د هند د اتحاد المسلمین ګوند مشر: په افغانستان کې د هند حضور اړین دی

د هند د اتحاد المسلین ګوند مشر اسدالدین اویسي ډیلي ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د سفر په اړه ویلي چې په افغانستان کې د هند حضور اړین دی.

د هند د اتحاد المسلین ګوند مشر اسدالدین اویسي ډیلي ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د سفر په اړه ویلي چې په افغانستان کې د هند حضور اړین دی.
اسدالدین اویسي د شنبې په ورځ (د تلې ۱۹مه) د رسنیو سره د خبرو پر مهال د دغه هېواد له حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې له طالبانو سره دې «بشپړې ډېپلوماټیکې اړیکې» ټینګې کړي، ځکه افغانستان د هند لپاره یو ستراتیژیک او مهم هېواد دی.
نوموړي وویل:«طالبان د هند لپاره یو ستراتیژیکه سیمه ده. که د چابهار بندر چارې فعاله شي موږ کولی شو په افغانستان کې پرمختايي کارونه وکړو.»
هغه زیاته کړه، چې په افغانستان کې د هند حضور اړین دی.
نوموړي دا څرکندونې پر داسې مهال کړي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر تېره ورځ په ډیلي کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سره او نن د دیوبند مدرسې له استادانو او زده کوونکو سره کتلي دي.


له کندهار او هلمند څخه بېلابېلو سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې طالب قاضیان د دې ډلې د مشر هبت الله په هغو فرمانونو کې فساد کوي، چې له مخې یې بندیان باید خوشې او یايي هم د بند موده کمه شي.
سرچینې وايي، د کندهار د محکمې قاضیان پر افغانستان د طالبانو د واکمنېدو د څلورمې کلیزې په مناسبت د هبت الله په ځانګړې فرمان کې د بندیانو د خوشې کولو او د بند مودې کمېدو له نوملړ څخه د مستحقو کسانو نومونه لرې کوي.
دغه سرچینې ادعا کوي چې قاضیان د مستحقو کسانو پر ځای په نوملړ کې د هغو کسانو نوم اضافه کوي، چې طالبانو سره اړیکې ولري او یا یې هم له وړاندې قاضیانو ته پیسې ورکړي وي.
د کندهار یوه اوسېدونکي د نوم نه اخېستلو په شرط افغانستان انټرنشنل ته وویل:«زما ورور په یوې جنايي قضیه کې د تېر یو کال راهیسې بندې دی، د هغه د بند موده تر راتلوونکو څو میاشتو پای ته رسیږي او هغه مستحق دی، چې د هبت الله په فرمان کې ځای شي، خو قاضیانو د هغه نوم له لېست څخه لرې کړی دی او قاضیانو ته نږدې کسان د هغه د نوم شاملولو لپاره پیسې غواړي.»
پر همدغه مهال په کندهار کې د طالبانو د محکمې یو کارکوونکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې د هبت الله له خوا د بندیانو د خوشې کېدو او د بند مودي کمېدو فرمان تر اوسه کندهار کې ځکه نه دی عملي شوی، چې په فرمان کې د یو شمېر هغو کسانو نومونه شامل شوي، چې له قاضیانو او یا هم لوړ پوړو طالبانو سره ښې اړیکې لري.
دغه طالب سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل:«فرمان کې تر ډېره هغه بندیان شامل دي، چې د بند موده یې کمه پاتې وي او یا هم ډېره درنه دوسیه ونه لري، خو اوس ځینو کسانو د خپلو شخصي اړیکو له امله په دغه فرمان کې د غیر مستحقو کسانو نومونه شامل کړي دي، نو ځکه تر اوسه په کندهار کې د بندیانو د خوشې کېدو مسله همداسې پاتې ده.»
پر همدغه مهال د هلمند ولایت څخه هم ځینو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د هبت الله په فرمان کې تر ډېره هغه کسان له زندانه خوشې او د یو شمېر د بند موده کمه شوه، چې له قاضیانو او نورو طالب چارواکو سره یې اړیکي لرلي.
د لښکرګاه ښار یو اوسیدونکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل:« زما ورور د قرض په یو قضیه کې بندې دی. دوه کاله او شپږ میاشتې قید ورکول شوی. اوس یې څلور میاشتې قید پاتې دی، ما محکمې ته عریضه وکړه هغوی ویل خوشې کوو يي، خو زما ورور خوشې نه شو، خو ډېر کسان د قاضیانو او د محبس د مدیر په خوښه خوشې شول.»
دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو څو ورځو کې په هرات، فراه، هلمند او ځینو نورو ولایتونو کې د هبت الله د ځانګړي فرمان له مخې لسګونه کسان له زندانه خوشې او د ځینو کسانو د بند موده کمه شوې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د دیوبند مدرسې څخه تر لېدنې وروسته له رسنیو سره د خبرو پرمهال د هند او طالبانو ترمنځ د اړیکو د پراخېدو هیله ښودلي او وايي، ډیلي ته به نوي ډېپلوماټان ولېږي.
د طالبانو د بهرنی چارو وزیر امیرخان متقي هند ته د خپل سفر په ترڅ کې نن د دیوبند مدرسې څخه لېدنه وکړه، نوموړي له رسنیو سره د خبرو پرمهال په یاده مدرسه کې د هغه د تود هرکلي څخه مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه، چې د هند او طالبانو ترمنځ اړیکې نورې هم پراخې شي.
امیرخان متقي زیاته کړه:«د دیوبند استادانو او زده کوونکو چې کوم هرکلۍ وکړ، ډېره مننه ترې کوم. خدای دې وکړي، چې زموږ او د هند ترمنځ اړیکې نورې هم پراخې شي.»
همدارنګه نوموړي د ډیلي او کابل ترمنځ د اړیکو پراخېدو په اړه وویل، تمه لري چې طالبان نوې ډیلي ته نوي ډېپلوماټان ولېږي.
متقي زیاته کړه:«په ډیلي کې چې موږ کوم مجلسونه وکړل، له هغه نه څرګندیږي، چې راتلونکی مو روښانه دی او هیله ده، چې زموږ تګ راتګ زیات شي. کابل کې به هم ستاسو سفارتي چارې پراخي شي، ډیلي کې به هم زموږ د سفارت چارې پراخي شي او زه ډیلي ته نوي ډېپلوماټان لېږم. اړیکې مو ډېري ښې دي او هیله لرم راتلونکې کې مو اړیکې تردې هم ښې شي.»
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر تېره ورځ په ډیلي کې د هند د بهرنیو چارو وزیر سره هم لیدلي او دواړو لوریو د سفارتي چارو د پراخیدو، سوداګرۍ او بېلابېلو برخو کې د ګډو همکاریو د پراخېدو په اړه بحثونه کړي.

