• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په بلوچستان کې د پاکستاني ځواکونو په عملیاتو کې ۱۸ وسله‌وال وژل شوي دي

۸ لړم ۱۴۰۴ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۵:۰۶ GMT+۰

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ISPR) خبر ورکړی، چې د بلوچستان په کویټې او کیچ کې د یو لړ عملیاتو پرمهال ۱۸ وسله‌وال وژل شوي دي. د یادې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه عملیات یې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ترسره کړي.

د خبرپاڼې له مخې؛ له وژل شویو وسله‌والو څخه ځینې وسلې، مهمات او چاودېدونکي توکي ترلاسه شوي او په سیمه کې چاڼیز عملیات روان دي.

ترویج لرونکی

پاکستان د ۱۶۰۰۰ افغان کډوالو د استوګنې موده وغځوله
۱

پاکستان د ۱۶۰۰۰ افغان کډوالو د استوګنې موده وغځوله

۲

طالبي ګومارنې؛ ملاهبت الله د طالبانو د استخباراتو یو کارکوونکی د پکتیکا پوهنتون رییس ټاکلی

۳

پاکستان د افغانستان امنیتي وضعیت ارزونې لپاره خپل سفیر اسلام‌اباد ته وربللی

۴

سرچینې: طالبانو د بدخشان په یفتل کې ۷ ملکي وګړي نیولي دي

۵
روغتیا او ژوند

د روغتیا نړۍوال سازمان: د بودجې کمښت د افغان مېرمنو او ماشومانو روغتیا له ګواښ سره مخ کړې

•
•
•

نور کیسې

تر رومیانو وروسته؛ پاکستان کې پیاز هم دوه چنده قیمته شوي

۸ لړم ۱۴۰۴ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۵:۰۱ GMT+۰
100%

پر ډیورنډ کرښه د لارو بندېدو له امله په پاکستان کې تر رومیانو وروسته اوس په تېرو څو ورځو کې د پیازو بیې هم په بې‌سارې توګه لوړې شوې دي. د پیازو بیه چې مخکې له ۱۱۰ تر ۱۲۰ پاکستاني کلدارو پورې وه، اوس د هر کیلو بیه ۲۲۰ کلدارو ته رسېدلې ده.

له اسلام‌اباد نه خپرېدونکې ډان ورځپاڼې لیکلي، چې د رومیانو بیه اوس له ۷۰۰ پاکستاني کلدارو بېرته ۲۰۰ ته راټیټه شوې؛ خو بله‌خوا د پیازو بیې مخ په لوړېدو روانې دي او غوښتنه یې هم ډېره شوې ده. یاده ورځپاڼه وایي، د خوراکي توکو او سبزیجاتو د لوړو بیو له کبله پاکستانیان اوس اېله د ورځې سودا اخلي او د ډېرې سودا له اخیستو ډډه کوي.

د سبزیو د عمده پلورونکو ټولنې مشر حاجي شاه‌جهان ویلي، د سند ایالت له تازه فصلونو څخه د پیازو حاصل پیل شوی؛ خو لاهم دغه کچه محدوده ده او تمه کېږي تر راتلونکو درېیو اونیو پورې به دغه حاصلات زیات شي. هغه زیاته کړې، تر هغه وخته به د پیازو بیې ښایي همداسې لوړې پاتې وي.

شاه‌جهان وویل، چې لږه اندازه پیاز له ایران هم ور وړل کېږي؛ خو د ایران د لوړو بیو او د ګمرکي ځنډ له امله د‌ پاکستان واردات له ستونزو سره مخ دي. هغه همدارنګه څرګنده کړه، له هغه وخت راهیسې چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ سوداګري د ډیورنډ پر کرښه د جګړو له امله بنده شوې؛ بیا له افغانستان څخه هېڅ ډول سبزیجات پاکستان ته نه دي ور وړل شوي.

د نوموړي په خبره: «په تېرو څو ورځو کې د سبزیو په عمده بازارونو کې د پیازو کموالی راغلی، ځکه چې د سند له فصلونو حاصلات ډېر کم دي او له ایران نه بیا واردات محدود دي.» د سزیجاتو د ټولنې د دغه مشر په وینا؛ اوس‌مهال د لوړو بیو له امله د پاکستان د پیازو صادرات هم درېدلي دي.

کراچۍ کې ځايي کمېشنر هم په بازارونو کې د سبزیجاتو او خوراکي توکو له بیو اندېښنه ښودلې. هلته نرخ‌نامه کې د یو کیلو پیازو بیه ۱۰۴کلدارې ښوول شوې؛ خو په بازارونو کې له ۲۰۰تر ۲۲۰ روپیو پلورل کېږي. همدا راز په پنجاب ایالت کې هم د پیازو له لوړو بیو شکایتونه شوي. هلته نه یوازې ځايي اوسېدونکو؛ بلکې کاروباریانو هم له دې لوړو بیو سر ټکولی.

