي چې د جګړې او بې‌عدالتۍ په منځ کې لویېږي.

په داسې حال کې چې طالبانو د هېواد دننه د هر ډول څار او نظارت دروازې تړلې دي، دا میکانیزم د نړۍوالې ټولنې له لوري د حقیقت موندنې وروستی خو قوي ګام دی. دا اقدام ښيي چې نړۍ لا هم د افغان ولس د درد پر وړاندې بې‌تفاوته نه ده او که هر څومره وخت تېر شي، عدالت یو ورځ خپله لاره پېدا کوي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

د انټرنېټ پرې کولو سره مخالفت؛ ایا دا د کابل او کندهار لومړنۍ ښکاره مقابله ده؟

۱۵ تله ۱۴۰۴ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۴:۴۸ GMT+۱
•
جواد عزیز

د طالبانو د مشر له لوري د انټرنېټ د پرې کولو تر امر وروسته، افغانستان د ۴۸ ساعتونو لپاره له نړۍ سره د اړیکو په تورو شپو کې ډوب شو. دې کار نه یوازې په هېواد کې ټولنیز او اقتصادي بحران راولاړ کړ، بلکې د ځینو سرچینو په وینا، د طالبانو د مشرانو ترمنځ یې هم اختلافونه راوپارول.

ملي شوک او کابل کې سپکاوی
په ټول هېواد کې د انټرنېټ او مخابراتي خدماتو قطع کېدو د خلکو ورځنی ژوند، سوداګري، دولتي او تعلیمي خدمات په بشپړ ډول فلج کړل. هېچا د داسې یوې پرېکړې تمه نه لرله. د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد چې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري، وویل چې د طالبانو وزیران ټول حیران شوي او داسې ښکاري چې طالبانو مشر د انټرنېټ د پرې کولو پایلې سمې نه وې ارزولې.

یو طالب چارواکي له واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره په مرکه کې اعتراف وکړ چې د انټرنېټ قطع کول د طالبانو د حکومت او د افغانستان د اقتصاد لپاره ډېر سخت زیانونه درلودل. دغه طالب چارواکي وویل: «هر څه په ټپه ولاړ دي.» هغه حتا زیاته کړې: «موږ له انټرنېټ پرته ژوند نه شو کولای.»

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، یو طالب چارواکي د دغې ډلې رییس‌الوزرا ته ویلي وو: «موږ داسې احساس کاوه لکه بېرته د ډبرو دور ته ورګرځېدلي یو؛ نه تماس و، نه کار، نه بانک او نه هم اړیکې.»

د سرچینو په وینا، دغې پرېکړه د طالبانو مشرانو ترمنځ، په ځانګړي ډول د کابل او کندهار د کړیو ترمنځ، اختلاف رامنځته کړي. داسې ښکاري چې د طالبانو کابینه له دې پرېکړې سره موافقه نه وه. سرچینو ویلي، د طالبانو حکومت نږدې یوه اونۍ د انټرنېټ د پرې کولو په اړه بحث وکړ، خو وروستی امر پخپله هبت‌الله ورکړ.

د فایبر نوري له پرې کېدو سره، مخابراتي خدمتونه هم ودرېدل. د دولتي او سوداګریزو ادارو هغه کارونه چې په تېرو شلو کلونو کې له انټرنېټ او برېښنايي سیسټمونو سره تړلي وو، ګډوډ شول. له ۴۸ ساعتونو وروسته، طالبانو پرته له رسمي اعلان څخه یو ځل بیا د افغانستان انټرنېټ فعاله کړ. [ خو اوس یې یوځل بیا محدودیتونه لولي دي]. دغې ډلې د انټرنېټ د پرې کېدو او بیا نښلولو په اړه هېڅ خبرتیا نه ده خپره کړې. ویل کیږي چې انټرنېټ د طالبانو د رییس‌الوزرا، ملا حسن اخوند په امر بېرته فعال شو.

د طالبانو پلویانو په ټولنیزو شبکو کې د «مننه بابا» تر نوم لاندې د ملا حسن اخوند د دې پرېکړې هرکلی وکړ.

