• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په کابل کې یو شمېر ټولنیزې شبکې یوازې د وي پي اېن له لارې کار کوي

۱۵ تله ۱۴۰۴ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۶:۰۹ GMT+۱

د کابل یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې سناپ چټ، ټیک ټاک او انسټاګرام له وي پي این پرته کار نه کوي، خو د فیسبوک، ټویټر او یو ټیوب په څېر شبکې کار کوي. طالبانو تازه پر یو شمېر ټولنیزو شبکو محدودیت لګولی او په کندهار کې یې د نوري فایبر کورني خدمات قطع کړي دي.

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې اوس مهال ټيک‌ ټاک، انسټاګرام او سنېپ‌ چټ په مستقیم ډول نه خلاصیږي او یوازې د وي ‌پي‌این په وسیله لاسرسی ورته شونی دی.

یوه سرچینه وايي: «طالبان وایي انټرنېټ خلاص دی، خو موږ له وي ‌پي‌این پرته ځينې اپلیکیشنونه نه شو کارولی. حتا د ځینو خبري پاڼو وېب‌ سایټونه هم بند ښکاري.»

د طالبانو مخابراتو وزارت د مخابراتي شبکو او د انټرنېټ د وېش ادارو له استازو سره په ناسته کې غوښتنه کړې، چې د انټرنیټي محدودیتونو د عملي کولو په برخه کې ورسره همکاري وکړي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په یو شمېر سیمو کې یوځل بیا انټرنیټي محدودیتونه وضع کړل

۱۵ تله ۱۴۰۴ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۵:۲۸ GMT+۱

په کابل کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو مخابراتو وزارت له مخابراتي شرکتونو نه پر انټرنېټ د محدودیتونو برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده. په ورته وخت کې سرچینو له کندهار نه وویل، چې د ځینو شبکو د نوري فایبر خدمات قطع شوي او په ځینو سیمو کې ټولنیزې شبکې کار نه کوي.

د طالبانو مخابراتو وزارت د سې شنبې په ورځ، د تلې پر ۱۵مه، د انټرنېټ له وېشونکو شرکتونو سره ناسته کړې او له یادو شرکتونو یې غوښتي، چې د انټرنېټ د فلټر کولو په پلان کې ورسره همکاري وکړي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په دغه پلان کې مجازي شبکو لکه انسټاګرام، ټېلېګرام، فېسبوک، ټېک‌ټاک او نورو ټولنيزو پلېټفارمونو ته د ازاد لاسرسي محدودل او د انټرنېټ وېش محدودول شامل دي.

سرچینې وايي، د طالبانو مخابراتو وزارت په همدې موخه له شرکتونو سره ناسته کړې او د ټولو مخابراتي شرکتونو استازو ته يې سپارښتنه کړې، چې یادې پرېکړې عملي کړي.

په کندهار کې یو شمېر شرکتونو خپلو مشتریانو ته پیغامونه لیږلي، چې د کورونو نوري فایبر تر دویمې خبرتیا پورې قطع شوی.

د سرچينو په وينا، دغه بندیزونه تر اوسه په محدود ډول عملي شوي، او ځينې مهم بنسټونه لکه بانکونه او صرافۍلا هم انټرنېټ ته لاسرسی لري.

سرچینو دغه راز وویل، چې مولوي هبت الله د والیانو او ولسوالانو د سیمینار پر مهال د کندهار په څېر په ټول افغانستان کې د خپلو پرېکړو د پلیتابه امر کړی دی. په دې پرېکړو کې د نوري فایبر د قطع کولو پرېکړه هم شامله ده.

اخوندزاده ټینګار کړی « لکه څنګه چې په کندهار کې حکمونه او فرمانونه پلي کېږي، په کابل او نورو ولایتونو کې هم باید همداسې عملي شي».

نوموړي زیاته کړې چې د افغانستان په اړه پرېکړې یوازې د طالبانو د مشرانو صلاحیت دی او د ټيټې کچې طالبان د پرېکړو په برخه کې د مداخلې حق نه لري.

