پوتین ۷۳ کلن شو؛ اردوغان یې د زوکړې د ورځې مبارکي ورکړه

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ټلیفون له لارې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره اړیکه نیولې او هغه ته یې د زوکړې د ورځې مبارکي ورکړې ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ټلیفون له لارې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره اړیکه نیولې او هغه ته یې د زوکړې د ورځې مبارکي ورکړې ده.
اردوغان د پوتین د زوکړې د ورځې په مناسبت د هغه د روغتیا، بریا او د روسیې د خلکو د سوکالۍ هیله څرګنده کړې ده.
ولادیمیر پوتین د ۱۹۵۲کال د اکټوبر په اوومه نېټه د روسیې په سنپېټرزبورګ ښار کې زېږېدلی او سږکال یې ۷۳مه کلیزه نمانځي.
د روسیې او ترکیې اړیکې له تاریخي، سیاسي او اقتصادي اړخونو څخه تل د سیمې د مهمو اړیکو له جملې ګڼل کېږي. دواړه هېوادونه سره له دې چې په ځینو نړۍوالو مسایلو کې بېلابېل دریځونه لري، خو د انرژۍ، سوداګرۍ، ټرانزیټ، دفاعي صنعت او د سیمې د امنیتي همکاریو په برخو کې پراخ تعاملات لري.
د یادولو وړ ده، چې د دواړو هېوادونو مشران معمولاً د دوه اړخیزو اړیکو، سیمهییز وضعیت او ګډو همکاریو په اړه ټلیفوني خبرې کوي، خو دا ځل د خبرو تمرکز د اردوغان له لوري د پوتین د زېږېدنې د مبارکۍ پیغام و.
د شنونکو په باور، دا اړیکه د دواړو مشرانو تر منځ د شخصي اړیکو او متقابل احترام نښه ده، چې کولی شي د روسیې او ترکیې تر منځ د همکارۍ پر لا پیاوړتیا مثبته اغېزه وکړي.


د هند د پخوانیو ډیپلوماټانو یوه ډله وايي، طالبانو ته د رسمیت ورکول باید یوازې هغه وخت وشي، چې د ملګرو ملتونو له لوري تایید شي. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هند ته د احتمالي سفر اعلان شوی دی.
د هند یو شمېر پخوانیو ډیپلوماتانو «هندو» ورځپاڼې ته ویلي، د متقي بلنه ښيي چې هند غواړي د خپلو ملي ګټو د خوندي کولو لپاره له طالبانو سره په واقعیتونو ولاړ چلند وکړي. خو دغو پخوانیو ډیپلوماټانو ټینګار کړی، چې د هند حکومت باید د ملګرو ملتونو تر پرېکړې مخکې طالبان په رسمیت و نهپېژني.
ویوک کاتجو چې پخوا یې له افغانستان سره د اړیکو د څانګې مشري کړې، ویلي: «هند باید د نړۍوالې اجماع تر رامنځته کېدو پورې انتظار وباسي.»
هغه زیاته کړې، چې هند باید په کابل کې د خپلې سفارتخونې د فني استازي پر ځای یو لوړپوړی ډیپلومات د چارسمبالي په توګه وټاکي، ځکه اوس د هند حضور یوازې تخنیکي بڼه لري.
کاتجو زیاته کړې، چې هند په تېرو کلونو کې افغانستان ته د پام وړ بشري مرستې لېږلې دي او له طالبانو سره تعامل اوس عملي اړخ خپلوي. د هغه په باور، د متقي سفر د دغه تعامل د لا پراختیا لپاره یو مثبت ګام ګڼل کېدای شي.
په افغانستان کې د هند پخوانی سفیر ګوتام موکهوپادهیای وایي: «د متقي بلنه ښيي چې د هند امنیتي ګټې د سیمې له نورو هېوادونو سره رانږدې شوي، خو دا به ښایي د ځینو ارزښتونو او د کورني امنیت د اندېښنو په بیه تمام شي.»
هغه زیاته کړې، تمه ده چې د دواړو لوریو ترمنځ د ویزو ورکولو، بورسونو، بشري مرستو، سوداګرۍ، د بیارغونې پروژو او استخباراتي همکارۍ بهیر ورو ورو زیات شي.
بلخوا، د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر رنګین دادفر سپنتا «هندو» ورځپاڼې ته ویلي، چې د متقي سفر باید د سیمې د ځواکمنو هېوادونو ترمنځ د سیالیو د زیاتېدو لپاره ونهکارول شي.
سپنتا له هند او پاکستان څخه غوښتي، چې د متقي دا سفر د سیمهییزو سیالیو له زاویې ونه ګوري.
هغه زیاته کړې: «د هند اوسني دریځ پر ضد پاکستاني لید لا هم ولاړ دی، حال دا چې دواړه هېوادونه د نفوذ د پراخېدو په لټه کې دي، نه د سولې یا ښه ګاونډي اړیکو په لټه.»
سپنتا ټینګار کړی، چې دا وضعیت نه د افغانانو په ګټه دی او نه د سیمې د سولې لپاره.
د راپورونو له مخې، متقي به د پنجشنبې په ورځ د پنځو ورځو رسمي سفر لپاره نوي ډیلي ته ولاړ شي. د هند د بهرنیو چارو وزارت هغه ته د بهرني وزیر د رسمي مېلمه د تشریفاتو امتیاز ورکړی دی، خو لا روښانه نه ده چې ایا هغه به د هند له لومړي وزیر نرېندرا مودي سره هم وګوري او که نه.
د یادولو وړ ده، چې دا به له ۲۰۲۱کال وروسته د طالبانو د یوه لوړپوړي چارواکي لومړنی رسمي سفر وي چې نوي ډیلي ته ترسره کېږي. د طالبانو او هند اړیکې په وروستیو میاشتو کې په نسبي توګه تودې شوې دي، په داسې حال کې چې د طالبانو اړیکې له خپل پخواني متحد پاکستان سره ترینګلې شوې دي.

