د پوتین ځانګړی استازی: د اوکراین جګړه به تر یو کال پورې پای ته ورسېږي

د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ځانګړي استازي کیریل دیمیترییف د سعودي عربستان د پانګونې کنفرانس کې ویلي، چې د اوکراین جګړه به د راتلونکي کال تر پایه ختمه شي.

د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ځانګړي استازي کیریل دیمیترییف د سعودي عربستان د پانګونې کنفرانس کې ویلي، چې د اوکراین جګړه به د راتلونکي کال تر پایه ختمه شي.
دیمیترییف د ریاض په کنفرانس کې وویل: «موږ باور لرو چې د سولې پر لور روان یو او د سولې د منځګړیتوب لپاره باید خپله ونډه ترسره کړو.»
کله چې له هغه وپوښتل شول، چې ایا د اوکراین جګړه کېدای شي تر یو کال پورې ختمه شي، نوموړي ځواب ورکړ: «زه باور لرم، هو.»
هغه زیاته کړه، چې د امریکا د سفر پر مهال یې احساس کړی، روسیه او امریکا د جګړې «ډېپلوماتیک حل» ته بشپړ نږدې شوي دي.
دیمیترییف د امریکا، سعودي عربستان او روسیې ترمنځ د همکارۍ ستاینه وکړه او ویې ویل چې دا درې هېوادونه د نړۍ تر ټولو ستر د طبیعي سرچینو لرونکي دي، او د دوی ګډ کار به نړیوال امنیت پیاوړی کړي.

د امریکا ولسمشر خواشیني ښودلې، چې د اساسي قانون له مخې د درېيم ځل لپاره ولسمشرۍ ته د نوماندۍ اجازه نه لري. هغه د چارشنبې په ورځ له خبریالانو سره په خبرو کې وویل: «که تاسې دا ولولئ، ډېره څرګنده ده. زه اجازه نه لرم چې بيا نوماند شم. دا ډېره بده ده.»
د امريکا د اساسي قانون د ۲۲مې مادې له مخې ولسمشران يوازې کولی شي دوه دورې ځان نوماند کړي اوټرمپ خپله دويمه دوره په جنورۍ کې پيل کړې ده.
د دغه قانون بدلون د يوې نوې مادې له لارې يو اوږد بهير دی چې د ايالتونو او کانګرس د رايو ملاتړ ته اړتيا لري.
تېره اونۍ د ټرمپ پخواني ستراتيژيک سلاکار سټیو بنن ويلي وو چې يو «پلان» تيارېږي څو ډاډ ترلاسه شي چې ۷۹ کلن ټرمپ يو ځل بيا ځان نوماند کړای شي.
د استازو د خونې ریيس مايك جانسن د سې شنبې په ورځ وويل چې هغه له ټرمپ سره په دې اړه خبرې کړې دي او دې پایلې ته رسېدلی چې ولسمشر د سپينې ماڼۍ په څوکۍ د درېیم ځل لپاره ځان نه شي نوماند کولی.
جانسن زياته کړه: «دا يو ډېر ښه مزل و، خو زه فکر کوم ولسمشر پوهېږي او موږ دواړو د اساسي قانون د محدوديتونو په اړه خبرې کړې دي.»
ټرمپ ونهغوښتل چې خپلې خبرې له جانسن سره په بشپړ ډول تشريح کړي، خو د درېيمې دورې د بنديز په اړه يې څرګندونې يو څه نرمې وې.
هغه وويل: «د هغه څه پر بنسټ چې ما لوستي، ښايي زه اجازه ونهلرم چې بيا نوماند شم. نو ګورو چې څه پېښېږي.»
د هغه د ملاتړو تر منځ يوه نظريه دا ده چې مرستيال ولسمشر جې. ډي. ونس به په ۲۰۲۸ کال کې د ولسمشرۍ لپاره ځان نوماند کړي او ټرمپ به ورسره په يوه ګډ ټکټ کې وي.
کله چې له ټرمپ څخه وپوښتل شول چې ايا داسې تګلاره به غوره کړي چې د مرستيال ولسمشر په توګه ځان نوماند کړي او بيا ولسمشر شي، نو ده وويل دا نظر «ډېر هوښيار خو بېځايه» دی.
هغه وويل: «هو، د قانون له مخې دا به ممکنه وي، خو زه به دا کار ونهکړم.»

