طالبان وایي، د کونړ زلزله ځپلو ته د ۵۰ کورونو جوړولو چارې پیل شوې

د کونړ لپاره د طالبانو مرستیال والي عبدالله حقاني وايي، چې د ۳۵مېلیونه افغانیو په ارزښت د کونړ زلزله ځپلو ته د ۵۰ کورونو جوړولو چارې پیل شوې دي. هغه ویلي، چې دغه ۵۰ کورونه به تر راتلونکو دوو میاشتو بشپړ شي او ټول لګښت یې د طالبانو حکومت ورکوي.
