• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بښنې نړیوال سازمان: په پاکستان کې د مدني فعال تښتول له بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده

۷ لړم ۱۴۰۴ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۳:۴۱ GMT+۰تازه شوی: ۷ لړم ۱۴۰۴ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۵:۴۱ GMT+۰

د بښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا سیمه‌ییز دفتر ویلي، چې د پاکستان ستر ښار کراچۍ له یوه روغتون نه د محصل او مدني فعال غني امان چانډیو تښتول د بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده. عیني شاهدان وايي، چانډیو په ملکي جامه کې امنیتي کسانو تښتولی دی.

ددغه سازمان له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې نوموړی د اکتوبر په ۲۸مه له میمونا روغتون څخه د هغو کسانو له‌خوا بیول شوی، چې ویل کېږي د پاکستان له امنیتي ځواکونو سره تړاو لري.

دغه سازمان لیکلي: «د یوه پلار تښتول، چې یوازې د خپلې ناروغې کوچنۍ لور د لیدو لپاره روغتون ته تللی و، ظالمانه، غیرانساني او د هغه د ازادۍ، وقار او عادلانه محاکمې د حق ښکاره نقض دی.»

د سازمان په وینا، عیني شاهدان وايي چې په ملکي جامو کې څو کسان د یونیفورم لرونکو پولیسو په ملتیا روغتون ته داخل شوي، غني امان چانډیو یې بیولی او د هغه د کورنۍ د ټولو غړو موبایلونه یې ضبط کړي دي.

دغه سازمان ویلي، چانډیو له دې وړاندې په یوه جزایي قضیه کې د «دولت ضد شعارونو» په تور نومول شوی و، او له تښتونې یوه ورځ مخکې یې په سیمه‌ییز پوهنتون کې وینا کړې وه.

دغه نړیوال سازمان ویلي، دوی د چانډیو د برخلیک او خوندیتوب په اړه ژوره اندېښنه لري او له پاکستاني چارواکو غواړي چې ژر تر ژره د هغه د ځای او وضعیت په اړه وضاحت ورکړي او خوندي بېرته ستنېدل یې یقیني کړي.

د بښنې نړیوال سازمان له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې د چانډیو د تښتونې په اړه دې یو خپلواک، بې‌طرفه، شفاف او اغېزناک تحقیقاتي بهیر پیل کړي او ټول هغه کسان دې د قانون منګولو ته وسپاري چې په دې پېښه کې لاس لري.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۴

په هرات کې یو ۲۵ کلن ځوان د طالبانو په بند کې د ځورونې له امله مړ شوی

۵

تاجکستان له روسیې نه د خپل «پښتون اتل» د قبر خاورې دوشنبې ته انتقال کړې

•
•
•

نور کیسې

د پوتین ځانګړی استازی: د اوکراین جګړه به تر یو کال پورې پای ته ورسېږي

۷ لړم ۱۴۰۴ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۲:۵۸ GMT+۰

د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ځانګړي استازي کیریل دیمیترییف د سعودي عربستان د پانګونې کنفرانس کې ویلي، چې د اوکراین جګړه به د راتلونکي کال تر پایه ختمه شي.

دیمیترییف د ریاض په کنفرانس کې وویل: «موږ باور لرو چې د سولې پر لور روان یو او د سولې د منځګړیتوب لپاره باید خپله ونډه ترسره کړو.»

کله چې له هغه وپوښتل شول، چې ایا د اوکراین جګړه کېدای شي تر یو کال پورې ختمه شي، نوموړي ځواب ورکړ: «زه باور لرم، هو.»

هغه زیاته کړه، چې د امریکا د سفر پر مهال یې احساس کړی، روسیه او امریکا د جګړې «ډېپلوماتیک حل» ته بشپړ نږدې شوي دي.

دیمیترییف د امریکا، سعودي عربستان او روسیې ترمنځ د همکارۍ ستاینه وکړه او ویې ویل چې دا درې هېوادونه د نړۍ تر ټولو ستر د طبیعي سرچینو لرونکي دي، او د دوی ګډ کار به نړیوال امنیت پیاوړی کړي.

