پر کابل بمبار؛ یوه تاریخي ګستاخي او د افغانانو په ګډه- ملي حافظه کې یو لوی زخم

بېګاه شپه پر کابل پاکستانیو الوتکو بمبار وکړ، د تلفاتو او ټپیانو خبرونه ورکړل شوي دي.
بېګاه شپه پر کابل پاکستانیو الوتکو بمبار وکړ، د تلفاتو او ټپیانو خبرونه ورکړل شوي دي.
د کابلمېشتو پرجسمونو دټپونو او ژوبلو تر خونړیو انځورونو ورهاخوا یو لوی، ژور او زهري ټپ د افغانانو په ګډه – تاریخي حافظه کې جوړ شوی، چې د یوه سرلوړي ملت په وړاندې دا ګستاخي به یوه مصنوعي او بېملته پوځي چوڼي ته بدې پایلې ولري.
دا لومړی ځل دی، چې یو داسې ګاونډی د افغانستان د غرور پر پایتخت بمونه اوروي، چې افغانستان ورسره د زمکې او ویشل شوي ولس دعوا لري.
د افغانستان پر پلازمېنه، کابل، لومړنۍ بمباري د افغان- انګریز درېیمې جګړې پرمهال انګریزانو وکړه. دا بمباري د دې نښه وه، چې افغان خپلواکيغوښتونکي ملت په مخامخ جبهاتو کې انګریز تر پوره فشار لاندې راوستی و.
تر دې روسته پر کابل بهرنۍ بمبارۍ شورویانو او امریکایانو وکړې، چې د درېواړه زبرځواکونو په وړاندې د افغانستان د ملت په زړه و ذهن کې تاریخي کرکه او داسې ژور نفرت رامنځته شول، چې هيڅکله به یې د دې هېواد تاریخي حافظه هېره نه کړي.
خو دا ځل کیسه توپیر لري. دا ځل پاکستان د تاریخي افغانستان پر پلازمېنه بمونه ورولي او د افغانستان زمکنۍ بشپړتیا یې تر پښو لاندې کړې ده. هغه پاکستان چې د ۱۹۸۰مې لسیزې په پای کې یې د ننګرهار په جګړه کې مخامخ پوځي مداخلهشنډه او داسې یې پوزه په خاورو وموښودل شوه ، چې بیا یې د افغانستان خوا ته راکتل هم ناشونې انګېرل کېدل. خو دا دی نن پاکستان د انګریز له لمنې د رازېږېدو له زمانې او په خپل ټول عمر کې لومړی ځل دومره جرئت وموند چې کابل بمباري کړي.
داسې ولې کیږي؟
د سړې جګړې کلونه وو، چې د برېژینسکي – کارتر د دکتورینو له مخې په افغانستان کې د «جهاد» تنور اورغړاند شو او د افغانستان د خلکو ذهن یې د افراطیت په لوګیو لوغړن کړ. لا د محمد داودخان جمهوریت واکمني وه، چې څه کسان د پېښور په بالاحصار کې وسلهوال کړل شول او په افغانستان کې یې د هرې واکمنۍ په وړاندې د جګړې لپاره روزنه پیل شوه. له دې تودې جګړې سره د تبلیغاتو او پروپاګند داسې نړیواله څپه راپورته شوه، چې په زور یې تر قیامته افغانستان دارالحرب اعلان شو. پاکستان چې غوښتل په افغانستان کې خپل ستراتیژيک عمق پالیسي عملي کړي د دې جنګ و جهاد د مدیریت ټېکه واخیسته او د څلورو پرلپسې افغان نسلونو په ذهنونو کې یې ځان دارالهجرة، دارالنصرة، دارالجهاد او قلعهی اسلام اعلان کړ او خپل خلک یې انصار وبلل. بلاتشبیه پاکستان ته یې د نبوي هجرت د زمانې د یثرب یا مدینه منورې حیثیت ورکړ.