د روسيې د پوځي بلاګرانو د راپورونو له مخې، روسي ځواکونه د اوکراین ختیځ ښار پوکروفیسک ته نږدې دي او د دوو اړخونو له محاصرې وروسته یې دا ښار نږدې ټول کلابند کړی دی. ویل کېږي د روسیې کوچنۍ، خو ډېرې چټکې قطعې ښار ته ننوتلې دي.
پوکروفیسک د اوکراین په ختیځ دونیڅک سیمه کې یو مهم سړک او رېل مرکز لري، چې د جګړې له پیل مخکې یې شاوخوا ۶۰ زره اوسېدونکي لرل. اوس ډېری خلک له ښار څخه وتلي او یوازې محدود شمېر ملکي وګړي پاتې دي.
دا ښار په هغه مهم سړک پروت دی چې د اوکراین پوځ ترې د لوژستیک او اکمالاتو لپاره کار اخلي.
د اوکراین یوازینی کُکینګکوول کان (coking coal) چې د دغه هېواد د فولادو پخوانۍ سترې فابریکې پرې متکي وې، د پوکروفیسک لویدیځ ته شاوخوا ۱۰ کیلومتره واټن کې موقعیت لري.
د اوکراین د فولادو شرکت (Metinvest) په جنورۍ کې اعلان وکړ چې د جګړې له امله یې په دې سیمه کې د کانکیندنې فعالیتونه درولي دي.
د پوکروفیسک کنټرول به روسیې ته دا ځواک ورکړي چې د اوکراین د ختیزې جبهې د اکمالاتي لیکو مخه ونیسي او د چاسیف یار د نیولو اوږدمهاله هڅې لا پیاوړې کړي. دغه ښار په لوړه سیمه پروت دی او د پراخې سیمې د کنټرول وړتیا لري.
که روسیه دا ښار ونیسي، نو دا به دا ځواک هم ورکړي چې د اوکراین د دنیپروپتروفسک ولایت پر لور د برید نوې لارې پرانیزي.

د برازیل د ریو دو ژانیرو ښار د پولیسو دغه عملیات د یوې لویې جنایي ډلې پر ضد د اقلیم بدلون اړوند کاپ۳۰ له نړۍوالې غونډې یوازې څو ورځې مخکې ترسره شوي دي. په دغو عملیاتو کې چې د سېشنبې په ورځ (د لړم ۶مه) ترسره شوي، لږ تر لږه د څلورو پولیسو په ګډون ۶۴ کسان وژل شوي دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور لهمخې، له دغو عملیاتو وروسته د جنايي ډلو اړوند ۸۱ کسان نیول شوي او د ۲۵۰ نورو د نیولو په موخه پلټنې روانې دي.

د ریو دو ژانیرو ښار معمولاً له نړۍوالو غونډو مخکې د جنايي ډلو پر وړاندې عملیات کوي. دغه ښار تر دې مخکې په ۲۰۱۶ کال کې د المپیک د ۲۰ډلې غونډې او همداراز په ۲۰۲۴ کال کې د برېکس غونډې کوربه وو.
په دغه ښار کې به راتلونکې اوونۍ د اقلیم بدلون په تړاو د ښاروالانو یا C40 نړۍواله غونډه او همداراز د پرنس ویلیام د ارثشات جایزې ورکړې مراسم د نړۍوالو څېرو په حضور سره ترسره شي.
دغه پروګرامونه هم د کاپ۳۰ غونډې مخکې مقدماتي مراسم دي، چې د بلم امازوني ښار کې د نومبر په لسمه پیلېږي او ۱۱ ورځې به دوام وکړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د جاپان لپاره یې د ایف-۳۵ جنګي الوتکو د توغندیو لومړۍ بسته تایید کړې او دا به د ټاکل شوي وخت نه مخکې، همدا اوونۍ جاپان ته ورسېږي.
ټرمپ د یوکوسوکا په سمندري اډه کې د (USS George Washington) جنګي بېړۍ ته د خپل سفر پر مهال وویل، امریکا به له دې وروسته هره جګړه وګټي، ځکه د نړۍ تر ټولو پیاوړی پوځ لري.
هغه د جاپان د لومړۍ وزیرې سنا تاکایچي سره د سرتېرو لیدنې ته تللی و.
تاکایچي ویلي، جاپان به د سیمې د سولې او ثبات لپاره فعاله ونډه واخلي او د امریکا سره به خپلې امنیتي اړیکې لا پیاوړې کړي.