ټرمپ وایي «دا ډېره بده ده» چې د درېیم ځل لپاره ولسمشرۍ ته نه شي نوماند کېدای

۷ لړم ۱۴۰۴ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۲:۳۴ GMT+۰

د امریکا ولسمشر خواشیني ښودلې، چې د اساسي قانون له مخې د درېيم ځل لپاره ولسمشرۍ ته د نوماندۍ اجازه نه لري. هغه د چارشنبې په ورځ له خبریالانو سره په خبرو کې وویل: «که تاسې دا ولولئ، ډېره څرګنده ده. زه اجازه نه لرم چې بيا نوماند شم. دا ډېره بده ده.»

د امريکا د اساسي قانون د ۲۲مې مادې له مخې ولسمشران يوازې کولی شي دوه دورې ځان نوماند کړي اوټرمپ خپله دويمه دوره په جنورۍ کې پيل کړې ده.

د دغه قانون بدلون د يوې نوې مادې له لارې يو اوږد بهير دی چې د ايالتونو او کانګرس د رايو ملاتړ ته اړتيا لري.

تېره اونۍ د ټرمپ پخواني ستراتيژيک سلاکار سټیو بنن ويلي وو چې يو «پلان» تيارېږي څو ډاډ ترلاسه شي چې ۷۹ کلن ټرمپ يو ځل بيا ځان نوماند کړای شي.

د استازو د خونې ریيس مايك جانسن د سې ‌شنبې په ورځ وويل چې هغه له ټرمپ سره په دې اړه خبرې کړې دي او دې پایلې ته رسېدلی چې ولسمشر د سپينې ماڼۍ په څوکۍ د درېیم ځل لپاره ځان نه شي نوماند کولی.

جانسن زياته کړه: «دا يو ډېر ښه مزل و، خو زه فکر کوم ولسمشر پوهېږي او موږ دواړو د اساسي قانون د محدوديتونو په اړه خبرې کړې دي.»

ټرمپ ونه‌غوښتل چې خپلې خبرې له جانسن سره په بشپړ ډول تشريح کړي، خو د درېيمې دورې د بنديز په اړه يې څرګندونې يو څه نرمې وې.

هغه وويل: «د هغه څه پر بنسټ چې ما لوستي، ښايي زه اجازه ونه‌لرم چې بيا نوماند شم. نو ګورو چې څه پېښېږي.»

د هغه د ملاتړو تر منځ يوه نظريه دا ده چې مرستيال ولسمشر جې. ډي. ونس به په ۲۰۲۸ کال کې د ولسمشرۍ لپاره ځان نوماند کړي او ټرمپ به ورسره په يوه ګډ ټکټ کې وي.

کله چې له ټرمپ څخه وپوښتل شول چې ايا داسې تګلاره به غوره کړي چې د مرستيال ولسمشر په توګه ځان نوماند کړي او بيا ولسمشر شي، نو ده وويل دا نظر «ډېر هوښيار خو بې‌ځايه» دی.

هغه وويل: «هو، د قانون له مخې دا به ممکنه وي، خو زه به دا کار ونه‌کړم.»

روسیه د اوکراین ستراتیژیک ښار "پوکروفیسک" د نیولو لپاره تیاری نیسي

۷ لړم ۱۴۰۴ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۲:۰۳ GMT+۰

د روسيې د پوځي بلاګرانو د راپورونو له مخې، روسي ځواکونه د اوکراین ختیځ ښار پوکروفیسک ته نږدې دي او د دوو اړخونو له محاصرې وروسته یې دا ښار نږدې ټول کلابند کړی دی. ویل کېږي د روسیې کوچنۍ، خو ډېرې چټکې قطعې ښار ته ننوتلې دي.

پوکروفیسک د اوکراین په ختیځ دونیڅک سیمه کې یو مهم سړک او رېل مرکز لري، چې د جګړې له پیل مخکې یې شاوخوا ۶۰ زره اوسېدونکي لرل. اوس ډېری خلک له ښار څخه وتلي او یوازې محدود شمېر ملکي وګړي پاتې دي.

