فلسطیني چارواکو د غزې اوربند د پیاوړتیا لپاره له ټرمپ سره همکارۍ ته تیاری ښودلی

د فلسطین یوه لوړپوړي چارواکي د یکشنبې په ورځ ویلي چې د محمود عباس په مشرۍ د فلسطین اداره د غزې اوربند د پیاوړتیا او بیا رغونې په برخه کې همکارۍ ته چمتو ده.

د فلسطین یوه لوړپوړي چارواکي د یکشنبې په ورځ ویلي چې د محمود عباس په مشرۍ د فلسطین اداره د غزې اوربند د پیاوړتیا او بیا رغونې په برخه کې همکارۍ ته چمتو ده.
د ټرمپ د غزې جګړې د پای ته رسولو پلان د محمود عباس په مشرۍ د فلسطین ادارېته د غزې کنټرول وړاندیزوي، خو دا به هله شونی وي، چې اړتیا وړ اصلاحات رامنځته شي.
د ټرمپ وړاندیز وایي، حماس باید خپل واک پای ته ورسوي او وړاندیز کوي چې د غزې اداره د فلسطین یوه تخنیکي کمیټه پر غاړه واخلي او د یوه نړیوال بنسټ تر څار لاندې واوسي.
دغه بنسټ به د ټرمپ په مشرۍ وي او بریتاینا پخوانی لومړی وزیر ټوني بلیر به پکې ګډون لري.
د فلسطین د ازادۍ سازمان مرستیال مشر حسین شیخ وویل چې هغه له بلیر سره وکتل څو د غزې له «بیا رغونې وروسته ورځو» او د ټرمپ د پلان په تړاو خبرې وکړي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلېنسکي وایي چې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره یې په دوو ورځو کې دویم ځل خبرې کړې دي. زیلېنسکي د یکشنبې په ورځ وویل چې خبرې د کیېف د هوايي دفاع او د اوکراین د پوځي او اوږد واټنه وسلو د وړتیاوو پر پیاوړتیا متمرکزې وې.
زېلېنسکي پر خپل ایکس لیکلي، « موږ د انرژۍ له سکتور سره تړلې ګڼې مسالې هم وڅېړلې. ولسمشر ټرمپ د ټولو روانو موضوعاتو په اړه ښه معلومات لري. موږ موافقه وکړه چې خپل بحثونه به غځوو او دواړه ټیمونه د راتلونکو خبرو لپاره چمتووالی نیسي».
بلخوا، کریملین د یکشنبې په ورځ وویل، مسکو د دې احتمال په اړه ژوره اندېښنه لري چې امریکا به اوکراین ته د توماهاک توغندیو د ورکولو پرېکړه وکړي.
کریملین خبرداری ورکړ چې جګړه اوس «ډراماتیک پړاو» ته رسېدلې او د ټولو لوریو لهخوا د تاوتریخوالي د زیاتېدو نښې ښکاري.
ولسمشر ټرمپ د دوشنبې په ورځ وویل چې د توماهاک توغندیو له احتمالي ورکولو مخکې، غواړي پوه شي چې اوکراین به دغه وسلې څنګه کاروي، ځکه نه غواړي جګړه نوره هم پراخه شي.

واشنګټن پوسټ د افشا شویو امریکایي اسنادو په حواله راپور ورکړی، چې لوی عربي هېوادونه سره له دې چې د غزې جګړه غندي؛ خو په پټه د اسراییل له پوځ سره خپله امنیتي همکاري پراخوي.
واشنګټن پوسټ زیاتوي، دغه افشا شوي اسناد ښيي چې د ایران ګواښ د اسراییل او مهمو عربي هېوادونو ترمنځ د نږدې امنیتي اړیکو اصلي لامل دی او د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) د دې اړیکو د پیاوړتیا لپاره هڅې کړې دي.
د راپور له مخې، په تېرو درېیو کلونو کې د اسراییل او شپږو عربي هېوادونو لوړپوړي پوځي چارواکي د امریکا په منځګړیتوب په بحرین، مصر، اردن او قطر کې د پلان جوړونې غونډې ترسره کړې دي.
ورځپاڼه دا هم لیکي، چې د اسراییل له خوا پر قطر د هوايي برید وروسته د اسراییل او عربي هېوادونو امنیتي اړیکو کې کړکېچ رامنځته شو، خو دا امکان شته چې دا اړیکې د غزې د اوربند څارنې په برخه کې مهم رول ولوبوي.

