• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

متقي: داعش د سیمې په نورو هېوادونو کې د تجهیز مرکزونه جوړ کړي دي

۱۵ تله ۱۴۰۴ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۴:۱۷ GMT+۱تازه شوی: ۱۵ تله ۱۴۰۴ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۶:۱۰ GMT+۱

د طالبانو بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د مسکو فرمټ په ناسته کې وویل چې وسله‌والو ډلو د تجهیز او روزنې مرکزونه د سیمې په نورو هېوادونو کې جوړ کړي، نه په افغانستان کې. نوموړي هغه راپورونه بې‌اساسه وبلل چې ګواکې په افغانستان کې وسله‌والې ډلې فعالیت کوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د افغانستان په اړه د مسکو فرمټ په اوومه ناسته کې ویلي چې په افغانستان کې د ناامنۍ ټول عوامل له منځه تللي او سیمه باید د تېرو غلطو محاسبو قرباني نه شي.

متقي وویل: «په تېرو څلورو کلونو کې د ناامنۍ ټول عوامل په افغانستان کې له منځه تللي دي، زموږ نظر دا دی چې دې مثبت پرمختګ سره همکاري وشي او لا ښه مدیریت شي، زموږ سیمه باید بیا د تېرو محاسبو او نیمګړو پالیسیو له امله د ناامنۍ قرباني نه شي.»

هغه د ځینو هېوادونو د وروستۍ ګډې اعلامیې په تړاو چې په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو د حضور خبره پکې شوې، رد کړه او ویې ویل: «په افغانستان کې داسې ډله نشته چې د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو ته ګواښ پېښ کړي.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې د سیمې هېوادونه باید د خپل امنیت د خرابېدو پړه پر نورو وانچوي، بلکې خپله یې مسوولیت ومني.

نوموړي زیاته کړه: «هیله ده له ناامنۍ ځورېدونکي هېوادونه خپل مسوولیت په خپله اوږه واخلي.»

متقي په خپلو خبرو کې وویل: «ځینې لوري فعاله هڅه کوي چې د راغلي امنیت د ستاینې پر ځای افغانستان سیمې ته د خطر په حیث معرفي کړي، زه دا هڅې په کلکو ټکو غندم.»

هغه زیاته کړه، د طالبانو حکومت اندېښنه لري چې داعش او ځینو نورو ډلو د سیمې په نورو هېوادونو کې د تجهیز او روزنې مرکزونه جوړ کړي دي.

متقي وویل: «زموږ معلومات دا دي چې په دې وروستیو کې داعش او ځینو نورو ډلو د سیمې په نورو هېوادونو کې د تجهیز او روزنې مراکز جوړ کړي دي، چې دا موضوع د اسلامي امارت لپاره د اندېښنې وړ ده.»

نوموړي په خپله وینا کې په مشخص ډول د کوم هېواد نوم یاد نه کړ خو له دې وړاندې طالبانو ویلي وو چې د پاکستان په بلوچستان کې د داعش مرکزونه فعال شوي دي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

کابلوف وايي په کابل کې د سفارت پرانېستلو پر سر د امریکا او طالبانو خبرې روانې دي

۱۵ تله ۱۴۰۴ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۴:۱۴ GMT+۱

د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ویلي، مسکو د امریکا او طالبانو ترمنځ د هغو خبرو هرکلی کوي چې کابل کې د امریکا سفارت د بیاپرانیستلو په اړه روانې دي. کابلوف وویل: «که امریکا له طالبانو سره د خپل سفارت د بېرته پرانیستلو په اړه خبرې کوي، موږ د دې کار هرکلی کوو.»

ضمیر کابلوف د سې شنبې په ورځ (د تلې۱۵مه) د مسکو فارمټ مشورتي ناستې څنډه کې خبریالانو ته وویل: «روسیه هېڅ پلان نه لري چې په افغانستان کې پوځي ځواکونه ځای پر ځای کړي.»

تر دې وړاندې د طالبانو ویاند تایید کړې وه چې دغه ډله له امریکا سره په واشنګتن کې د خپل سفارت او په کابل کې د امریکا د سفارت د بیرته پرانیستلو په اړه خبرې کوي.

نوموړي زیاته کړه چې امیرخان متقي د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره په لیدنه کې په ټینګار سره ویلي چې طالبان به هېڅ بهرني ځواک ته په افغانستان کې د پوځي اډو د جوړولو اجازه ورنه کړي او دا خبره د بګرام اډې په اړه هم صدق کوي.

ذبیح‌الله مجاهد له سکای نیوز سره په مرکه کې د بګرام په اړه وویل: «افغانان به هېڅکله اجازه ورنه کړي چې خاوره یې بل چاته وسپارل شي.»

امریکايي چارواکو تر اوسه په رسمي توګه له طالبانو سره د سفارت د بېرته پرانیستلو پر سر د خبرو په تړاو څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې امریکايي چارواکي څو ځله کابل ته د خپلو بندي وګړو د خلاصون لپاره تللي دي.

