مجاهد دغه څرګندونې له دویچهوېله سره په یوه مرکه کې وکړې. هغه زیاته کړه، چې د تړون د ځینو برخو په اړه خبرې اترې د اکټوبر په ۲۵مه د ترکیې په استانبول کې ترسره کېږي.
د هغه په وینا، دا هوکړه هېڅ پټه موضوع نه لري او اصلي ټکي یې مخکې په یوه رسمي اعلامیه کې خپاره شوي دي.
د طالبانو د دفاع وزارت هم د تړون عمومي ټکي اعلان کړل، چې پکې اوربند، متقابل درناوی، د امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو او تاسیساتو ته د بریدونو څخه ډډه او د یو بل پر وړاندې د بریدونو ملاتړ نه کول شامل دي.
یاد وزارت ټینګار وکړ: «له دې هاخوا هر ډول څرګندونې اعتبار نه لري.»
په ورته وخت کې د پاکستان د دفاع وزیر ویلي و، چې له طالبانو سره د اوربند تړون جزییات محرم دي او په دې اړه تبصره ممکنه نه ده. هغه ټینګار وکړ، چې که په پاکستان کې د ټيټيپي وسلهوالو لهخوا بریدونه دوام ومومي، نو اوربند به لغوه شي.
ذبیحالله مجاهد ویلي، چې طالبان به د پاکستان پر ضد د وسلهوالو ډلو ملاتړ ونه کړي، ځکه دا دریځ د طالبانو د رسمي تګلارې یوه برخه ده.
د ټيټيپي په اړه هغه وویل، چې د طالبانو اداره دا ډله ترهګره نه ګڼي، بلکې د پاکستان د حکومت مخالفه ډله یې بولي.
هغه زیاته کړه: «په تېرو وختونو کې د ترهګر کلمه زموږ پر وړاندې کارول کېده. دا کلمه روښانه تعریف نه لري او هرڅوک کولی شي دا د خپل دوښمن پر وړاندې وکاروي.»
د طالبانو ویاند د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اړه دا هم وویل، چې د دې مسلې حل کول د «ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د اوسېدونکو» مسله ده.
هغه ټینګار وکړ، چې تاریخي مسلې باید د دواړو هېوادونو ترمنځ اوسنیو اړیکو ته زیان ونه رسوي.