برېتانوۍ ورځپاڼې «ډیلي مېل» په خپل یوه راپور کې د برېتانیا د دفاعي کمېټې د تازه څېړنې په حواله ویلي، لږ تر لږه د هغو ۴۹ افغانانو خپلوان یا ملګري چې د برېتانوي ځواکونو له لوري یې شخصي معلومات افشا شوي وو، د همدې تېروتنې له امله وژل شوي دي.
په راپور کې راغلي، له ۲۳۱ افغانانو څخه چې د خپلو معلوماتو د افشا کېدو په اړه خبر شوي وو، ۴۹ کسانو ویلي، چې د دوی د کورنۍ یو غړی یا همکار د دې تېروتنې له امله وژل شوی دی.
د یادې افشا شوې معلوماتي قضیې پېښه په ۲۰۲۲ کال کې د برېتانیا د ځانګړو ځواکونو د مرکز لهخوا په تصادفي ډول رامنځته شوه، چې پکې د شاوخوا ۲۵ زره افغانانو هویت او شخصي جزیات خپاره شول. دا هغه کسان وو، چې د طالبانو د غچ اخیستنې له ویرې او د ځان د ژغورنې لپاره یې د پناه غوښتنه کړې وه.
د راپور له مخې، د دې تېروتنې له کبله نږدې ۱۰۰ زره افغانان د مرګ له ګواښ سره مخ شول، ځکه هغوی په تېرو شلو کلونو کې له برېتانیايي ځواکونو سره کار کړی و.
ډېلي مېل ورځپاڼې غوښتل چې په ۲۰۲۳ کال کې دغه افشا شوی معلوماتي ناورین خپور کړي، خو حکومت د «نه خپرېدونکې» یا پټ عدالتي امر له لارې د موضوع د خپرېدو مخه ونیوله، چې وروسته په جولای میاشت کې لغوه شو.
په څېړنه کې راغلي، چې له ۲۳۱ کسانو څخه ۲۰۰ کسانو ته د طالبانو لهخوا ګواښونه شوي دي. نږدې ۹۹ کسانو ویلي، چې مستقیم د مرګ ګواښونه ورته شوي او ۱۲۱ نورو بیا ویلي، چې د دوی کورنۍ او دوستان په افغانستان کې د طالبانو لهخوا ګواښل شوي دي.
د برېتانوي پوځ پخواني افسر فیلیپ اینګرام دغه شمېرې «د حیرانتیا او د نه منلو وړ» بللي او ویلي یې دي: «د دې تېروتنې مسوولان باید حساب ورکړي.»
په راپور کې د یوه افغان سرتېري کیسه هم راغلې ده، چې د برېتانوي ځانګړو ځواکونو یو وژل شوی سرتېری یې له جګړې رااېستلی و. نوموړی وروسته د طالبانو اړوندو کسانو لهخوا ونیول شو، شکنجه شو، د هغه د ښي لاس ګوتې پرې شوې او له کاره ولوېدې.
دغه ۳۴کلن افغان چې د «ټریپلز» ځانګړو ځواکونو غړی و، نږدې لس کاله یې د برېتانیا له پوځ سره کار کړی و او په ۲۰۱۸کال یې په کابل کې د انټرکانټینټل هوټل د برید پر مهال د لوېدیځو اتباعو د ژغورنې په عملیاتو کې ګډون کړی و.
د دفاع وزارت منلې، چې د افغانانو د ځای پر ځای کېدو د پروګرام په اړوند اداره کې تر اوسه ۴۹ بېلابېلې د معلوماتو د افشا پېښې ثبت شوې دي، چې ځینې یې د انساني تېروتنې او ځینې د سایبري بریدونو پایله وې.
د وزارت ویاند ویلي: «درېیمو خپلواکو څېړنو ښودلې چې یوازې په دغه افشا شوي نوملړ کې نوم لرل د دې لامل نهشي کېدای، چې څوک په نښه شي، خو موږ دا خطر له پامه نهغورځوو.»
