• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د مذهبي ډلو احتجاج؛ د اسلام‌اباد-پېنډۍ لارې تړل شوې او د مخابراتي شبکو انټرنېټ هم پرې شوی

۱۸ تله ۱۴۰۴ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۰:۱۹ GMT+۱

د پاکستان حکومت د مذهبي ډلو د احتجاجونو له امله د اسلام‌اباد-پېنډۍ لارې تړلې او د مخابراتي شبکو انټرنېټي خدمتونه یې هم بند کړي دي. دغه لارې وروسته له هغه وتړل شوې، چې دغه مذهبي ډلو د پاکستان په پلازمېنه اسلا‌م‌اباد کې د لاریون اعلان وکړ.

د دغه لاریونونو له امله په اسلام‌اباد او پېنډۍ کې ټولې ښوونیزې ادارې د نن لپاره رخصت شوې وې.

ترویج لرونکی

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل
۱

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل

۲

د طالبانو د اړیکو کمیسیون افغانستان ته د دوو پخوانیو چارواکو د ستنېدو خبر ورکړی

۳

طالبان:نږدې پنځو کلونو کې ۶۵۰ زره کسانو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی موندلی

۴

متحده جبهه وايي چې د طالبانو پر ضد یې پوځي عملیات پیل کړي

۵

بخښنې نړیوال سازمان: د افغانستان او ایرلنډ سیالیو کې د اعتراضونو احتمال شته

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان دفاع وزیر یو وار بیا د افغان کډوالو پر اېستلو ټینګار کړی

۱۸ تله ۱۴۰۴ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۳:۳۶ GMT+۱
100%

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وايي، چې پاکستان له لسیزو راهیسې د افغان کډوالو کوربه‌توب کړی؛ خو دغه مېلمه پالنه دوی ته د خپلو وینو په بیه تمامه شوې ده. نوموړي ویلي، اوس د دې وخت رارسېدلی چې ټول افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

هغه زیاته کړې، چې پاکستان د طالبانو له حکومت سره په وار، وار مذاکرات کړي؛ خو لاهم پاکستان کې وینه تویېدنه نه‌ده درېدلې او دوی هره ورځ د سرتېرو جنازې پورته کوي.

د پاکستان د دفاع وزیر خبرداری ورکړی، چې نور د ترهګرو ملاتړ دوی ته د منلو نه‌دی.

د پاکستان د دفاع وزیر په وار، وار دې ته ورته توندې څرګندونې او ادعاوې کړې دي؛ خو طالبانو بیا د پاکستان دغه ادعا چې ګواکې دوی په پاکستان کې د ورانکاره کړونو ملاتړ کوي، رد کړې دي.

نوموړي تېره ورځ هم د ملي شورا په غونډه کې ویلي و، چې اسلام‌اباد له ترهګرۍ ستړی شوی او هغو ته به حساب ورکول کېږي چې د ترهګرو لپاره پټنځایونه برابروي. هغه زیاته کړه، د افغانستان له خاورې ترهګریز فعالیتونه نور د زغم وړ نه‌دي.

هغه وویل، چې له کابل سره به یاده موضوع د یوه رسمي پلاوي له لارې وڅاري.

اسراییلي حکومت د غزې لپاره د سولې تړون تصویب کړ

۱۸ تله ۱۴۰۴ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۰:۲۴ GMT+۱
100%

د لومړي وزیر نتنیاهو دفتر اعلان کړی، چې د اسراییل حکومت د غزې لپاره د ټرمپ پلان تصویب کړی دی. د ډونالډ ټرمپ زوم او استازی جیرډ کوشنر او سټیو ویټکاف هم په دې غونډه کې حاضر وو.

د اسراییل رسنیو له خوا خپاره شوي د مصر په شرم‌الشیخ کې د غزې د سولې لپاره د لاسلیک شوي تړون انځور ښيي چې: ۷۲ساعته اوربند پلان شوی دی.

په دې موده کې به د اسراییل هوايي او توپچي بریدونه او د بې‌پیلوټه الوتکو د استخباراتي الوتنو فعالیتونه په هغو سیمو کې چې خالي شوي ودرول شي.

د تړون له مخې ټول ژوندي اسراییلي یرغمل شوي کسان او د مړو جسدونه به د اسراییلي پوځ له وتلو وروسته په ۷۲ ساعتونو کې وسپارل شي.

