جان اڅکزی: پاکستان پر ډیورنډ کرښې سخت ځوابي بریدونه پیل کړي دي

د بلوچستان د اطلاعاتو پخوانی وزیر جان اڅکزی وايي، پاکستان له افغانستان سره پر ډیورنډ کرښه د داعش او نورو ترهګرو پر پټنځایونو بریدونه کړي دي. نوموړی زياتوي، چې پاکستان د افغان طالبانو په غبرګون شدید ځوابي بریدونه پيل کړي دي.