• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د هلمند پوهنتون رییس: له نشه‌یي توکو پاک افغانستان کومه سیاسي برنامه نه ده

۵ لړم ۱۴۰۴ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۵:۰۲ GMT+۰تازه شوی: ۵ لړم ۱۴۰۴ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۷:۲۹ GMT+۰

د طالبانو د هلمند پوهنتون رییس محمد شریف‌الله ابو احمد «له نشه‌یي توکو پاک افغانستان» کنفرانس کې ویلي، چې له نشه‌يي توکو پاک افغانستان کومه سیاسي برنامه نه، بلکې د دې بدې پدېدې مخنیوی ددوی شرعي مکلفیت دی.

په هلمند پوهنتون کې «له نشه‌یي توکو پاک افغانستان» تر سرلیک لاندې درې ورځنی کنفرانس پیل شوی دی.

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت وایي، دغه کنفرانس د ملاهبت الله د فرمانونو په رڼا کې د نشه‌یي توکو نړیوالې پدېدې د مخنیوي په موخه جوړ شوی دی.

د طالبانو د هلمند پوهنتون رییس له سوداګرو غوښتي، چې د نشه‌یي توکو په مخنیوي سره راتلونکو نسلونو ته د سوداګرۍ او پانګونې سالمې لارې پرانیزي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

د تورخم او بولدک لارو بندېدو له امله په پنجاب کې د مېوو او سبزیو بیې لوړې شوې

۵ لړم ۱۴۰۴ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۴:۵۵ GMT+۰

د تورخم، سپین بولدک او نورو لارو د بندېدو له امله د پاکستان په پنجاب ایالت، په ځانګړي ډول لویو ښارونو کې د مېوو او سبزیو بیې په چټکۍ لوړې شوې دي. د لارو بندېدو له امله په دغه ایالت کې انار، انګور، تیاره غوښه، رومیان، مڼې او نور توکي لوړ شوي دي.

د وضعیت لا خرابېدو یو لامل د درجې پر بنسټ د بیو اعلانولو میکانیزم لغوه کېدل هم ګڼل کیږي، چې هم پلورونکي او هم پیرونکي پرې نیوکې کوي.

د ایکسپریس ټربیون پاکستانۍ ورځپاڼې د رپوټ له مخې، تر پخواني سیسټم لاندې د بازار کمېټې د اې، بي، اوسي درجې محصولاتو لپاره بېلابېلې بیې ټاکلې وې، په ځانګړي ډول د ورځنيو لګښت توکو لکه کچالو، پیاز، روميانو، کیلې، امرودو او انارو لپاره، خو په دې اونۍ کې حکومتي کمېټې د هر توکي لپاره یواځې یوه بیه ټاکلې، چې په عملي ډول یې د درجې توپیر له منځه وړی.

د دې پالیسۍ له امله اوس ټیټه درجه محصولات د لوړې درجې په نرخ پلورل کېږي.

ورځپاڼه وايي، پېرونکي شکایت کوي چې حتا ټیټ کیفیته محصولات هم په لوړ نرخ پلورل کېږي، په داسې حال کې چې لوړ کیفیته توکي له رسمي ټاکل شویو نرخونو څخه ۲۰ تر ۵۰ سلنه پورته بیه لري.

د ژوندیو چرګانو بیه د هر کیلو لپاره ۵ روپۍ لوړه شوې او له ۲۸۹–۳۰۳ روپۍ ته رسېدلې.

دغه راز د چرګ تیاره غوښه په هر کیلو کې۶ روپۍ لوړه شوې، په رسمي ډول ۴۳۹ روپۍ ټاکل شوې خو د ۴۸۹–۵۶۰ روپیو ترمنځ پلورل شوې.

د نرم پوسته کچالو بیه ۸۵–۹۰ روپۍ ټاکل شوې وه خو په ۱۳۰–۱۵۰ روپیو پلورل شوي، او پیاز په هر کیلو کې۱۷ روپۍ لوړ شول.

د تورخم بندېدو له امله د سلګونه افغان کډوالو کورنۍ د لارو په اوږدو کې بندې پاتې دي

۵ لړم ۱۴۰۴ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۴:۱۰ GMT+۰

د تورخم لارې تړل کېدو د زرګونو افغان کډوالو ژوند له ستونزو سره مخ کړی او سلګونه کورنۍ له څو اونیو راهیسې له خپلو کډو او ماشومانو سره د دروازې د پرانېستل کېدو په تمه دي. یوه افغان کډوال وویل، « له ۱۳ ورځو راهیسې دلته بند پاتې یو، ماشومان مو په موټرو کې خوب کوي».