د طالبانو تر ادارې لاندې باختر خبري اژانس وايي چې په فراه ولایت کې سیمه ییزو چارواکو د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده په امر ۸۴ بندیان خوشې کړي او د ۶۳ نورو د بند موده یې کمه کړې ده.
یاد اژانس فراه کې د طالبانو د سیمه ییزو چارواکو له قوله ویلي چې ازاد شوي زندانیان باید نور د جرمنو له ترسره کولو ډډه وکړي. دې ډلې د همدې اوونۍ په پیل کې د هملند ولایت له مرکزي زندان څخه سلګونه تنو بندیان خوشي کړي وو.
طالبانو دا نه دي ویلي، چې دغه خوشې شوي کسان په کومو جرمونو زندانیان شوي وو.
داسې مهال د دې بندیانو د خوشې کېدو خبر ورکول کېږي، چې د طالبانو په زندانونو کې د سختو شکنجو، وژنو او ځورونو پراخ راپورونه هم ورکول کیږي.

ټیلیګراف ورځپاڼې شنبه د (تلې ۱۹مه) د یو افغان زنداني کډوال په اړه لیکلي، چې هغه به د بند موده په فرانسه کې تېره کړي، ځکه چې جرم یې هلته کړی او بیا بریټانیې ته تښتېدلی و.
۳۶کلن عبدالله احمدزی، چې په فرانسه کې پر ۱۴ کلنې نجلۍ د جنسي تېري په جرم محکوم شوی، له بریټانیا څخه فرانسې ته استول کېږي.
د خبر له مخې، دا کار ځکه کېږي، چې احمدزي ويلي و په بریټانیا کې د زندان کوټې ډېرې وړې دي.
ټیلیګراف لیکلي، چې هغه په پنځه کاله بند محکوم شوی او د زندان دا موده به په فرانسه کې تېروي. د ورځپاڼې په وینا، احمدزی په فرانسه کې تر جرم وروسته د یوې وړې کښتۍ په وسیله بریټانیا ته تښتېدلی و.

پاکستانۍ ډاڼ ورځپاڼې په کابل کې وروستیو هوايي بریدونو ته په اشارې سره ویلي چې د پاکستان پوځي او ملکي مشرتابه باید د یوې څرګندې کړنلارې له مخې خپلې پولې خوندي او له افغانستان سره د احتمالي نښتو مخنیوی وکړي.
په مطلب کې راغلي چې که څه هم پاکستان په رسمي توګه دا نه ده منلې چې په کابل هوايي برید دوی کړی او د هغه اوازو په اړه یې هم څه نه دي ویلي چې ګواګې په دغه برید کې د پاکستاني طالبانو مشر وژل شوی دی؛ خو بیا هم د افغانستان له خاورې د احتمالي ګواښونو په اړه باید متوجې اوسي.
ډان وايي چې پاکستاني چارواکي باید د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ د مخ پر زیاتېدونګي ګواښ او د بدو پایلو په اړه د سیمې هېوادونه پوی کړي او په دې برخه کې ګډ ګامونه پورته کړي.
یادې ورځپانې په خپل مطلب کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو د حل او په سیمه کې د دایمي ټیکاو د ټینګښت لپاره د پوځي تګلارو سربیره په ډیپلوماټیکو لارو چارو هم ټنیګار کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې د وروستیو هوايي بریدونو له کبله د کابل او اسلام اباد اړیکې لا پسې ترینګلي شوي دي.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په نوي ډیلي کې یوې خبري غونډې ته وویل چې پاکستان د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې هوايي بریدونه کړي؛ خو د هغه په ټکو دا ډول اقدامات د دواړو هېوادونو ستونزې لا پسې ژوروي.
که څه هم د پاکستان پوځ د کابل په وروستي هوايي برید کې خپل لاس لرل نه تایید او نه هم رد کړي؛ خو دا یې په زغرده ویلي چې پاکستان د خپلې خاورې د امنیت د ټینګښت مسولیت لري او دوی ددغه مسولیت د ترسره کولو برخه کې جدي دي.