سرچینو ویلي چې د طالبانو لوړپوړو مشرانو په کابل کې د عبدالغني برادر، یعقوب مجاهد، مولوي کبیر، سراج‌الدین حقاني، امیرخان متقي او عبدالسلام حنفي په ګډون له ملا حسن اخوند سره د انټرنېټ د پرې کولو په اړه لیدلي وو. دې غونډې دا څرګندوله چې د طالبانو د واکمنۍ د طرز په اړه د کابل او کندهار ترمنځ ژور اختلافونه شته. د کابل طالب چارواکي، سره له دې چې تل هڅه کوي د هبت‌الله له امرونو اطاعت ښکاره کړي، خو په ټولو پرېکړو یې خوښ نه دي.

د کندهار له لوري «شفاهي امر»

سرچینې وايي چې د انټرنېټ د پرې کولو امر لومړی د طالبانو د بلخ والي یوسف وفا چې د طالبانو د مشر له نږدې کسانو څخه دی، عملي کړ او بیا نورو ولایتونو ته وغځېد.

د طالبانو د مشر ځانګړي منشي مفتي عبدالحکیم د هبت‌الله شفاهي پیغام کابل کې مخابراتي شرکتونو ته ورساوه، چې پکې راغلي وو: «انټرنېټ سمدستي پرې کړئ، که نه، ټول به له دندې ګوښه شئ.»

له دې پیغام وروسته، ټولې شبکې بندې شوې.

په کابل کې «نرم بغاوت»

د طالبانو تر واک لاندې ارګ کې نږدې سرچینې وایي، د طالبانو کابینې وزیرانو خبرداری ورکړ چې که په هېواد کې انټرنېت فعاله نه شي ګډوډي به رامنځته شي. د دغو سرچینو په وینا، ملا حسن د انټرنېټ د بیا فعالېدو سره موافق شو او ویې ویل: «چمتو دی چې د دې پرېکړې له امله له دندې ګوښه شي.»

دا د هبت‌الله د فرمان پر وړاندې لومړنی عملي اقدام و او په حقیقت کې د یوې نرمې سیاسي نافرمانۍ په توګه ګڼل کېږي. خو ظاهراً د دې عمل ځواب په کندهار کې سخت و.

په کندهار کې سرچینې وايي، هبت‌الله اخوندزاده د انټرنېټ د بیا فعالېدو په اړه ژور ناراضه دی. هغه یوې ډلې ملایانو ته په کندهار کې ویلي: «د فایبر نوري انټرنېټ فعالول زموږ د اسلامي نظام د جسد خاورو ته سپارل دي. اوس د غربي جمهوریت او اسلامي امارت ترمنځ هېڅ توپیر پاتې نه دی.»

د طالبانوحکومت ته د نږدې سرچینو په وینا، یو لوړپوړي چارواکي ویلي چې: «شیخ [هبت‌الله] فکر کاوه یوازې د کیبلي انټرنېټ شبکې به وتړل شي، نه تلیفوني اړیکې.» دغه طالب چارواکی باور لري چې د ملا هبت‌الله پرېکړه هم د طالبانو د حکومت صلاحیت او هم د رهبر شخصي اعتبار تر پوښتنې لاندې راوستی دی.

ښکاري چې د طالبانو د مشر فرمانونو د دې ډلې د حکومت لپاره ستونزې رامنځته کړي دي. د طالبانو حکومت په نړیواله کچه منزوي دی او داسې مهمه موضوع لکه د انټرنېټ پرې کول چې د خلکو د ورځني ژوند سره تړلې ده، د ټولنې ژوره نارضایتي رامنځته کړې وه. له همدې امله د طالبانو ځواکمنې څېرې په کابل کې حاضرې شوې چې د انټرنېټ په اړه د خپل مشر فرمان له پامه وغورځوي.

شاید د انټرنېټ د پرې کولو د دوام پر وړاندې مخالفت د طالبانو په تصمیم نیونو کې د یوې نوې لارې په توګه وګڼل شي او د مشر پر وړاندې د مخالفت تابو د طالبانو د مشرانو په منځ کې ماته شي.