دا ښار په هغه مهم سړک پروت دی چې د اوکراین پوځ ترې د لوژستیک او اکمالاتو لپاره کار اخلي.
د اوکراین یوازینی کُکینګ‌کوول کان (coking coal) چې د دغه هېواد د فولادو پخوانۍ سترې فابریکې پرې متکي وې، د پوکروفیسک لویدیځ ته شاوخوا ۱۰ کیلومتره واټن کې موقعیت لري.

د اوکراین د فولادو شرکت (Metinvest) په جنورۍ کې اعلان وکړ چې د جګړې له امله یې په دې سیمه کې د کان‌کیندنې فعالیتونه درولي دي.

د پوکروفیسک کنټرول به روسیې ته دا ځواک ورکړي چې د اوکراین د ختیزې جبهې د اکمالاتي لیکو مخه ونیسي او د چاسیف یار د نیولو اوږدمهاله هڅې لا پیاوړې کړي. دغه ښار په لوړه سیمه پروت دی او د پراخې سیمې د کنټرول وړتیا لري.

که روسیه دا ښار ونیسي، نو دا به دا ځواک هم ورکړي چې د اوکراین د دنیپروپتروفسک ولایت پر لور د برید نوې لارې پرانیزي.

د برازیل په ریو دو ژانیرو ښار کې د پولیسو په تاریخي مرګوني عملیاتو کې ۶۴ کسان ووژل شول

۷ لړم ۱۴۰۴ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۰:۴۶ GMT+۰

د برازیل د ریو دو ژانیرو ښار د پولیسو دغه عملیات د یوې لویې جنایي ډلې پر ضد د اقلیم بدلون اړوند کاپ۳۰ له نړۍوالې غونډې یوازې څو ورځې مخکې ترسره شوي دي. په دغو عملیاتو کې چې د سې‌شنبې په ورځ (د لړم ۶مه) ترسره شوي، لږ تر لږه د څلورو پولیسو په ګډون ۶۴ کسان وژل شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌مخې، له دغو عملیاتو وروسته د جنايي ډلو اړوند ۸۱ کسان نیول شوي او د ۲۵۰ نورو د نیولو په موخه پلټنې روانې دي.

100%

د ریو دو ژانیرو ښار معمولاً له نړۍوالو غونډو مخکې د جنايي ډلو پر وړاندې عملیات کوي. دغه ښار تر دې مخکې په ۲۰۱۶ کال کې د المپیک د ۲۰ډلې غونډې او همداراز په ۲۰۲۴ کال کې د برېکس غونډې کوربه وو.

په دغه ښار کې به راتلونکې اوونۍ د اقلیم بدلون په تړاو د ښاروالانو یا C40 نړۍواله غونډه او همداراز د پرنس ویلیام د ارث‌شات جایزې ورکړې مراسم د نړۍوالو څېرو په حضور سره ترسره شي.

دغه پروګرامونه هم د کاپ۳۰ غونډې مخکې مقدماتي مراسم دي، چې د بلم امازوني ښار کې د نومبر په لسمه پیلېږي او ۱۱ ورځې به دوام وکړي.

ټرمپ د جاپان د ایف-۳۵ جنګي الوتکو لپاره د توغندیو لومړۍ بسته تایید کړه

۶ لړم ۱۴۰۴ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۱:۴۴ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د جاپان لپاره یې د ایف-۳۵ جنګي الوتکو د توغندیو لومړۍ بسته تایید کړې او دا به د ټاکل شوي وخت نه مخکې، همدا اوونۍ جاپان ته ورسېږي.

ټرمپ د یوکوسوکا په سمندري اډه کې د (USS George Washington) جنګي بېړۍ ته د خپل سفر پر مهال وویل، امریکا به له دې وروسته هره جګړه وګټي، ځکه د نړۍ تر ټولو پیاوړی پوځ لري.

هغه د جاپان د لومړۍ وزیرې سنا تاکایچي سره د سرتېرو لیدنې ته تللی و.

تاکایچي ویلي، جاپان به د سیمې د سولې او ثبات لپاره فعاله ونډه واخلي او د امریکا سره به خپلې امنیتي اړیکې لا پیاوړې کړي.