پر غزې د اسراییل د بریدونو له امله تراوسه ۷ فلسطینیان وژل شوي

پر غزې د اسراییل په تازه بریدونو کې تراوسه ۷ فلسطینیان وژل شوي دي. اسراییل ویلي، حماس به د اوربند د نقضولو «تاوان» پرې کړي.

پر غزې د اسراییل بریدونه وروسته له هغې ترسره کېږي، چې یو شمېر وسله والو په رفح ښار کې پر اسراییلي ځواکونو ډزې وکړې.

حماس ویلي، بریدګر وسله وال د دوی ملګري نه دي.