امرخېل: د پاکستان پوځي رژيم له لومړۍ ورځې څخه د خبرو اترو په اړه ریښتنی نیت نه درلود

د جمهوري نظام پرمهال د ننګرهار پخوانی والي ضیاالحق امرخېل وايي، چې له لومړۍ ورځې روښانه وه چې «د پاکستان پوځي رژيم» د خبرو اترو په اړه ریښتنی نیت نه درلود.

د جمهوري نظام پرمهال د ننګرهار پخوانی والي ضیاالحق امرخېل وايي، چې له لومړۍ ورځې روښانه وه چې «د پاکستان پوځي رژيم» د خبرو اترو په اړه ریښتنی نیت نه درلود.
نوموړي زیاته کړې، چې طالبان باید له ولسي، سیاسي او نظامي پلوه بشپړ چمتوالی ولري.
ضياالحق امرخېل د پاکستان او طالبانو ترمنځ وروستیو خبرو اترو ته په اشارې د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۷مه) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې پاکستان په دې خبرو کې ریښتنی نیت نه درلود؛ نو « همدا وجه وه، چې یو بې صلاحیته، کمزوری او د ټيټې کچې پلاوی یې مذاکراتو ته واستاوه.»
د نوموړي په خبره، د ملي یووالي د پياوړتیا او د ولس ټولو مشروع غوښتنو ته مثبت او عملي ځواب ویلو ته همدا مناسب وخت دی او په دې سره به افغانستان لا قوي او باثباته شي.
نوموړي همدې حالاتو ته په کتو د اوکراین مثال وړاندې کړی او لیکلي یې دي: «اوکراین ځکه وتوانېد چې د روسیې پر وړاندې مقاومت وکړي، چې دننه یې اختلافات نه لرل. زموږ قوت په یووالي کې دی.»
نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې، چې د طالبانو او پاکستاني پلاویو ترمنځ په ترکیه کې خبرې اترې بېپایلې پای ته رسېدلې دي او هېڅ ډول پرمختګ یا توافق پکې نه دی شوی.

له خبریالانو څخه دملاتړ سازمان په یوه لیک کې د ملګرو ملتونو د سازمان له سرمنشي انتونیو ګوترېش او نړیوالو بنسټونو غوښتنه کړې چې په پاکستان کې د مېشت افغان خبریالانو سخت او اندېښمن حالت ته بېړنۍ پاملرنه وکړي.
دغه سازمان ویلي، هغه خبریالان چې د طالبانو له وېرې پاکستان ته تښتېدلي، ورځ تر بلې له ډېرو ستونزو سره مخ کېږي او د هغوی وضعیت د اندېښنې وړ دی.
په دغه لیک کېد ملګرو ملتونو له سرمنشي، د دې سازمان دکډوالو او بشري حقونو له عالي کمېشنرۍ او همدارنګه له ټولو نړیوالو بنسټونو غوښتنه شوې چې د پاکستان مېشتو افغان خبریالانو وضعیت «نامطلوب او ګواښوونکی» وبولي.
سازمان زیاتوي، افغان خبریالان په پاکستان کې له نیونې، شکنجې، باج اخیستنې او د جبري شړل کېدو له جدي ګواښونو سره مخ دي.
په لیککې راغلي، ډېری افغان خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د طالبانو له خوا د ګواښونو، سانسور، نیونو او ځورونو له امله پاکستان ته تښتېدلي، خو اوس په یاد هېواد کېله قانوني اسنادو او د امنیت له تضمین پرته ژوند کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د شړلو بهیر یو ځل بیا ګړندیکړی، چې د خبریالانو د ملاتړ سازمان په باور، دا کار د افغان خبریالانو او د هغوی د کورنیو ژوند له جدي ګواښونو سره مخ کوي.
له خبریالانو څخه د ملاتړ سازمان همدارنګه ویلي چې د لوېدیځو هېوادونو له خوا د پناه غوښتونکو دوسیو ته د رسېدنې او د بشردوستانه ویزو د ورکړې بهیر ډېر ورو او بېنتیجې روان دی، چې دې وضعیت افغان خبریالان له سختو اقتصادي، رواني او ټولنیزو فشارونو سره مخ کړي دي.
دغه سازمان له نړیوالو بنسټونو غوښتنه کړې چې له پاکستاني حکومت سره په همغږۍ د افغان خبریالانو د شړلو لړۍ سمدستي ودرول شي، د هغوی د لنډمهالي پاتې کېدو قانوني حق تضمین شي او له لوېدیځو هېوادونو وغوښتل شي چې د بیا مېشتېدنې او ویزې بهیر چټک کړي.