د اسراییل او حماس ترمنځ روانه جګړه دوه کلنه شوه

۱۵ تله ۱۴۰۴ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۹:۴۸ GMT+۱

دوه کاله وړاندې په همدې ورځ حماس پر اسرايیل برید وکړ او له همدې ورځې څخه د اسراييل او حماس ترمنځ جګړه پيل شوه. په دغه جګړه کې تر دې دمه زرګونه فلسطینیان وژل شوي او د غزې ډېره برخه ویجاړه شوې ده.

د ۲۰۲۳کال (د اکتوبر په ۷مه نېټه) د حماس وسله‌والې ډلې پر اسراييل پوځي عملیات پيل کړل. اسراييل په ځوابي برید کې پر فلسطینیانو بریدونه پيل کړل، چې په پایله کې یې زرګونه فلسطینیان ووژل شول او د غزې ډېرې برخې کنډواله شوې.

د دغه جګړې له پيل څخه بیا تر اوسه پورې تر ۶۷زره ډېر فلسطینیان وژل شوي او د نږدې درېیمه برخه قربانیانو عمرونه تر ۱۸ کالو کم وو.

اسراييل وايي، چې په یاده جګړه کې د حماس لږترلږه ۲۰زره جنګیالي وژل شوي دي. په دغه جګړه کې د اسراييل ۴۶۶ سرتېري هم وژل شوي او ۴۸ نور اسراييلیان له حماس سره اوس هم یرغمل دي.

د راپورونو له مخې؛ په دغه جګړه کې ۱۹۳زره ودانۍ ویجاړې شوې او له ۳۶ روغتونونو څخه یوازې ۱۴ یې نیمه فعال دي. دغه ډول تر ۴۱۷زره ډېر خلک له خپلو کورونو او سیمو څخه کډه شوي دي.

لوږې او قحطۍ د غزې د نفوس څلورمه برخه زیانمنه کړې او لږ تر لږه ۱۷۷ فلسطینیان له لوږې او خوارځواکۍ څخه مړه شوي دي. په غزه کې اوس هم بشري وضعیت خورا کړکېچن دی؛ ځکه چې جګړه روانه ده او تر اوسه هم د بشپړ اوربند او سولې څرک نه لیدل کېږي.

د عمران خان تازه پرېکړه؛ محمودخان اڅکزی یې د شهباز شریف پر خلاف د اپوزېسیون مشر وټاکه

۱۵ تله ۱۴۰۴ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۶:۴۸ GMT+۱

پاکستانۍ ډان ورځپانې په خپل یو تازه راپور کې ویلي، چې د دغه هېواد پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان له زندانه په پارلمان کې د اپوزېسیون د مشر په توګه د محمودخان اڅکزي منظوري ورکړې ده. هغه همداراز راجا ناصر عباس د پاکستان سنا مجلس کې د اپوزېسیون مشر ټاکلی.

د یاد ګوند د سرچینو په وینا؛ د دغو دواړو د نوماندۍ لیکونه به نن په رسمي توګه د ملي اسمبلۍ او سنا مجلس دارلانشا ته وسپارل شي. دغه پرېکړه وروسته له هغې وشوه، چې د پېښور عالي محکمې (PHC) هغه لنډمهاله حکم لغوه کړ چې د عمر ایوب او شبلي فراز د نااهلۍ پر پرېکړه یې د تم کېدو امر کړی و. دوی تر دې وړاندې د تحریک انصاف د اپوزېسیون مشري کوله.

د عمران خان د ګوند د عامه اړیکو او اطلاعاتو مسوول شیخ وقاص اکرم ډان ورځپاڼې ته ویلي، چې دغه پرېکړه تایید شوې. هغه زیاته کړه: «دغه پرېکړه د عمران خان د مستقیمې لارښوونې پر بنسټ شوې ده. د ملي اسمبلۍ د اپوزېسیون د مشر نوماندۍ لیک پرون (دوشنبه) لېږل شوی او د سنا اړوند لیک به نن (سې‌شنبه) وړاندې شي».