د طالبانو اوبو او انرژۍ وزیر د ټاپ پروژې له رییس سره د یادې پروژې د بهیر په اړه خبرې وکړې

۱۵ تله ۱۴۰۴ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۳:۲۳ GMT+۱

د طالبانود اوبو او انرژۍ وزیر د ټاپ پروژې له ریيس مراد ارتیکوف او د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره د دې پروژې د چارو د چټکتیا په هکله خبرې اترې کړې دي.

په دې لیدنه کې چې د سې شنبې په ورځ (د تلې ۱۵مه) د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت د غونډو په تالار کې شوې، دواړو لوریو د ټاپ ( ترکمنستان – افغانستان – پاکستان) برېښنا لېږدونې پروژې د چارو د چټکتیا په اړه خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې د طالبانو د اوبو او برېښنا وزیر عبداللطیف منصور د سیمې د هېوادونو لپاره د دغې پروژې پر حیاتي ارزښت د ټینګار ترڅنګ ویلي، چې طالبان د دې پروژې د چارو د چټکتیا په برخه کې هر راز همکاري ته ژمن دی.

طالب وزیر ددې همکاریو د څرنګتیا په اړه جزئیات نه دي ور کړي.

هغه زیاته کړې، چې د ټاپ پروژې لار نقشه د دوی تر څېړنې او بیاکتنې لاندې ده او د مولوي هبت الله له لوري تر تایید وروسته به د لاسلیکولو لپاره چمتو شي.

د ټاپ پروژې ریيس مراد ارتیکوف د یادې پروژې د پلي کولو په برخه کې د درې واړو هېوادونو( ترکمنستان، افغانستان او پاکستان) د همغږي او چمتووالي په هکله خبر ورکړی او د لومړنیو عملي اقداماتو د چمتوکولو د بهیر پر چټکتیا یې ټينګار کړی دی.

د ټاپ برېښنا نړیوالې پروژې موخه له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته د برېښنا انرژي لېږدول دي، خو ددې پروژې په چارو کې تر اوسه پام وړ پرمختګ نه دی شوی.

متقي وايي روسیې د سیمې په کچه داسې مثال پرېښود چې تاریخ به یې یاد ساتي

۱۵ تله ۱۴۰۴ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۲:۲۷ GMT+۱

د مسکو فارمټ مشورتي ناستې په څنډه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره په لیدنه کې وویل، « مسکو د سیمې په کچه داسې مثال پرېښود چې تاریخ به یې یاد ساتي». دواړو لوریو د ترهګرۍ او نشه‌يي توکو خلاف پر ګډې مبارزې ټینګار کړی.

د دواړو لوریو ترمېنځ خبرو په پر دریو محورونو تمرکز درلود چې د ترهګرۍ ضد همکاري، د مخدره توکو قاچاق کمول او په سیمه‌ییزو زیربنایي او اقتصادي پروژو کې د افغانستان ګډون پکې شامل دي.

امیر خان متقي په دې لیدنه کې له لاوروف نه شپږ ځله مننه وکړه او د روسیې له خوا د طالبانو رژیم په رسمیت پېژندل یې وستایل.

هغه وویل: «تاسې د سیمې په کچه داسې بېلګه پرېښوده چې تاریخ به یې یاد وساتي او دا پروسه به زموږ او ستاسو اړیکې مثبت لور ته روانې کړي.»

امیر خان متقي ټینګار وکړ چې اوس د عملي همکاریو لپاره زمینه برابره شوې او باید دوه‌ اړخیزې او څو‌ اړخیزې عملي چارې پیل شي.

متقي د امنیت او نشه یي توکو په تړاو وویل: «موږ په دې فکر یو چې په سیمه کې له تلپاتې امنیت او ثبات پرته پرمختګ ناممکن دی، د همدې موخو د ترلاسه کولو لپاره به د نشه یي توکو د قاچاق او امنیتي ننګونو پر وړاندې زموږ مبارزه روانه وي».

لاوروف په خپلو خبرو کې وویل چې د سیمې او نړۍ عمومي وضعیت اسانه نه دی خو د طالبانو د حکومت ګامونه د افغانستان د ثبات لپاره مهم دي.

هغه وویل: «موږ لیواله یو چې له خپلو افغانو همکارانو سره په هره ممکنه توګه مرسته وکړو، څو د نشه‌يي توکو د قاچاق، ترهګرۍ، او جرمونو پر ضد مبارزه کې نوې بریاوې ترلاسه شي.»

لاوروف یادونه کړې چې ملګرو ملتونو اړوند ادارو هم د نشه‌یي توکو د کموالي په اړه مثبت پرمختګونه ثبت کړي دي.

