قزاقستان طالبانو ته وړاندیز کړی چې د کان په بدل کې به د رېلپټلۍ یوه برخه جوړه کړي

د قزاقستان د ټرانسپورټ وزارت د مرستیال په مشرۍ یوه پلاوي د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست هدایت الله بدري سره په کتنه کې وړاندیز وکړ، چې د کان په بدل کې په افغانستان کې د رېل پټلۍ یوه برخه جوړوي. طالبانو بیا ویلي، چې د قانون لهمخې همکارۍ ته چمتو دي.