ازادۍ جبهه وايي، په کابل ښار کې یې په یوه برید کې دوه طالبان وژلي دي

د افغانستان ازادۍ جبهې ادعا کړې، چې د چهارشنبې په شپه یې د کابل ښار په احمد بابا مېنه کې د طالبانو پر یوې امنیتي پوستې برید کړی. دوی وایي، په دغه برید کې دوه طالبان وژل شوي او یو بل ټپي دی.
یادې جبهې په یوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې په دغه برید کې د دوی کسانو ته مرګ ژوبله نهده اوښتې. طالبانو لاتراوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.