په بدل کې اسراییل به په ورته وخت کې فلسطیني بندیان خوشې کړي.

د تړون له مخې د بشري مرستو بشپړ استول به وروسته له لاسلیک سمدلاسه پیل شي.

د اسرایيلي رسنیو په وینا، د اسراییل د کابینې په ناسته کې د کورني امنیت وزیر د ټرمپ له استازو سره د سولې تړون د موادو په اړه، په ځانګړي ډول د فلسطیني بندیانو خوشې کولو اړوند بحث کړی دی.

پر کابل بمبار؛ یوه تاریخي ګستاخي او د افغانانو په ګډه- ملي حافظه کې یو لوی زخم

۱۷ تله ۱۴۰۴ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۲:۲۴ GMT+۱
•
عبدالغفور لېوال
100%

بېګاه شپه پر کابل پاکستانیو الوتکو بمبار وکړ، د تلفاتو او ټپیانو خبرونه ورکړل شوي دي.

د کابل‌مېشتو پرجسمونو دټپونو او ژوبلو تر خونړیو انځورونو ورهاخوا یو لوی، ژور او زهري ټپ د افغانانو په ګډه – تاریخي حافظه کې جوړ شوی، چې د یوه سرلوړي ملت په وړاندې دا ګستاخي به یوه مصنوعي او بې‌ملته پوځي چوڼي ته بدې پایلې ولري.

دا لومړی ځل دی، چې یو داسې ګاونډی د افغانستان د غرور پر پایتخت بمونه اوروي، چې افغانستان ورسره د زمکې او ویشل شوي ولس دعوا لري.

د افغانستان پر پلازمېنه، کابل، لومړنۍ بمباري د افغان- انګریز درېیمې جګړې پرمهال انګریزانو وکړه. دا بمباري د دې نښه وه، چې افغان خپلواکي‌غوښتونکي ملت په مخامخ جبهاتو کې انګریز تر پوره فشار لاندې راوستی و.

تر دې روسته پر کابل بهرنۍ بمبارۍ شورویانو او امریکایانو وکړې، چې د درې‌واړه زبرځواکونو په وړاندې د افغانستان د ملت په زړه و ذهن کې تاریخي کرکه او داسې ژور نفرت رامنځته شول، چې هيڅکله به یې د دې هېواد تاریخي حافظه هېره نه کړي.

خو دا ځل کیسه توپیر لري. دا ځل پاکستان د تاریخي افغانستان پر پلازمېنه بمونه ورولي او د افغانستان زمکنۍ بشپړتیا یې تر پښو لاندې کړې ده. هغه پاکستان چې د ۱۹۸۰مې لسیزې په پای کې یې د ننګرهار په جګړه کې مخامخ پوځي مداخلهشنډه او داسې یې پوزه په خاورو وموښودل شوه ، چې بیا یې د افغانستان خوا ته راکتل هم ناشونې انګېرل کېدل. خو دا دی نن پاکستان د انګریز له لمنې د رازېږېدو له زمانې او په خپل ټول عمر کې لومړی ځل دومره جرئت وموند چې کابل بمباري کړي.

داسې ولې کیږي؟

د سړې جګړې کلونه وو، چې د برېژینسکي – کارتر د دکتورینو له مخې په افغانستان کې د «جهاد» تنور اورغړاند شو او د افغانستان د خلکو ذهن یې د افراطیت په لوګیو لوغړن کړ. لا د محمد داودخان جمهوریت واکمني وه، چې څه کسان د پېښور په بالاحصار کې وسله‌وال کړل شول او په افغانستان کې یې د هرې واکمنۍ په وړاندې د جګړې لپاره روزنه پیل شوه. له دې تودې جګړې سره د تبلیغاتو او پروپاګند داسې نړیواله څپه راپورته شوه، چې په زور یې تر قیامته افغانستان دارالحرب اعلان شو. پاکستان چې غوښتل په افغانستان کې خپل ستراتیژيک عمق پالیسي عملي کړي د دې جنګ و جهاد د مدیریت ټېکه واخیسته او د څلورو پرلپسې افغان نسلونو په ذهنونو کې یې ځان دارالهجرة، دارالنصرة، دارالجهاد او قلعه‌ی اسلام اعلان کړ او خپل خلک یې انصار وبلل. بلاتشبیه پاکستان ته یې د نبوي هجرت د زمانې د یثرب یا مدینه منورې حیثیت ورکړ.