د حماس یوه لوړپوړي چارواکي اسامه حمدان د فرانسې خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي: «د لاسلیک شوي تړون له مخې، د بندیانو تبادله باید د دوشنبې په سهار پیل شي او تراوسه په دې اړه هېڅ نوی بدلون نه دی راغلی.»
د اوربند د لومړي پړاو د تړون له مخې، چې د امریکا په منځګړیتوب د دواړو خواوو ترمنځ لاسلیک شوی، له غزې څخه د یرغملو تر ستنېدو وروسته اسراییل به شاوخوا ۲۰۰۰ فلسطیني امنیتي بندیان خوشې کړي.
حماس مخکې ویلي و، چې ښايي د ۷۲ ساعته ضربالاجل په موده کې د ځینو مړو شویو یرغملو د جسدونو موندلو کې له ستونزو سره مخ شي او اسراییل هم له دې موضوع خبر دی.
ویل کېږي، چې له ۴۸ یرغملو څخه ۲۰ تنه ژوندي دي او ۲۸ تنه مړه شوي دي.

د فرانسې، هسپانیې او ایټالیا مشرانو د مصر په شرمالشېخ کې د غزې په اړه د سولې په نړۍوال کنفرانس کې ګډون تایید کړی دی. امانوېل مکرون، پیډرو سانچیز او جیورجیا میلوني د نړۍ له مشرانو سره یوځای شوي دي، څو په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ډیپلوماتیکو هڅو ملاتړ وکړي.
د راپورونو له مخې، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د مصر د ولسمشر عبدالفتاح السیسي په ګډه مشري کېدونکې سرمشریزه کې به د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش او د برېتانیا لومړی وزیر هم ګډون وکړي.
تمه کېږي، چې د دې ناستې پر مهال د اسراييل د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو بهیر هم پیل شي، خو اسراییل به پخپله په دې کنفرانس کې ګډون ونه کړي.
حماس هم اعلان کړی، چې د شرمالشېخ په ناسته کې ګډون نه کوي.
د دې ډلې د سیاسي دفتر غړي حسام بدران د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، چې حماس «په دې بهیر کې دخیل نه دی» او تر ډېره یې پخوانۍ خبرې اترې د قطر او مصر له لارې تعقیب کړې دي.

سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د ډيلي په سفارت کې له خبري ناستې وروسته له سفارت څخه د وتلو پر مهال د افغانستان ملي بیرغ د ودانۍ په دروازه کې ولید، نو هغه او د طالبانو د پلاوي غړو خپله لار بدله کړه، څو خبریالان له ملي بیرغ سره د دوی انځور وانخلي.
که څه هم د امیرخان متقي سفر لا هم پای ته نه دی رسېدلی، خو له ډېرو اړخیزو اغېزو سره مخ شوی دی.
له دې وړاندې د بامیان د بودا مجسمې سره د هغه د خبري غونډې انځور خپرېدل او د ښځينه خبریالانو له شتون پرته خبرې غونډې ترسره کېدل سخت غبرګونونه راپارولي وو.
سرچینو ویلي، چې په ډيلي کې د افغانستان په سفارت کې د امیرخان متقي د خبري ناستې په تالار کې د طالبانو بیرغ نه و، خو د طالبانو پلاوي له ځان سره د کابل نه خپل بیرغ وړی و او هغه یې له بکس نه را واېسته او د بهرنیو چارو وزیر مخې ته یې پر مېز کېښود.
یاد اقدام د ډیپلوماتیکو اصولو څخه سرغړونه ګڼل شوې ده.
هند ته د امیرخان متقي سفر پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
له دې وړاندې د هند د اپوزیسیون مشر د دغه هېواد لومړی وزیر تورن کړ، چې د طالبانو پر وړاندې یې د هندي ښځو ملاتړ نه دی کړی.