د یادولو وړ ده،چې له ۲۰۲۱کال راهیسې، کله چې طالبان یو ځل بیا په افغانستان واکمن شول، سلګونه افغان خبریالانواو د رسنیو کارکوونکوپاکستان ته پناهوړې ده. اوس چې د اسلاماباد او طالبانو ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی، د دغو پناه غوښتونکوبېرته شړلو ګواښونه هم زیات شوي دي.
د خبریالانو د ملاتړ سازمان خبرداری ورکړی، که افغان خبریالان بېرته هېواد ته ستانه شي، له «نیونې، شکنجې او حتی مرګ» سره به مخامخ شي.
د ډله ییز امنیت تړون سازمان (CSTO) مرستیال سرمنشي تالاتبیک مسادیکوف خبرداری ورکړی چې د افغانستان دوامدار ترینګلی وضعیت لا هم د سیمې د امنیت لپاره جدي ګواښ دی او د پراخو شخړو خطر د سازمان تر پولو رسېدلی دی.
مسادیکوف، چې د «یورېشیا د امنیت درېیم نړیوال کنفرانس» کې یې دد ډله ییز امنیت تړون سازمان په کوربهتوب خبرې کولې، وویل:«سترې شخړې، چې د پراختیا خطر یې شته، د ډله ییز امنیت تړون د مسوولیت د سیمې تر دروازې رسېدلې دي، د افغانستان وضعیت لا هم ترینګلی دی، ځکه هغه ګواښونه او ننګونې لهمنځه نه دي تللي چې له دغه هېواد څخه راولاړېږي.»
هغه زیاته کړه، د منځني ختیځ بېثباتي لا هم دوام لري او د ختیزې اروپا شخړه هم لا نه ده پای ته رسېدلې.
ددغه سازمان مرستیال وویل، لوېدیځ هېوادونه د خپلو جیوپولیټیکي موخو د ترلاسه کولو لپاره د نوې ټېکنالوجۍ پر مټ پرمختللې او هایبرېډ جګړې پرمخ وړي، چې پکې د مصنوعي ځیرکتیا (AI) کارول هم شامل دي.
د ده په وینا، دې کړنلارې «د جعلي او پاروونکو معلوماتو د تولید او خپرېدو» پروسه نوره هم اسانه کړې ده.
د کندهار صنعت کارانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په تېرو څلورو کلونو کې د یاد ولایت په صنعتي پارک کې له ۳۵۵ فعالو تولیدي فابریکو نه اوس یوازې ۱۳۰ فعالې دي او پاتې نورې بندې شوې دي. صنعت کاران د فابریکو بندیدو لامل د برېښنا نشتوالی او ددوی ستونزو ته د طالبانو نه رسیده ګي بولي.
د کندهار د صنایعو او کانونو خونې سرچینو د چارشنبې په ورځ، د لړم پر اوومه، افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې د تېر جمهوري نظام له پرځېدو وروسته په یاد ولایت کې ۲۲۵ لویې او وړې تولیدي فابریکي بندې شوي دي.
یادو سرچینو د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې د تېر جمهوري نظام پرمهال د یاد ولایت په صنعتي پارک کې ۳۵۵ فابریکو فعالیت درلود.
سرچینې زیاتوي:«ځینې فابریکي د پخوانیو چارواکو وې، هغوی د ځینو ستونزو له امله خپلې فابریکې بندې کړې، یا یې خپله ماشینري نورو ولایتونو ته انتقال کړه. ځینې فابریکې بیا نه شي کولی چې په جنراتوري برېښنا تولید وکړي، ځکه عمومي برېښنا ډېره کمه ده.»
دغه سرچینې وايي، چې د یادو فابریکو له ډلې ۱۰۰ فابریکې د طالبانو له واکمنېدو وروسته او پاتې نورې یې د شاوخوا یو کال په جریان کې بندې شوې دي.
یو شمېر کندهاري صنعتکارانو د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په خبرو کې ویلي، چې په کندهار کې د برېښنا د کمښت له امله اړ شوي چې د فابریکې تولید بند او کارکوونکي رخصت کړي.
د شریف الله په نوم د پایپ تولیدي فابریکي مسوول وايي، د برېښنا د کمښت له امله یې د خپلې فابریکې فعالیت درولی دی.