پاکستان شپېته زره مدرسې او سلګونه معهدونه جوړ کړل، له امریکايي ډالرو رانیولې تر عربي پيسو او وسلو پورې پرې رامات شول او په دې مدرسو کې یې د بېوزلو افغان کډوالو معصوم بچیان د دیني زدکړو پرځای په افراطیت روږدي او په وسلو سمبال کړل. زرګونه چاپي خپرونې، نړیوالې راډیوګانې او روسته تلویزیونونه لګیا وو او پاکستان یې د افغانستان په قضیه کې د مقدسې زمکې په توګه معرفي کاوه. اسلام له پاکستان سره مترادف وګڼل شو او د افغان تنکیو ماشومانو په ذهنونو کې:

۱ـ پاک سرزمین شاد باد!

۲ـ مطالعه پاکستان

۳- پاکستان کا مطلب کیا، لااله الالله

ورپيچکاري کړل.

په همداسې یوه تبلیغاتي چاپېریال کې روزل شوي نسلونه رالوی شول او په افغانستان کې پرېمانه وینې وبهېدې، وطن وران شو، خپلې ملي شتمنۍ یې وبایللې، افراطیت او خرافاتو ورو ورو د معتدلې او سوله‌خوښې عقیدې ځای ونیوه، کابل د پاکستاني استخباراتو د شعار له مخې وسوزېد او لولپه شو.

په پاکستاني مدرسو کې رالویو شویو او روزل شویو خلیفه‌ګانو، شیخانو او زهادو په هر دریځ او له هر لوډسپیکر څخه پاکستان ته دعاګانې پیل کړې او دا هېواد یې د اسلام مدافع وګاڼه.

اوس نو پوښتنه راپېښیږي، چېد داسې یوه واکمن نسل لپاره د پاکستان بمباري تېری اواشغال ګڼل کیږي که نه؟

ایا د دوی لپاره د « اسلامی جمهوریه اف پاکستان» بمباري له انګریزي، شوروي یا امریکايي بمباریو سره برابره ګڼل کېدای شي؟

ایا دا بمباري به د دوی په ضمیر او ګډه حافظه کې هماغسې غوسه و قهرجن غبرګون راوپاروي، لکه د شوروي یا امریکايي بمبارونو پرضد چې د ملت په تاریخي حافظه کې ثبت شوې ده؟

د داسې تیري او اشغال په وړاندې ملي ولولې او ودرېدل خو ملي احساس او غرور غواړي، هغه څه چې د اوسنیو واکمنو له نظره له کفر سره معادل ګڼل کیږي. د اوسنیو واکمنو روحاني مشرانو ګڼ ځله د «ملي» کلمه او مفهوم تکفیر کړي دي.

پاکستان د تاریخي افغانستان خاوره لاندې کړې او یو لوی ملت یې په دوه ټوټو سره وېشلی دی، خو دغه تاریخي دوښمني یې د یوشمېر افراطي ډلو په ذهن و زړه کې د عقیدې په قلعي داسې پوښلې، چې د افغان ملت‌پالنې حس او ولولې یې ورلاندې خښې کړې دي.

په هرصورت، افغان ملت لا ژوندی دی. زخمي به وي. وسلې به یې پر پاکستان په کباړ کې پلورل شوې وي. د کباړ په بیه د سلګونو جنګي الوتکو نښې به یې د خپلو پوځي هوايي ډګرونو ترمخ د بري د نښې په توګه درولې وي، خو دا ملت لا ژوندی دی او خپله تاریخي حافظه لري. د افراطیت او ضد ملي تبلیغاتو د افیونو اغېز به ورو ورو لرې شي او افغانیت به سر راپورته کړي.

پاکستان ښه ونه کړل، د کابل په بمبار یې د یوه لوی ملت حافظه زخمي کړه. پاکستان به اتومي وسله لري، څوومه درجه پوځ به هم لري، ودان به هم وي، خو ملت نه لري. افغانستان ملت لري او دا ملتونه دي، چې تاریخونه جوړوي. دا تېری او دا تاریخي زخم دې نښه وي.