د پاکستان له خوا د تورخم دروازې د تړل کېدو له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ سلسله له نږدې دوو اونیو راهیسې درېدلې ده.

د دې بندښت له کبله نه یوازې سوداګریزې چارې اغېزمنې شوې، بلکې زرګونه افغان کډوال چې د بېرته ستنېدو په موخه افغانستان ته روان شوي، د خېبر پښتونخوا د جمرود او لنډي کوتل په شمول ډيورنډ کرښې ته څېرمه پر لارو بند پاتې دي.

افغان کډوال عبدالحق ساپی چې په لنډي کوتل کې یې کورنۍ د سرک پر غاړه افغانستان ته د تګ لپاره دوه اونۍ انتظار کړی، افغانستان انټرنشنل ته وویل: «له دیارلسو ورځو راهیسې موږ د خپلو کورنیو سره دلته بند پاتې یو، ماشومان مو په موټرو کې خوب کوي، اوبو او خوړو ته لاسرسی نه لرو، د ورځې تودوخه ډېره ده او د شپې يخني.»

ساپی وایي، له دواړو خواوو بند پاتې دي، نه افغانستان ته تللی شي او نه هم بېرته ګرځېدای شي.

د نوموړي په وینا، حکومتونه باید کړکېچونه تر دې بریده ونه رسوي چې ولسونه پکې زیانمن شي.

ګل اغا یو بل کډوال دی چې تورخم ته نږدې یې کورنۍ افغانستان ته د تګ لپاره د سرک په غاړه شپې سبا کوي.

نوموړي وایي: «موږ د طالبانو اجازه‌لیکونه لرو، خو پاکستاني چارواکي مو نه پرېږدي چې واوړو، تورخم تړلی دی، ماشومان مو ناروغ شوي، خو څوک مو غږ نه اوري.»

د ګل اغا په وینا، هغه کورنۍ چې د افغانستان لپاره تورخم ته راکوچیدلې له سخت حالت سره مخ دي، ماشومان یې ناروغان شوي، خواړه او صحي اوبه نه لري او په ګاډو کې شپې سبا کوي.

د سیمې اوسېدونکي وايي، د ښځو او ماشومانو وضعیت تر ټولو اندېښمنوونکی دی، ځکه ګڼ شمېر کورنۍ له خوړو، درملو او څښاک اوبو بې‌برخې دي.

د تورخم دروازې له تړلو سره یوازې افغان کډوال له ستونزو سره نه دي مخ بلکې د سیمې اوسېدونکو او سوداګرو باندې یې هم بد اغېز کړی.

د تورخم دروازې ته نږدې یو ځای اوسېدونکی خان محمد وایي، د تورخم له تړلو سره یې تجارت له منځه تللی او هره ورځ زرګونه روپۍ تاوان کوي.

نوموړی زیاتوي: «د لارې تړلو نه یوازې افغان کډوال ستړي کړي، بلکې زموږ تجارت هم له منځه تللی، هره ورځ زرګونه روپۍ تاوان کوو، خو نه څوک وضاحت ورکوي او نه دا معلومه ده چې کله به لاره بېرته خلاصه شي.»

طالبانو تر دې وړاندې د پاکستان له حکومته غوښتي وو چې د افغان کډوالو د تګ راتګ اجازه ورکړي، خو اسلام‌اباد وايي، تورخم د امنیتي اندېښنو له امله تړل شوی.

په ورته وخت کې د دواړو هېوادونو پلاوي د کړکېچ د حل لپاره په استانبول کې په خبرو بوخت دي.

د خبرو پایله لا تراوسه نه ده په ډاګه شوې، خو تمه کیږي چې دغه خبرې اترې نن شپه پای ته ورسیږي.

د بدخشان د سرو زرو پر کان د طالبانو خپلمنځي نښته کې یو طالب وژل شوی

۵ لړم ۱۴۰۴ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۳:۴۱ GMT+۰

ځایي سرچینې وايي، د طالبانو د دوو ځواکمنو قوماندانانو ترمنځ د بدخشان په شهر بزرگ ولسوالۍ کې د سرو زرو پر یوه کان وسله‌ واله نښته شوې ده. د راپورونو له مخې، په دې نښته کې د طالبانو د «سرحدي کنډک» یو سرتېری وژل شوی او د دواړو لوریو ترمنځ کړکېچ لا هم روان دی.

ځایي سرچینو د بدخشان ولایت د شهر بزرگ ولسوالۍ د پایان‌مور په سیمه کې د طالبانو ترمنځ د تازه نښتې خبر ورکړی دی.

سرچینې وايي، دا نښته د بدخشان د معادن پخواني رییس عبدالرحمن عمار او د اوسني رییس حفیظ الله شفیقي ترمنځ د سرو زرو کان پر سر شوې ده.