نوموړی وايي:« په دې فابریکه کې مې تقریبا یو مېلیون ډالر سرمایه ګزاري کړې وه. اوس برېښنا نشته، یعنې زموږ لپاره څلور یا پنځه ساعته برېښنا په درد نه خوري، مجبوره شوم کارخانه مې بنده کړه. مخکې په پخواني حکومت کې د برېښنا اولین حق زموږ د فابریکو و، خو اوس زموږ ستونزې نادیده نیول کېږي.»
پر همدغه مهال په کندهار کې د جان سټیل په نوم د یوې فابریکي مسوول عبدالقدیر وايي، چې یو شمېر صنعتکارانو د برېښنا د نشتوالي له امله خپلې فابریکې کندهار او کابل ولایتونو ته انتقال کړې دي.
نوموړی له طالبانو غوښتنه کوي، چې د کندهار د صنعتي پارک د برېښنا نشتوالي ستونزه ژر تر ژره حل کړي.
عبدالقدیر زیاتوي:«کابل او هرات کې فابریکو ته له ۱۴ تر ۱۶ ساعتونو برېښنا ورکول کېږي، خو زموږ صنعتي پارک ته ۴ ساعته برېښنا ورکول کېږي. زموږ ټوله تکیه د کجکي په برېښنا ده چې هغه هم هر کال په دې موسم کې بیخې پر نشت حساب وي. حکومت دې د کندهار د فابریکو د فعالیت لپاره د انتقالي برېښنا غم وخوري.»
یو شمېر صنعتکاران چې نه غواړي نوم یې واخېستل شي وايي، د کندهار د صنعتي پارک د برېښنا د ستونزې د حل په موخه یې په ځلونو هڅه کړې، چې د طالبانو له مشر مولوي هبت الله سره وویني، خو له هغه سره په لیدنه نه دي توانېدلي.
ملګرو ملتونو د ترکیې په استانبول ښار کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د خبرو پر ناکامېدو اندېښنه څرګنده کړې ده. د یاد سازمان ویاند ستېفن دوجارېک یوې خبري ناستې ته وویل، هیله لري چې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ جګړه بېرته پیل نه شي، حتا که خبرې موقتي ځنډېدلې وي.
د یاد سازمان ویاند،ستېفن دوجارېک د نیویارک په مرکزي دفتر کې د ورځني مطبوعاتي کنفرانس پر مهال وویل، هیله لري چې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ جګړه بېرته پیل نه شي، حتا که خبرې موقتي ځنډېدلې وي.
هغه زیاته کړه: «موږ له ټولو لوریو غواړو چې له زغم او ډيپلوماټیکو لارو چارو څخه کار واخلي، څو د سیمې ثبات ته زیان ونه رسېږي او شخړې د خبرو له لارې حل شي.»
یاده دې وي، چې د پاکستان او طالبانو د استازو ترمنځ په استانبول کې څو ورځنۍ خبرې اترې بې پایلې پای ته رسېدلې دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کاظم غریب ابادي کابل ته د خپل سفر پر مهال ویلي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سره یې په افغانستان کې د بندي ایرانیانو د انتقال په اړه هوکړه کړې ده. ایراني چارواکو د طالبانو په زندانونو کې د ایراني وګړو د شمېر په اړه څه نه دې ویلي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویلي، چې کابل کې د طالبانو له لوړپوړو چارواکو سره د لېدنو په ترڅ کې یې د یادې ډلې د بهرنیو چارو وزارت سره په افغانستان کې د بندي ایراني وګړو د انتقال په اړه هوکړه کړې ده.
غریب ابادي ویلي:« هوکړه وشوه، چې د بندي ایرانیانو نوملړ به زموږ سفارت ته وسپارل شي او له هوکړې سره سم به د ایراني بندیانو د انتقال لپاره زمینه برابره شي.»
دغه ایراني چارواکي ویلي، چې له ایران څخه هم د افغان بندیانو د انتقال په اړه هوکړه شوې او یاد بندیان به د خپل زندان پاتې موده په افغانستان کې تېره کړي.
کاظم غریب ابادي زیاته کړې:«ځیني مجرمان هم لرو، چې په حقیقت کې هغه افغان مجرمین دي، چې بېلا بېل جرمونه یې کړې دي. موږ غوښته وکړه، چې یوه مناسبه همکاري د افغان لوري څخه هم په دې برخه کې وشي.»
یاد لوړپوړي ایراني دیپلومات افغانستان ته د خپل سفر پر مهال د طالبانو د سرحدونو قبایلو چارو وزیر په ګډون له ګڼو طالب چارواکو سره هم کتلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوبو، پولې، نشه يي توکو او انساني قاچاق په اړه یې بحثونه کړي دي.