دغه بیې داسې مهال لوړېږي، چې پاکستان کې د رسمي شمېرو له مخې د تېر کال پرتله سږ کال د پیازو حاصلاتو کې ۱۶ سلنه زیاتوالی راغلی دی. د تورخم، سپین بولدک، غلام خان او پر ډیورنډ کرښه د لارو بندېدو له امله د سبزیجاتو او تازه مېوو کاروباریانو ته هم درانه زیانونه اوښتي.

افغانستان انټرنشنل ته د کابل په ګډون د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه د انګورو د کاروباریانو او بڼوالو راستول شویو معلوماتو کې شکایتونه شوي، چې د لارو بندېدو له کبله دوی درانه مالي زیانونه لیدلي. بڼوال او کاروباریان وایي، سږ کال یې په تازه مېوو کې درانه زیانونه جبران کړي او که له پاکستان سره لارې همداسې تړلې وي؛ نو حاصلات به یې له لا نورو تاوانونو سره مخ شي.

هم‌مهاله افغان او پاکستاني سوداګرو نیوکې کړې، چې د اسلام‌اباد او کابل واکمنو په لوی لاس سوداګري د سیاسي کړکېچ قرباني کړې ده. دغه سوداګر وایي، دواړه لوري سوداګر او عام وګړي د دغه کړکېچ قربانیان دي.

رانا ثناءالله: له طالبانو سره خبرې د کړکېچ یوازینۍ حل لاره ده

۸ لړم ۱۴۰۴ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۴:۰۷ GMT+۰
100%

د پاکستان د لومړي وزير سياسي سلاکار رانا ثناءالله ويلي، چې د اسلام‌اباد او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو د دوام لپاره باید پر کابل د واکمنې ډلې ډاډ یو ځل بیا ترلاسه شي؛ څو مذاکرات یو ځل بیا پیل شي. هغه ټینګار کړی، چې د کړکېچ د حل لپاره خبرې یوازینۍ د حل لاره ده.

هغه له جیو نیوز سره په مرکه کې ویلي، د پاکستان لوی درستیز عاصم منیر له هغه دریځ سره همغږی دی چې ګوندې طالبانو سره دې د خبرو له لارې مسایل حل شي. نوموړي زیاته کړې، تر څو چې طالبان په بشپړه توګه راضي نه‌شي؛ نو مذکرات کومې پایلې ته نه رسېږي. هغه وایي، طالبانو ته باید یو دوه ځله نور هم د خبرو فرصت ورکړل شي.

طالبانو او پاکستان څو اونۍ وړاندې پر ډیورنډ کرښه تر سختو جګړو وروسته بالاخره په دوحه کې د اوربند تړون وکړ او له هغې وروسته یې روانه اونۍ په استانبول کې مذاکرات پیل کړل. که څه هم دغه مذکرات بې‌پایلې پای ته رسېدلي؛ خو منځګړي هېوادونه قطر او ترکیه هڅه کوي، چې بیا یې پیل کړي.

اسلام‌اباد په استانبول کې د طالبانو له پلاوي غوښتي و، چې طالبان دې د ټي‌ټي‌پي پر وړاندې عملیات پیل کړي او هغه یوه ترهګره ډله اعلان کړي؛ خو ویل کېږي طالبانو له دې چارې انکار کړی.

بلخوا طالب پلاوي بیا له پاکستاني لوري په یوې لیکلې مسوده کې غوښتي، چې د داعش وسله‌والې ډلې مرکزونه په پاکستان کې دي او د دوی پر ضد کارول کېږي؛ نو پاکستان دې هم تضمین ورکړي چې خاوره به یې د افغانستان پر ضد نه کارول کېږي.

لا هم روښانه نه‌ده، چې دغه ځنډېدلي مذاکرات به بیا کله پیل شي او هم‌مهاله وېره شته چې ښايي د دواړو لوریو ترمنځ بیا جګړه‌ییز کړکېچ رامنځته شي.

د پنجاب پولیسو ۷۴ افغانان نیولي دي

۸ لړم ۱۴۰۴ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۲:۴۰ GMT+۰
100%

د پاکستان د پنجاب ایالت د راولپېنډۍ ښار پولیسو خبر ورکړی، چې په دغه ښار کې د مېشتو بې‌اسناده افغانانو د نیولو عملیاتو پرمهال یې ۷۴ کسان نیولي دي. پولیسو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د عملیاتو پرمهال یې هغه پنځه پاکستانیان هم نیولي چې افغانانو ته یې کورونه په کرایه ورکړي وو.

پولیسو خبرداری ورکړی، هیڅوک حق نه‌لري چې په پنجاب کې افغانانو ته کورونه، هټۍ او وسایط په کرایه ورکړي. په خبرپاڼه کې راغلي، چې د سرغړونې په صورت کې به پاکستاني وګړي له قانوني او جدي چلند سره مخ وشي.

په ورته وخت کې په اسلام‌اباد کې هم مېشت یوشمېر افغانان وايي، چې د کورونو د پرېښودو خبرداری ورکړل شوی دی. یو افغان چې نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي وايي، د کور څښتن ورته ویلي چې که تر درېیو ورځو کور خوشې نه‌کړي؛ نو په زور به یې له کوره وباسي.