د ملګرو ملتونو لپاره د بښنې نړۍوال سازمان استازې جویس بوکورو وایي، چې دا بنسټ د افغان ښځو او بشري حقونو د مدافعانو د ملاتړ او خوندیتوب لپاره خپلې هڅې دوامداره ساتي. هغې زیاته کړې، چې د افغان ښځو عدالت غوښتنه یوازې د ګډ نړۍوال اقدام له لارې شونې ده.
نوموړې ټینګار وکړ، چې ملګري ملتونه باید په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو د ثبت، د عدالت د تامین او د جنایتونو د معافیت د پای ته رسولو لپاره یو خپلواک څېړنیز میکانېزم جوړ کړي.
جویس بوکورو زیاته کړه، چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو نقض، د بشري حقونو له مدافعانو سره تاوتریخوالی او سرغړونکو ته د سزا نه ورکولو فرهنګ د نړۍوال څار او عدلي تعقیب غوښتنه کوي.
نوموړې د بشري حقونو د مدافعانو د شبکې (HRD+) هم وغوښتل، چې په نیویارک کې خپله ونډه نوره هم پیاوړې کړي، څو د بشري حقونو د مدافعانو ترمنځ ګډه همغږي او اغېزمنه مدني مدافعه لا پیاوړې شي.
د بښنې نړۍوال سازمان له ملګرو ملتونو او نړۍوالو بنسټونو غوښتي، چې د افغان مېرمنو، فعالانو او د بشري حقونو د مدافعانو خوندیتوب او د خپلواک څېړنیز میکانېزم د عملي کېدو لپاره بېړني ګامونه پورته کړي او د هغوی غږ د نړۍوالو پرېکړو په مرکز کې وساتي.
د یادولو وړ ده، چې د افغان فعالانو پر وړاندې تاوتریخوالی، د ښځو پر کار او زدهکړو بندیز او د مدني فضا محدودېدل د عدالت او حساب ورکونې اړتیا نوره هم ډېره کړې ده، هغه اړتیا چې د بوکورو په وینا «یوازې د یوه ګډ نړۍوال اقدام له لارې پوره کېدای شي.»

