هغه وویل، « کله چې موږ په روان کال کې د افغانستان اسلامي امارت [طالبانو] رسميت پېژندنه اعلان کړه، د دولتونو تر منځ د همکارۍ محدوديتونه مو لرې کړل. زموږ نيت دا دی چې د ترهګرۍ او نشهيي توکو پر ضد مبارزه کې ګډ کار ته دوام ورکړو او سوداګريزې اړيکې نورې هم پياوړې کړو».
لاوروف پر لویدیزو هېوادونو تور ولګاوه چې د « دښمنانه سیاست» له امله یې لا هم د افغانستان اړوند برخه کې ستونزې را ټوکیږي. هغه په دې برخه کې په امریکا کې د افغانستان کنګل شویو شتمنیو ته اشاره وکړه او د افغانستان پر بانکي نظام لګېدلي بندیزونه یې یاد کړل.
نوموړي زیاته کړه، « موږ يو ځل بيا له هغوی غواړو چې له دې تقابلي چلنده لاس واخلي، د افغانانو شتمنۍ بېرته ورکړي او د جګړو له امله د افغانستان اقتصاد او زيربناوو ته رسېدلی تاوان جبران کړي».
نوموړي دغه راز په افغانستان کې د امریکا له احتمالي پوځي اډې سره هم مخالفت وښود او خبرداری یې ورکړ، چې دا ډول هڅې په سیمه کې د بې ثباتۍ لامل کېدای شي.
د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو وروستیو څرګندونو کې طالبان وګواښل، چې که د بګرام پوځي اډه بېرته ورنه کړي، بدې پېښې به وشي.
د ټرمپ له څرګندونو وروسته په طالبانو او د سیمې په هېوادونو کې دا اندېښنې ډېرې شوې، چې ښايي امریکا بېرته بګرام اډې ته را وګرځي.
لاوروف زیاته کړه، چې «د افغانستان يا ګاونډيو هېوادونو په خاوره کې د درېيمو هېوادونو پوځي تاسیسات په هیڅ دلیل د منلو وړ نه دي. په سیمه کې بهرنی حضور د بېثباتۍ او نویو شخړو لامل کېدای شي. د افغانستان تاريخ له بهرني پوځي حضوره ډک دی او له تېرو تجربو باید هر چا زده کړې کړې وي».
دغه جګپوړي روسي چارواکي ادعا وکړه، چې د طالبانو حکومت په تېرو څلورو کلونو کې پياوړی شوی او له بهرنیو فشارونو او د بودجې له محدودیت سره سره، افغانستان په ډاډ اداره کوي.
د دغه جګړې له پيل څخه بیا تر اوسه پورې تر ۶۷زره ډېر فلسطینیان وژل شوي او د نږدې درېیمه برخه قربانیانو عمرونه تر ۱۸ کالو کم وو.
اسراييل وايي، چې په یاده جګړه کې د حماس لږترلږه ۲۰زره جنګیالي وژل شوي دي. په دغه جګړه کې د اسراييل ۴۶۶ سرتېري هم وژل شوي او ۴۸ نور اسراييلیان له حماس سره اوس هم یرغمل دي.
د راپورونو له مخې؛ په دغه جګړه کې ۱۹۳زره ودانۍ ویجاړې شوې او له ۳۶ روغتونونو څخه یوازې ۱۴ یې نیمه فعال دي. دغه ډول تر ۴۱۷زره ډېر خلک له خپلو کورونو او سیمو څخه کډه شوي دي.
لوږې او قحطۍ د غزې د نفوس څلورمه برخه زیانمنه کړې او لږ تر لږه ۱۷۷ فلسطینیان له لوږې او خوارځواکۍ څخه مړه شوي دي. په غزه کې اوس هم بشري وضعیت خورا کړکېچن دی؛ ځکه چې جګړه روانه ده او تر اوسه هم د بشپړ اوربند او سولې څرک نه لیدل کېږي.
د سېشنبې په ورځ (د تلې ۱۵مه) یو افغان چې د امریکا متحده ایالتونو له ځواکونو سره یې په افغانستان کې د ژباړن په توګه دنده ترسره کړې وه او اوس د یاد هېواد د مېشتېدنې بهیر ته په تمه دی، د نوم نه ښودلو په شرط وویل: «بېخي تنګ شوي یو، هره ورځ مو پولیس کورونه ته راځي او زموږ ویزې هم ختمې دي». د نوموړي په خبره؛ د پاکستان د کورنیو چارو وزارت یې د ویزو د نوي کېدو یا تمدید پروسه بنده کړې او له همدې امله اوس د دوی استوګنه ناقانونه ده.
احمدالله (مستعار نوم) چې د مخکېني جمهوري نظام پر مهال یې حکومتي دنده لرله افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې نیوکه وکړه، چې پاکستان په لوی لاس د دوی د ویزو بهیر ټکنی کړی او خپله یې دې ته لاره برابره کړې، څو د طالبانو له واکمنېدو وروسته دغه هېواد ته ورغلي افغانان ناقانونه شي. هغه زیاتوي: «که څه هم د ویزو د تمدید قیمت لوړ دی؛ خو اوس یې په هغه جیګ قیمت هم را بندې کړې. موږ څه وکړو؟ له یوې خوا یې د ویزو تمدید بند کړی او له بلې خوا رانه پولیس ویزې غواړي».
د افغانستان د جمهوري نظام تر پرځېدو وروسته سلګونه زره هغه افغانان چې د امریکا په ګډون یې د لوېدیځو هېوادونو له ځواکونو او ادارو سره دندې ترسره کړې؛ پاکستان ته کډوال شول. دوی اوس د اېستل کېدو له ګواښ سره مخ دي او وېره لري که افغانستان ته وشړل شي؛ نو د طالبانو له لوري به یې ژوند له ګواښونو سره مخ شي. د راپورونو له مخې؛ پاکستان او ایران نه یو شمېر ستانه شوي پخواني پوځیان د طالبانو له لوري شکنجه شوي، زنداني شوي او یا هم وژل شوي دي.