په ورته وخت کې د پاکستان د پنجاب ایالت سر وزیرې مریم نواز ویلي، له بې‌اسناده افغان کډوالو سره د کاروبار کوونکو کسانو سره به «قانوني چلند» وشي. نوموړې له ځايي خلکو غوښتي، چې افغانانو ته کور او یا هټۍ په کرایه ورنه کړي.

په تېرو ۷ میاشتو کې له ایران او پاکستانه څه باندې ۲ میلیونه افغانان هېواد ته ستانه شوي

۸ لړم ۱۴۰۴ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۰:۱۱ GMT+۰
100%

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ راپور ورکړی، چې د روان کال د مارچ له ۱۲مې د نومبر تر ۲مې پورې ۲.۷۸ میلیونه افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه هېواد ته ستانه شوي دي. د راپور له مخې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو له امله لارې بندې او د راستنېدو بهیر ځنډېدلی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۷مه) د ستنېدونکو افغانانو د شمېر او د افغانستان د وضعیت په اړه راپور خپور کړ.

په دې راپور کې ویل شوي، چې په تېرو نږدې اوو میاشتو کې ۱.۵ میلیونه افغان کډوال له ایران څخه او ۵۰۰ زره نور له پاکستان څخه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

راپور زیاتوي، چې د طالبانو او د پاکستاني ځواکونو تر منځ نښتې د کډوالو د ستنېدو بهیر ګډوډ کړی او د ستنېدونکو افغانانو لپاره ګواښونه زیات شوي‌ دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي، هغه افغانان چې په پاکستان کې یې د نوم لیکنې کارت یا د پي او ار موده پای ته رسیدلې په ناامنه وضعیت کې دي او ډېری یې د نیولو یا اېستلو له ګواښ سره مخامخ دي.

راپور کې همدارنګه راغلي: «افغانستان له یوه پراخ بشري بحران سره مخ دی، چې د بشري حقونو خراب وضعیت، اوږدمهاله اقتصادي ستونزې، دوامداره طبیعي ناورینونه او حیاتي خدماتو ته د محدود لاسرسي له کبله لا جدي شوی دی.»

دغه سازمان زیاتوي، چې د تاجکستان حکومت هم د افغان کډوالو د خپلواکه اېستلو سیاست ته دوام ورکړی، چې له امله یې کډوال د بېړني او بې‌ باورۍ سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېسارۍ د ستنېدونکو افغانانو د اړتیاوو د پوره کولو او ملاتړ لپاره د ۲۵۸ میلیون ډالرو غوښتنه کړې ده.

د ریو دو ژانیرو د پولیسو په تاریخي مرګوني عملیاتو کې د مړو شمېر ۱۳۲ کسانو ته لوړ شو

۸ لړم ۱۴۰۴ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۰:۰۱ GMT+۰
100%

د برازیل په ریو دو ژانیرو ښار کې د نشه‌یي توکو د مافیایي ډلو پروړاندې د پولیسو عملیاتو کې لږ تر لږه ۱۳۲ کسان وژل شوي دي. د یاد ښار اوسېدونکو د چهارشنبې په سهار لسګونه مړي چې د شپې یې موندلي وو، په واټونو کې یو په بل پسې کېښودل.

سیمه ییز چارواکي له دې عملیاتو دفاع کوي؛ خو د ملګرو ملتونو سازمان د دغې پېښې د څېړنې غوښتنه کړې ده.

دا د برازیل په تاریخ کې د پولیسو تر ټولو خونړی عملیات بلل کېږي، چې لږ تر لږه ۱۳۲ کسان په کې وژل شوي دي.

ریو دو ژانیرو چې د برازیل دویم تر ټولو ګڼ مېشته ښار دی، اوسېدونکو یې د چهارشنبې په سهار یوازې یوه اوونۍ مخکې له دې چې د نړۍوالو اقلیمي غونډو کوربه شي، د شپې موندل شوي لسګونه مړي د ښار په اصلي واټ کې یو ځای اېښي وو.

د ریو ایالت پولیسو وویل، عملیات د سې شنبې په ورځ پیل شول او د نشه يي توکو یوه لویه ډله یې په نښه کړې.

دا په داسې حال کې ده، چې په لومړیو ساعتونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۶۴ تنه اعلان شوی و، خو د درېیو ایالاتونو د امنیت مشر ویکټور سانتوس د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل: «د دې عملیاتو لوړ تلفات د وړاندوینې وړ وو، خو زموږ مطلوب نه وو.»

تر دې دمه د ریو پولیسو د ۱۱۹ کسانو وژل کېدل تایید کړي دي، چې په هغوی کې څلور د پولیسو افسران هم شامل دي.

که څه هم سانتوس ټینګار وکړ ،چې دغه عملیات د راتلونکو نړۍوالو اقلیمي مراسمو سره هېڅ تړاو نه لري، خو د ریو پولیس معمولا د لویو نړۍوالو غونډو له پیل مخکې د جرمي ډلو پر وړاندې پراخ عملیات ترسره کوي.