طالبانو په هرات کې د راستنېدونکو لپاره د یوه ښارګوټي د نومرو د وېش چارې پیل کړې

هرات کې د طالبانو رسنیز دفتر وایي، په دغه ولایت کې د راستنو شویو کډوالو لپاره د یوه ښارګوټي د نومرو د وېش چارې پیل شوې دي. په هرات کې د طالبانو والي مولانا اسلام جار ویلي، د ښارګوټي د نومرو د وېش بهیر په عادلانه توګه مخته وړي او ورسره به د راستنو شویو کډوالو ستونزې هم اوارې شي.
خبرپاڼه کې راغلي، چې اوسمهال د راستنېدونکو لپاره په دغه ښارګوټي کې د ۳مېلیونه افغانیو په ارزښت د ۳۰۰کورنیو لپاره د پاکو اوبو رسولو د یوې شبکې چارې هم پیل شوې دي.