بلوڅ بېلتون غوښتونکو وسله والو په بالګتر کې د پاکستاني ځواکونو پر کمپ د برید مسولیت منلی

۱۷ تله ۱۴۰۴ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۱:۰۴ GMT+۱
100%

بلوڅ بيلتون پال وسله والو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د اکتوبر پر ۷مه یې د پاکستاني پوځ پر یو کمپ په برید کې ۱۴ پوځيان وژلي او ۴ نور يې سخت ټپيان کړي دي. د دغه ډلې ویاند میجر ګروم بلوچ زياتوي، د پوځ څخه یې په زيات شمېر وسلې او مهمات نيولي او د دوی یو سرتيري هم په کې وژل شوی دی.

د بلوڅ بیلتون غوښتونکو وسله والو ویاند د جمعه په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي په بالګتر د چين – پاکستان اقتصادي دهلیز پر لار د پاکستان پوځ پر يو پوځي کمپ د درنو او عصري وسلو برید کړي، چې شاوخوا درې ساعته یې دوام کړی.

ویاند زياته کړې، چې د برید وروسته یې پوځي مرکز نیولی او په کې ۱۴ پاکستاني پوځيان يې وژلي او ۴ نور يې زخميان کړي دي.

د نوموړي په خبر د عملیاتو پر مهال يې د پاکستان پوځ يو ډرون هم ویشتلی او را غورځولی دی.

بلوڅ بیلتون غوښتونکو ټينګار کړی، چې په سیمه کې به یې د پاکستان پوځ پر وړاندې خپل عملیات دوام ولري.

هندی رسنۍ: هند ته د متقي د سفر اساسي محور دوه اړخیزه همکاري او امنیتي اندېښنې دي

۱۷ تله ۱۴۰۴ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۹:۵۶ GMT+۱
100%

هندي رسنيو راپور ورکړی چې هند ته د طالبانو د بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه‌اړخيزو همکاریو پياوړتيا او له پاکستان سره د امنيتي اندېښنو پر موضوع متمرکز دی. ټاکل شوې چې متقي به د جمعې په ورځ د هند د بهرنيو چارو له وزير «جېشنکر»سره وګوري.

د هندي رسنيو د پنجشنبې په ورځ په خپلو راپورونو کې لیکلي چې نوی ډیلی غواړي له طالبانو سره د سوداګرۍ، بشرپاله مرستو، روغتيا او سيمه‌ييز امنيت په برخو کې تعامل پراخ کړي.

د راپورونو له مخې، اميرخان متقي به په دې سفر کې د هند د ملي امنيت له سلاکار سره هم وګوري، او د دې کتنې يو مهم بحث به د طالبانو ژمنې وي چې له افغانستان څخه د ترهګرۍ د ګواښ مخه ونیسي.

متقي نن پنجشنبه هند ته ورسېد، د هغه د سفر موخه د « نوي ډیلي سره د اقتصادي اړیکو پياوړتیا» بلل شوې ده. دا د طالبانو له بيا واکمنېدو وروسته (د ۲۰۲۱کال د اګست له مياشتې راپدېخوا) هند ته د اميرخان متقي لومړنی رسمي سفر دی.

د ټايمز اف انډيا ورځپاڼې په ليکنه راغلي، دا سفر د طالبانو هڅې ښيي چې غواړي له سيمه‌ييزو قدرتونو سره تعامل زيات کړي څو د خپل حکومت د رسميت پېژندلو لپاره زمينه برابره کړي.

د هند د بهرنيو چارو وزارت وياند«رندیر جیسوال»پر اېکس خواله رسنۍليکلي:«موږ د ښاغلي متقي سره د دوه‌اړخيزو اړیکو او سيمه‌ييزو مسايلو په اړه معنا لرونکو خبرو اترو ته ليوالتيا لرو».

بلخوا انډيا اېکسپرس ورځپاڼې راپور ورکړی چې د هند د بهرنيو چارو وزارت لا هم په دې بحث کوي چې ايا د متقي او جېشنکر د رسمي کتنې پر مهال به د طالبانو بيرغ د هند تر څنګ ځای پر ځای شي که نه.

هند، سره له دې چې په نوي ډیلي کې یې د افغانستان سفارت د طالبانو استازو ته سپارلی، خو تر اوسه يې اجازه نه ده ورکړې چې د افغانستان پر رسمي سفارت د طالبانو بيرغ ورپوي.

دغه سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې د طالبانو او د پاکستان ترمنځ اړيکې له اوږدې مودې راهيسې ترینګلې دي، او هند غواړي له دې وضعیت څخه په سيمه‌ييزه کچه د خپلو سياسي او امنيتي موخو لپاره ګټه واخلي.