د اروپا د بدن ښکلا په سیالیو کې افغان ورزشکار بسمالله مرداني ښه ځلېدلی

د شمالي اروپا د بدن ښکلا سیالۍ چې د سویډن په «الینګسوس» ښار کې ترسره شوې، پهکې افغان ورزشکار بسمالله مرداني هم برخه اخیستې وه. بسمالله چې دا مهال په فنلنډ کې اوسېږي او د فنلنډ د بدن ښکلا د ملي لوبډلې غړی هم دی، په دغه سیالیو کې ښه ځلېدلی دی.