هغه زیاته کړې، « د هر مجاهد دنده اطاعت دی».

طالبان او قزاقستان د سوداګرۍ د پراختیا او رېل ‌پټلۍ ګډو پروژو په تړاو سلا شوي

۱۵ تله ۱۴۰۴ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۵:۰۸ GMT+۱

د طالبانو صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی وايي، افغانستان او قزاقستان پرېکړه کړې چې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ کچه تر درې میلیارد ډالرو ورسوي او د افغان-ترانس رېل‌پټلۍ د پروژې د چټکې عملي کېدا لپاره ګډ ګامونه پورته کړي.

ددغه وزارت له خوا د سې شنبې په ورځ، د تلې پر ۱۵مه، په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نورالدین عزیزي نن په کابل کې د قزاقستان د ترانسپورت وزارت له مرستیال جان‌بیک تایجاناف او د صنعت او ودانیزو چارو له مرستیال سره ولیدل.

په دې لیدنه کې د قزاقستان سفیر ګازیز اکباسوف هم ګډون کړی و.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دواړو لوریو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو، سوداګرۍ پراختیا، د افغان–ترانس رېل‌پټلۍ پروژې او د صادراتي توکو د ترانزیټ د اسانتیاوو په اړه مفصلې خبرې وکړې.

خبرپاڼه وايي، د دې لیدنې یوه مهمه موضوع د قزاق-افغان ګډ نندارتون د جوړېدو پلان و، چې موخه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د صنعتي او سوداګریزو اړیکو پراخول دي.

هبت‌الله اخوندزاده: د کندهار پرېکړې باید په ټول افغانستان کې پلي شي

۱۵ تله ۱۴۰۴ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۴:۳۱ GMT+۱

د طالبانو مشر د دې ډلې د والیانو او ولسوالانو سیمینار کې ویلي، هره پرېکړه چې له کندهاره صادرېږي، باید په ټول افغانستان کې د کندهار په څېر له توپیر پرته پلې شي. سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د انټرنیټ د محدودولو او نوري فایبر قطع کولو پرېکړه هم له سیمینار وروسته شوې.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، هغه دا څرګندونې په کندهار کې د والیانو او ولسوالانو د سیمینار پر مهال کړې دي چې د طالبانو د کورنيو چارو وزیر سراج‌الدين حقاني هم پکې ګډون کړی و.

اخوندزاده ټینګار کړی « لکه څنګه چې په کندهار کې حکمونه او فرمانونه پلي کېږي، په کابل او نورو ولایتونو کې هم باید همداسې عملي شي».

نوموړي زیاته کړې چې د افغانستان په اړه پرېکړې یوازې د طالبانو د مشرانو صلاحیت دی او د ټيټې کچې طالبان د پرېکړو په برخه کې د مداخلې حق نه لري.

هغه زیاته کړې، « د هر مجاهد دنده اطاعت دی».

د سرچینو په وینا، د انټرنېټ د محدودولو او د نوري فایبر د قطع کولو پرېکړه هم له دې سیمینار وروسته شوې ده.

سرچینې وايي، په دې ناسته کې د انټرنیټ او نوري فایبر لپاره د متبادلو لارو وړاندیز شوی.

متقي: داعش د سیمې په نورو هېوادونو کې د تجهیز مرکزونه جوړ کړي دي

۱۵ تله ۱۴۰۴ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۴:۱۷ GMT+۱

د طالبانو بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د مسکو فرمټ په ناسته کې وویل چې وسله‌والو ډلو د تجهیز او روزنې مرکزونه د سیمې په نورو هېوادونو کې جوړ کړي، نه په افغانستان کې. نوموړي هغه راپورونه بې‌اساسه وبلل چې ګواکې په افغانستان کې وسله‌والې ډلې فعالیت کوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د افغانستان په اړه د مسکو فرمټ په اوومه ناسته کې ویلي چې په افغانستان کې د ناامنۍ ټول عوامل له منځه تللي او سیمه باید د تېرو غلطو محاسبو قرباني نه شي.