د معلوماتو له مخې، د طالبانو د سرحدي کنډک ځواکونه د اوسني رییس حفیظ الله شفیقي په ملاتړ جګړې ته ور داخل شوي، خو د عبدالرحمن عمار اړوند وسله‌والو یې په وړاندې جګړه کړې ده.

سرچینې زیاتوي، په نښته کې لږ تر لږه یو طالب سرتېری وژل شوی.

سرچینې دا وایي چې دواړو خواوو ته تلفات اوښتي، خو کره شمېر یې معلوم نه دی.

ویل کېږي، عبدالرحمان عمار او حفیظ الله شفیقي دواړه د طالبانو د اغېزناکو محلي قوماندانانو له ډلې دي.

عمار که څه هم په رسمي ډول د طالبانو د حکومت غړی نه دی، خو په سیمه کې د وسله والو یوه ډله تر خپل واک لاندې لري.

د افغانستان او ایران ترمنځ د سرحدي نښو د بیارغونې پروژه بېرته پیلیږي

۵ لړم ۱۴۰۴ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۳:۰۳ GMT+۰

په کابل کې د ایران سفارت وايي چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کاظم غریب ابادي په کابل کې د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر نورالله نوري سره لیدلي. په لیدنه کې هوکړه شوې چې له اووه کاله څنډ وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي نښو د بیارغونې پروژه پیل شي.

په کابل کې د ایران سفارت دوشنبې په ورځ، د لړم پر ۵مه وویل، چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال کاظم غریب ابادي او د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر نورالله نوري ترمنځ ناسته کې د ایران او افغانستان پوله د دوستۍ او ورورګلوۍ پوله اعلان شوې ده.

دواړو خواوو د سرحدي همکاریو د پراختیا لپاره خپل چمتووالی څرګند کړی او هوکړه یې کړې، چې د سرحدي ستونزو د حل لپاره د دواړو هیوادونو د لوړ پوړو پلاويو ترمنځ منظمې غونډې ترسره شي.

په دې ناسته کې پر پوله له هر ډول غیرقانوني تګ راتګ، انساني او د نشه يي توکو قاچاق سره د مبارزې لپاره پر «جدي هوډ» هم ټینګار شوی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د طالبانو له نورو چارواکو سره هم لیدلي دي او د زنداني ایراني وګړو حقونو ته د رسیدنې پر مېکانېزم هم غږېدلي دي.

د افغانستان بانک د اداري پروسو د ساده کولو په موخه غونډه کړې

۵ لړم ۱۴۰۴ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۲:۳۲ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک مرستیال صدیق‌الله خالد په مشرۍ د اداري پروسو د ساده کولو په موخه ناسته کړې. یاد بانک وايي، په دې ناسته کې د اداري چارو د ساده کولو، د تصمیم نیونې د چټکتیا او د خدماتو د کیفیت د لوړوالي په اړه بحثونه شوي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک نن دوشنبه، د لړم۵مه، وویل، چې د یاد بانک لومړي مرستیال صدیق الله خالد په دې ناسته کې وویل، چې د اداري پروسو اوږدیدل، غیر ضروري مرحلې، او د تصمیم نیونې برخه کې ځنډ د خلکو باور ته زیان رسوي، وخت او منابع ضایع کوي، او د ادارې د موثریت مخه نیسي.

نوموړي ټینګار کړی د طالبانو موخه دا ده چې ټولې ادارې خپلې چارې ساده، معیاري او شفافې کړي، څو هم د خلکو ستونزې په وخت حل شي او هم د ادارو کاري اغېز لوړ شي.

خالد زیاته کړې، چې د افغانستان بانک باید د خپلو ټولو اړوندو امریتونو او څانګو له لارې دا پرېکړه جدي عملي کړي، اداري موانع له منځه یوسي او د کاغذي چارو پر ځای د برېښنایي سیستمونو کار ته لومړیتوب ورکړي.

په دې غونډه کې تر ګډ بحث وروسته، د چارو د ښه تنظیم او همغږۍ لپاره دوه ځانګړې کمېټې ټاکل شوې، چې دا کمېټې به حل لارې وړاندې کوي، عملي کېدل به یې څاري او هره میاشت به مرکزي کمېټې ته راپور ورکوي.

یاد بانک وايي، دا پرېکړه د طالبانو د چارو ادارې د لوی ریاست له‌خوا د تطبیق لپاره د افغانستان بانک ته استول شوې او ټول وزارتونه او ادارې مکلف دي چې د ټاکل شوې کمېټې له لارښوونو سره سم خپلې پروسې ساده او معیاري کړي.