نړۍوال بانک په خپل تازه اقتصادي راپور کې ویلي، چې د افغانستان په ګډون د منځني ختیځ، شمالي افریقا او پاکستان سیمه ییز اقتصادي وضعیت د ښهوالي نښې ښکاره شوې دي او تمه ده، چې د ۲۰۲۵کال اقتصادي وده ۲.۸سلنې ته ورسېږي.
راپور وايي، سره له دې چې نړۍواله ناثباتي، د سوداګرۍ د تګلارو بدلونونه او روانې شخړې لا هم د سیمې د اقتصاد پر وړاندې ګواښونه دي، خو د ځینو هېوادونو اقتصادي اصلاحات او پانګونې د مثبت بدلون نښې ښيي.
د راپور له مخې، د سیمې په هغو هېوادونو کې چې د تېلو واردوونکي دي لکه افغانستان، د خصوصي سکټور د فعالیتونو، د کرنې د بیا راژوندي کېدو او د داخلي پانګونې له امله د اقتصادي وضعیت د نسبي ښهوالي تمه کېږي.
نړۍوال بانک ټینګار کړی، چې د ښځو د کار بازار ته د لا زیاتې ونډې برابرول د سیمې د اقتصادي ودې لپاره بنسټیز اهمیت لري. راپور زیاتوي، چې په سیمه کې له پنځو ښځو یوازې یوه یې په رسمي توګه د کار په بازار کې ګډون لري، چې دا د نړۍ تر ټولو ټیټه کچه ده.
په نړۍوال بانک کې د افغانستان، منځني ختیځ، شمالي افریقا او پاکستان د څانګې مرستیال عثمان دیون ویلي: «موږ باید په بازار کې د ښځو د ګډون د خنډونو د لرې کولو لپاره زړور او پراخ اقدامات وکړو، ځکه د ښځو د پوره ظرفیت کارول کولای شي د سیمې اقتصاد له بنسټه بدل کړي.»
د راپور له مخې، د ښځو د کار ونډې زیاتوالی کولای شي د هېوادونو د عادي وګړو عاید له ۲۰تر ۳۰سلنې پورې لوړ کړي او دا ګټه د افغانستان او ورته اقتصادونو لپاره هم اغېزمنه بلل شوې ده.
نړۍوال بانک زیاته کړې، چې د سیمهییزو اصلاحاتو ترڅنګ، د افغانستان د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره د خصوصي سکټور پراختیا، د ښځو اقتصادي ګډون او د کرنې ملاتړ بنسټیز رول لري.
دغه راپور په داسې حال کې خپرېږي، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د پخواني حکومت زرګونه مسلکي کارکوونکي، استادان، او دولتي مامورین له خپلو دندو اېستل شوي او پر ځای یې د طالبانو د ډلې اړوند ملایان او نږدې کسان ګومارل شوي دي. د دغو بدلونونو له امله نه یوازې د ادارو د وړتیا کچه راټیټه شوې، بلکې د هېواد د اقتصاد، تعلیم، روغتیا او اداري خدماتو پر بنسټیزو برخو یې هم ژورې منفي اغېزې کړې دي.
له دې سره، ګڼ شمېر بشردوستانه بنسټونه او نړۍوالې مرستندویه ادارې په افغانستان کې د روان اقتصادي کړکېچ، بېروزګارۍ، لوږې او د زرګونو کډوالو د ستنېدو له امله د احتمالي انساني ناورین خبرداری ورکړی دی. د دغو بنسټونو په وینا، که نړۍواله ټولنه ژر تر ژره له افغان ولس سره مالي او بشري مرسته ونه کړي، نو د میلیونونو افغانانو ژوند به له جدي ګواښ سره مخ شي، په ځانګړي ډول ښځې، ماشومان او بېځایه شوې کورنۍ چې اوس د سخت ژمي او د خوراکي توکو د کمښت له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

پښتون سیاستوال افراسیاب خټک د «مسکو فارمټ» مشورتي غونډې ته په اشارې سره وایي، د منځني ختیځ او سوېلي اسیا د سیالیو په لوبه کې د افغانستان ژغورل د طالبانو له وسه وتلی کار دی. نوموړی زیاتوي، طالبان باید د هېواد د ژغورنې لپاره د یوه پراخ ملي حکومت د رامنځته کېدو زمینه برابره کړي.
افراسیاب خټک د سېشنبې په ورځ (د تلې ۱۵مه) په خپله اېکس پاڼه خبرداری ورکړی، چې منځنی ختیځ او سوېلي اسیا د لویو قدرتونو د تودو لوبو پر میدان بدلېدونکی دی.
خټک د پاکستان او امریکا تر منځ اړیکو او همداراز د بګرام په تړاو د ډونالډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو په تړاو وايي: «پاکستان امریکا ته ورجوخت شوی، د امریکا نظر په بګرام دی.»
افراسیاب خټک په مسکو کې د افغانستان په تړاو د مسکو مشورتي نننۍ غونډې په تړاو وايي، چې په مسکو کې چین، روس او ایران د امریکا د نفوذ مخنیوي ته راغونډ شوي او نوموړی زیاتوي: «له نوې جګړې څخه د هېواد ژغورل د طالبانو د وس کار نه دی، دوی باید یوه پراخ ملي حکومت ته لار پرېږدي.»
د یادونې وړ ده، چې د سېشنبې په ورځ (د تلې ۱۵مه) د افغانستان په اړه په مسکو کې د «مسکو مشورتي» اوومه غونډه د امیرخان متقي په ګډون د روسیې، هند، ایران، قزاقستان، چین، قرغیزستان، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د استازو په حضور سره ترسره شوه.

د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ټلیفوني اړیکې له لارې خبرې کړې دي. د خبرو پر مهال، لومړي وزیر مودي ولسمشر پوتین ته د زوکړې د ورځې مبارکي ورکړې ده.
د روسیې حکومت د اعلامیې له مخې، نرېندرا مودي ولسمشر پوتین ته د مبارکۍ ترڅنګ هغه ته د اوږد عمر، روغتیا او لا زیاتې بریا هیله څرګنده کړې ده.
په اعلامیه کې ویل شوي، چې دواړو مشرانو د خپلو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو، اقتصادي همکارۍ او سیمهییزو مسایلو په اړه هم خبرې کړې دي.
پوتین هر کال د اکټوبر په ۷مه د خپلې زوکړې ورځ نمانځي. د هند او روسیې اړیکې له اوږدې مودې راهیسې نږدې پاتې دي او دواړه هېوادونه د دفاع، انرژۍ او ټېکنالوژۍ په برخو کې نږدې همکارۍ لري.