متقي وویل: «په تېرو څلورو کلونو کې د ناامنۍ ټول عوامل په افغانستان کې له منځه تللي دي، زموږ نظر دا دی چې دې مثبت پرمختګ سره همکاري وشي او لا ښه مدیریت شي، زموږ سیمه باید بیا د تېرو محاسبو او نیمګړو پالیسیو له امله د ناامنۍ قرباني نه شي.»

هغه د ځینو هېوادونو د وروستۍ ګډې اعلامیې په تړاو چې په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو د حضور خبره پکې شوې، رد کړه او ویې ویل: «په افغانستان کې داسې ډله نشته چې د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو ته ګواښ پېښ کړي.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې د سیمې هېوادونه باید د خپل امنیت د خرابېدو پړه پر نورو وانچوي، بلکې خپله یې مسوولیت ومني.

نوموړي زیاته کړه: «هیله ده له ناامنۍ ځورېدونکي هېوادونه خپل مسوولیت په خپله اوږه واخلي.»

متقي په خپلو خبرو کې وویل: «ځینې لوري فعاله هڅه کوي چې د راغلي امنیت د ستاینې پر ځای افغانستان سیمې ته د خطر په حیث معرفي کړي، زه دا هڅې په کلکو ټکو غندم.»

هغه زیاته کړه، د طالبانو حکومت اندېښنه لري چې داعش او ځینو نورو ډلو د سیمې په نورو هېوادونو کې د تجهیز او روزنې مرکزونه جوړ کړي دي.

متقي وویل: «زموږ معلومات دا دي چې په دې وروستیو کې داعش او ځینو نورو ډلو د سیمې په نورو هېوادونو کې د تجهیز او روزنې مراکز جوړ کړي دي، چې دا موضوع د اسلامي امارت لپاره د اندېښنې وړ ده.»

نوموړي په خپله وینا کې په مشخص ډول د کوم هېواد نوم یاد نه کړ خو له دې وړاندې طالبانو ویلي وو چې د پاکستان په بلوچستان کې د داعش مرکزونه فعال شوي دي.

کابلوف وايي په کابل کې د سفارت پرانېستلو پر سر د امریکا او طالبانو خبرې روانې دي

۱۵ تله ۱۴۰۴ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۴:۱۴ GMT+۱

د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ویلي، مسکو د امریکا او طالبانو ترمنځ د هغو خبرو هرکلی کوي چې کابل کې د امریکا سفارت د بیاپرانیستلو په اړه روانې دي. کابلوف وویل: «که امریکا له طالبانو سره د خپل سفارت د بېرته پرانیستلو په اړه خبرې کوي، موږ د دې کار هرکلی کوو.»

ضمیر کابلوف د سې شنبې په ورځ (د تلې۱۵مه) د مسکو فارمټ مشورتي ناستې څنډه کې خبریالانو ته وویل: «روسیه هېڅ پلان نه لري چې په افغانستان کې پوځي ځواکونه ځای پر ځای کړي.»

تر دې وړاندې د طالبانو ویاند تایید کړې وه چې دغه ډله له امریکا سره په واشنګتن کې د خپل سفارت او په کابل کې د امریکا د سفارت د بیرته پرانیستلو په اړه خبرې کوي.

نوموړي زیاته کړه چې امیرخان متقي د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره په لیدنه کې په ټینګار سره ویلي چې طالبان به هېڅ بهرني ځواک ته په افغانستان کې د پوځي اډو د جوړولو اجازه ورنه کړي او دا خبره د بګرام اډې په اړه هم صدق کوي.

ذبیح‌الله مجاهد له سکای نیوز سره په مرکه کې د بګرام په اړه وویل: «افغانان به هېڅکله اجازه ورنه کړي چې خاوره یې بل چاته وسپارل شي.»

امریکايي چارواکو تر اوسه په رسمي توګه له طالبانو سره د سفارت د بېرته پرانیستلو پر سر د خبرو په تړاو څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې امریکايي چارواکي څو ځله کابل ته د خپلو بندي وګړو د خلاصون لپاره تللي دي.