د پاکستان پارلمان پخوانی مشر اسد قیصر هم دغه پرېکړه مني او وایي: «محمود خان اڅکزی او علامه ناصر عباس دواړه تجربه‌کاره سیاست‌وال دي، چې هېڅ‌کله له خپلو اصولو نه دي تېر شوي. په اوسني کړکېچن وضعیت کې ښاغلی اڅکزی یو روښانه دریځ لرونکی او د ملي اسمبلۍ د اپوزېسیون د مشرۍ لپاره یو وړ انتخاب دی».

ښاغلي قیصر زیاته کړه: «دغه پرېکړه به د عمران خان د اپوزېسیون اتحاد لا پیاوړی کړي؛ ځکه چې محمودخان اڅکزی په عین حال کې د تحریک تحفظ ائین پاکستان (TTAP) مشر هم دی».

هم‌مهاله د عمران خان خور علیمه خان د دوشنبې په ورځ د اډیاله زندان په مخ کې رسنیو ته وویل، چې د تحریک انصاف زنداني مشر د مستقیم امر له مخې له دې وروسته یوازې د ده خويندې به د هغه پیغامونه او دریځونه ولس ته رسوي.

نوموړې خبرداری ورکړی، چې ښايي عمران خان ډېر ژر یو نامعلوم ځای ته ولېږدول شي او په بشپړې انزوا کې به وساتل شي.

ټرمپ: د امریکا په ځینو ښارونو کې جرمونه له افغانستان څخه هم زیات دي

۱۵ تله ۱۴۰۴ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۱:۴۴ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د امریکا په ځینو ښارونو په ځانګړي ډول شیکاګو کې د جرمونو او تاوتریخوالي کچه له افغانستان څخه هم لوړه ده. هغه زیاته کړې: «تاسو کولی شئ افغانستان ته لاړ شئ، یا نورو ځایونو ته، حیران به شي چې په امریکا کې څومره جرمونه کېږي.»

ټرمپ دغه څرګندونې د فدرالي مامورینو پر ضد د بریدونو په اړه د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وکړې. هغه ګواښ وکړ، چې که څوک د ګډوالۍ د فدرالي ادارې پر مامورینو برید وکړي، له «سختو عواقبو» سره به مخ شي.

هغه وویل: «موږ به دا جوته کړو چې څوک د فدرالي مامورینو پر ضد بریدونه کوي. په شیکاګو کې یوازې په تېرو څو میاشتو کې شاوخوا پنځوس تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي. دا ښار د جګړې له ډګر سره ورته شوی دی.»

ټرمپ د شیکاګو د ایالتي او ښاروالۍ چارواکي هم تورن کړل چې د امنیتي وضعیت په اړه ناسم معلومات ورکوي. د هغه په وینا، د ښار چارواکي وايي، وضعیت د کنټرول لاندې دی، «خو حقیقت دا دی چې شیکاګو ښايي د نړۍ له ډېرو ښارونو بد وضعیت ولري.»

هغه په امریکا کې د تاوتریخوالي او جرمونو د لوړې کچې په اړه وویل: «تاسو کولی شئ افغانستان ته لاړ شئ، یا نورو جګړه‌ځپلو سیمو ته، حیران به شئ چې په امریکا کې څومره جرمونه کېږي.»

ټرمپ په داسې حال کې د امریکا د تاوتریخوالي وضعیت د افغانستان له حالاتو سره پرتله کوي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د لسګونو ترهګرو ډلو د ځای پر ځای کېدو راپورونه ورکول کېږي. همداراز، هره ورځ د ښځو بنسټیز حقونه تر پښو لاندې کېږي؛ د تعلیم حق، د کار حق او د سیاسي ګډون حق له خلکو، په ځانګړي ډول له ښځو اخیستل شوی او طالبان پر افغانانو بېلابېل بندیزونه لګوي.

