د عراق او پاکستان له زندانونو څخه ۱۷۰ تنه افغان کډوال خوشې شول

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې د عراق او پاکستان له زندانونو څخه ۱۷۰ تنه افغان کډوال خوشې شوي دي. د خوشې شویو کډوالو له ډلې څخه ۱۴۸ تنه د تېرو دوو میاشتو راهیسې په پاکستان کې بندیان وو او ۲۲ تنه نور د تېرو ۷ میاشتو راهیسې په عراق کې بندیان وو.
