بریتانیا: کوم هېواد چې نیم وګړي یې له زده کړو بې برخي وي پرمختګ نه شي کولی

د افغانستان لپاره د برېتانیا استازولۍ د نجونو د نړیوالې ورځې په مناسبت پر اېکس‌پاڼه لیکلي، چې دغه هېواد له هغه افغان نجونو خپل ملاتړ څرګندوي، چې د زده کړو په لار کې له جدي خنډونو سره مخ دي. استازولي زیاتوي «هغه هېواد چې نیم وکړي یې له زده کړو بې برخې وي، پرمختګ نه شي کولی.»

د افغانستان لپاره د برېتانیا استازولۍ د شنبې په ورځ، د تلې ۱۹مه لیکلي:«زده کړې نجونې پیاوړې کوي، ټولنې غښتلې کوي او اقتصادي وده رامنځته کوي. هغه هېواد چې نیم وکړي یې له زده کړو بې برخې وي، پرمختګ نه شي کولی.»