اوکرایني چارواکی: زموږ خلک د افغانستان، یمن او فلسطین د خلکو پرتله له ژوند څخه خوند اخلي

۱۵ تله ۱۴۰۴ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۰:۳۷ GMT+۱

د اوکراین د میکولاییف د ولایتي ادارې مشر ویټالي کیم ویلي، چې د جګړې له نږدې څلورو کلونو په تېرېدو سره د اوکراین خلکو لا هم خپله روحیه ساتلې ده او د جګړه‌ځپلو هېوادونو لکه افغانستان، یمن او فلسطین د خلکو په پرتله «له ژوند څخه خوند اخلي.»

کیم د اوکراین له یوې سیمه‌ییزې رسنۍ «هلاوکام» سره په مرکه کې ویلي: «خلکو اوس زده کړې چې جګړه د ورځني ژوند د یوې برخې په توګه ومني. اوس ډېری خلک د جګړې د پای ته رسېدو په اړه د پخوا په څېر اندېښنه نه لري، بلکې د منلو مرحلې ته رسېدلي دي.»

هغه زیاته کړې: «خلکو ته باید د اوسني وضعیت په اړه روښانه معلومات ورکړل شي، څو پوه شي چې په دې شرایطو کې څه کولی شي او څنګه د خپل هېواد ملاتړ وکړي.»

کیم د خلکو د رواني ستړیا په اړه وویل: «په ۲۰۲۲کال کې خلک له جذبې ډک د پوځ لیکو ته تلل، خو له درې نیمو کلونو جګړې وروسته، دغې ستړیا خپله اغېزه پرېښې ده. اوس باید د وسله‌والو ځواکونو، د هېواد د مشرتابه او ډیپلوماټیکو هڅو پر ملاتړ باور ولرو.»

هغه د منځني ختیځ جګړه‌ځپلو هېوادونو ته په اشارې سره وویل: «خوشبختانه پر موږ پور نشته، زموږ ملي پیسه نه ده راپرځېدلې او د نړۍوالو شریکانو د ملاتړ او د دولت د پالیسیو له برکته مو هېواد لا ژوندی دی. پرتله یې کړئ، افغانستان، یمن یا په فلسطین کې خلک څنګه ژوند کوي؟ بخښنه غواړم، خو موږ لا هم له ژوند څخه خوند اخلو، کنسرتونه، رسټورانټونه او تفریحي فعالیتونه لرو. موږ په رښتیا د شکایت کوم دلیل نه لرو.»

د میکولاییف د ولایتي ادارې مشر همداراز ویلي، د اوکراین په بېلابېلو سیمو کې د ژوند شرایط توپیر لري؛ د جګړې د لومړۍ کرښې خلک لکه د خرسون اوسېدونکي چې له سختو واقعیتونو سره مخ دي، خو په ارامو ښارونو لکه «ترنوپیل» کې خلک د ورځنیو عادي مسایلو سره ژوند کوي او دا واټن ورځ تر بلې زیاتېږي.

کیم مخکې ویلي و، سره له دې چې میکولاییف د جګړې لومړۍ کرښې ته نږدې دی، خو لا هم فعاله ټولنه لري او د دغه ښار نفوس د روسیې د یرغل تر پیل مخکې زیات شوی دی.

د یادونې وړ ده، چې د میکولاییف سیمه‌ییزه اداره په جنوبي اوکراین کې یو رسمي دولتي ارګان دی، چې د ښار نظامي او ملکي چارې اداره کوي. دا اداره د جګړې له پیل وروسته د ولسمشر ولادمیر زېلېنسکي له لوري د ګډو پوځي او ملکي چارو د همغږۍ لپاره رامنځته شوې ده.

د اوکراین د میکولاییف د ولایتي ادارې مشر ویټالي کیم دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې دي، چې څلور کاله مخکې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دغې ډلې د افغانستان د خلکو هره خوشحالي د لسګونو بندیزونو په لګولو سره اخیستې ده او زرګونه افغانان اوسمهال د طالبانو د سختدریځيو له امله له هېواد د تېښتې په حال کې دي.