پاکستان شپېته زره مدرسې او سلګونه معهدونه جوړ کړل، له امریکايي ډالرو رانیولې تر عربي پيسو او وسلو پورې پرې رامات شول او په دې مدرسو کې یې د بېوزلو افغان کډوالو معصوم بچیان د دیني زدکړو پرځای په افراطیت روږدي او په وسلو سمبال کړل. زرګونه چاپي خپرونې، نړیوالې راډیوګانې او روسته تلویزیونونه لګیا وو او پاکستان یې د افغانستان په قضیه کې د مقدسې زمکې په توګه معرفي کاوه. اسلام له پاکستان سره مترادف وګڼل شو او د افغان تنکیو ماشومانو په ذهنونو کې:
۱ـ پاک سرزمین شاد باد!
۲ـ مطالعه پاکستان
۳- پاکستان کا مطلب کیا، لااله الالله
ورپيچکاري کړل.
په همداسې یوه تبلیغاتي چاپېریال کې روزل شوي نسلونه رالوی شول او په افغانستان کې پرېمانه وینې وبهېدې، وطن وران شو، خپلې ملي شتمنۍ یې وبایللې، افراطیت او خرافاتو ورو ورو د معتدلې او سولهخوښې عقیدې ځای ونیوه، کابل د پاکستاني استخباراتو د شعار له مخې وسوزېد او لولپه شو.
په پاکستاني مدرسو کې رالویو شویو او روزل شویو خلیفهګانو، شیخانو او زهادو په هر دریځ او له هر لوډسپیکر څخه پاکستان ته دعاګانې پیل کړې او دا هېواد یې د اسلام مدافع وګاڼه.
اوس نو پوښتنه راپېښیږي، چېد داسې یوه واکمن نسل لپاره د پاکستان بمباري تېری اواشغال ګڼل کیږي که نه؟
ایا د دوی لپاره د « اسلامی جمهوریه اف پاکستان» بمباري له انګریزي، شوروي یا امریکايي بمباریو سره برابره ګڼل کېدای شي؟
ایا دا بمباري به د دوی په ضمیر او ګډه حافظه کې هماغسې غوسه و قهرجن غبرګون راوپاروي، لکه د شوروي یا امریکايي بمبارونو پرضد چې د ملت په تاریخي حافظه کې ثبت شوې ده؟
د داسې تیري او اشغال په وړاندې ملي ولولې او ودرېدل خو ملي احساس او غرور غواړي، هغه څه چې د اوسنیو واکمنو له نظره له کفر سره معادل ګڼل کیږي. د اوسنیو واکمنو روحاني مشرانو ګڼ ځله د «ملي» کلمه او مفهوم تکفیر کړي دي.
پاکستان د تاریخي افغانستان خاوره لاندې کړې او یو لوی ملت یې په دوه ټوټو سره وېشلی دی، خو دغه تاریخي دوښمني یې د یوشمېر افراطي ډلو په ذهن و زړه کې د عقیدې په قلعي داسې پوښلې، چې د افغان ملتپالنې حس او ولولې یې ورلاندې خښې کړې دي.
په هرصورت، افغان ملت لا ژوندی دی. زخمي به وي. وسلې به یې پر پاکستان په کباړ کې پلورل شوې وي. د کباړ په بیه د سلګونو جنګي الوتکو نښې به یې د خپلو پوځي هوايي ډګرونو ترمخ د بري د نښې په توګه درولې وي، خو دا ملت لا ژوندی دی او خپله تاریخي حافظه لري. د افراطیت او ضد ملي تبلیغاتو د افیونو اغېز به ورو ورو لرې شي او افغانیت به سر راپورته کړي.
پاکستان ښه ونه کړل، د کابل په بمبار یې د یوه لوی ملت حافظه زخمي کړه. پاکستان به اتومي وسله لري، څوومه درجه پوځ به هم لري، ودان به هم وي، خو ملت نه لري. افغانستان ملت لري او دا ملتونه دي، چې تاریخونه جوړوي. دا تېری او دا تاریخي زخم دې نښه وي.