هبت‌الله وايي ګومارل او ګوښه کول دده حق دی

۱۵ تله ۱۴۰۴ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۲:۲۳ GMT+۱

په کندهار کې د طالبانو مشر او والیانو او ولسوالانو درې ورځنۍ غونډه نن پای ته ورسېده. د غونډې پیلېدو پر مهال سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و چې د طالبانو مشر د بګرام په اړه له والیانو او ولسوالانو سره مشورې کوي، خو د طالبانو په خبرپاڼه کې د بګرام هېڅ یادونه نه ده شوې.

طالبانو د سې شنبې په ورځ (د تلې ۱۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ملا هبت‌الله اخوندزاده خپلو والیانو او ولسوالانو ته وویل چې «که چاته مې دنده ورکړه دا یو امانت دی، که مې بیرته ځینې واخیسته دا هم زما حق دی، ځکه هرڅه د الله تعالی په اراده کیږي.»

نوموړي وویل چې د ده فرامین او حکمونه باید تر علماوو، طالبانو او خلکو ورسیږي.

هبت‌الله والیانو او ولسوالانو ته په خطاب کې ویلي، چې دوی د نظام قوت او استازي دي او ټول خلک د دوی تر حکم لاندې دي او که دوی د خپل امیر ښه استازولي وکړي نو خلک به له دوی سره همکار شي.

هغه زیاته کړې: «ستاسې تر لاس لاندې پوره وطن دی، خلکو ته ترغیب ورکړئ، هر مشر د خپل ماتحت لپاره امام دی، په هر ولایت او ولسوالۍ کې د هغه ولایت د والي او ولسوال اثار د خلکو په چلند او رویه کې معلومیږي».

هبت‌الله زیاته کړې چې کشرانو ته باید داسې دندې ونه سپارل شي چې وروسته یې بیا سرته نه شي رسولی. هغه ټینګار کړی چې کار باید اهل کار ته وسپارل شي.

پر طالبانو نیوکې دي، چې حکومت او ادارې یې انحصاي کړې او له طالبانو پرته بل چاته ونډه نه ور کول کیږي.

د طالبانو مشر د پخوانیو مجاهدینو نیتونه ناسم بللي او وايي، چې «په افغانستان کې ډير جهادونه وشول، خو چې نیتونه یې سم نه وو، نو هغه اثار پرې مرتب نه شول چې د جهاد اهداف بلل کیدل او افغانستان یې در په در کړ، پر چوکۍ جنګونه شول، ډلبازۍ شوې او وینې توییدو ته لارې هوارې شوې.»

هغه د دیني عالمانو دغه سیمینار ته په وینا کې ویلي، چې په دنیا کې د الله په نزد قدرمن او بهترین خلک علما دي.

هبت‌الله د سیمنیار له ګډون والو غوښتي، چې له انسي او جني شیطانانو پنا وغواړي.

هغه زیاته کړې، « قل اغوذ برب الفلق او قل اعوذ برب الناس ډیر وايئ، استغفرالله ډیره ډیره وايئ، ذکر ډیر کوئ، چې د ذکر په برکت له شيطاني وسوسو څخه وساتل شئ.»

له دې وړاندې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې ملا هبت الله خپل والیان او منځپوړي چارواکي په افغانستان کې د متحده ایالاتو د محدود استخباراتي حضور په تړاو د مشورې لپاره غوښتې دي.

د مسکو فارمټ برخه والو له طالبانو سره په ترهګرۍ ضد مبارزه کې همکاریو ته تیاری وښود

۱۵ تله ۱۴۰۴ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۱:۳۳ GMT+۱

د افغانستان په اړه د «مسکو فارمټ مشورتي غونډې» ګډونوالو له کابل سره د ترهګرۍ او نشه‌يي موادو پر ضد د ګډو هڅو ژمنه وکړه او څرګنده یې کړه چې له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو پراختیا ته لیوال دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، چې د افغانستان له پرمختګ سره د مسکو فارمټ غونډې غړو هېوادونو خپله ګډه ژمنتیا تکرار کړه، څو دغه هېواد یو خپلواک، متحد او سوله ییز دولت شي.

اعلامیه زیاتوي، «ګډونوالو چمتووالی وښود، چې له کابل سره د ترهګرۍ او مخدره موادو د قاچاق پر ضد مبارزه کې مرسته وکړي او د سیمې په زیربنایي پروژو کې د افغانستان د ګډون ملاتړ وکړي.»

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د غونډې ګډونوالو د طالبانو له حکومت سره د سوداګرۍ، اقتصادي همکاریو او په افغانستان کې د پانګونې په اړه لېولتیا څرګنده کړې.

اعلامیه دغه راز له افغانستان سره د نړیوالو بشري مرستو پر اهمیت ټینګار کوي او وايي، چې غړو هېوادونو ددې مرستو غیر سیاسي کېدل غوښتي دي.

د مسکو فارمټ په ناسته کې د روسیې ترڅنګ د هند، ایران، قزاقستان، چین، قرغیزستان، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان استازو ګډون درلود.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي هم د سې شنبې ورځې په دې غونډه کې حاضر و.