• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایران: له غیر ایراني وګړو سره د ایرانيانو د واده موضوع به له شریعت څخه قانون ته واړوو

۹ لړم ۱۴۰۴ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۲:۰۲ GMT+۰

د ایران د کورنیو چارو وزارت مرستیال نادر یار احمدي ویلي: «موږ له غیر ایراني وګړو سره د واده مساله له شریعت څخه قانون ته بدلوو. البته، دغه چاره ډېری مخالفین او ملاتړي هم لري.»

هغه زیاته کړې، «په ټوله کې فضا په دې ډول ده، چې غیرقانوني ودونو، د زېږېدونکو ماشومانو او همدارنګه د مېرمنو لپاره ستونزې رامنځته کړي، نو دا مساله باید د قانوني واده په چوکاټ کې راشي.»

ترویج لرونکی

د طالبانو پخواني چارواکي د ملي بیرغ په ورځ د درې‌رنګه بیرغ ستاینه کړې
۱

د طالبانو پخواني چارواکي د ملي بیرغ په ورځ د درې‌رنګه بیرغ ستاینه کړې

۲

پاکستان د ۱۶۰۰۰ افغان کډوالو د استوګنې موده وغځوله

۳

طالبانو: د غوري سمنټو فابریکه هره ورځ ۷۰۰ ټنه سمنټ تولیدوي

۴

طالبي ګومارنې؛ ملاهبت الله د طالبانو د استخباراتو یو کارکوونکی د پکتیکا پوهنتون رییس ټاکلی

۵

پاکستان د افغانستان امنیتي وضعیت ارزونې لپاره خپل سفیر اسلام‌اباد ته وربللی

•
•
•

نور کیسې

پاکستاني طالبانو په خیبر پښتونخوا کې یو مخابراتي مرکز په بمونو سره الوځولی دی

۹ لړم ۱۴۰۴ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۱:۴۹ GMT+۰
100%

سرچینې وايي، ټي‌ټي‌پي په خیبر پښتونخوا کې یو مخابراتي مرکز په بمونو سره له‌منځه وړی دی. دغه مرکز د لکي مروت ولسوالۍ په نظر خېلو سیمه کې موقعیت درلود. د خیبرپښتونخوا ځايي مسوولینو لا تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

د دغه ویجاړ شوي مرکز په خپره شوې ویډیو کې لیدل کېږي چې دغه پېښه د جمعې په ورځ (د لړم ۹مه) په نظرخېلو سیمه کې رامنځته شوې ده.

لا تر اوسه د دغې پېښې له امله د احتمالي اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان پوځ د ۵شنبې په ورځ په باجوړ کې د ټي‌ټي‌پي د دوو قومندانانو له وژلو خبر ورکړی دی.

د یادولو وړ ده، چې ټي‌ټي‌پي هم د قاري امجد او یاسر په نومونو په باجوړ کې د دوو قومندانانو د وژلو د خبر پخلی کړی و.

له دې سره سم، پاکستاني طالبانو د باجوړ ولسوالۍ د ځينو کلیو په لارو کې د بمونو او ماینونو د اېښودلو له امله د شپې لخوا پر ځايي خلکو ګرځبندیز هم لګولی دی.

جرمني له پاکستان څخه یوه ۱۴ کسیزه ډله افغان پناه‌ غوښتونکي ولېږدوله

۹ لړم ۱۴۰۴ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۱:۲۶ GMT+۰
100%

د جرمني رسنیو راپور ورکړی، چې د پاکستان له پلازمینې اسلام اباد څخه د افغانانو یوه ۱۴ کسیزه ډله د دغه هېواد هانوور ښار ته رسېدلې ده. د دویچه‌‌ویله د راپور له مخې، دا په جرمني کې د ایتلافي حکومت له جوړېدو راهیسې د افغان پناه‌غوښتونکو درېیمه ډله ده، چې دغه هېواد ته لېږدول کېږي.

د فریدریښ مېرڅ په مشرۍ د جرمني ایتلافي حکومت له رامنځته کېدو وروسته په مې میاشت کې د افغان کډوالو د لېږدونې پروګرام وځنډاوه. په داسې حال کې چې د جرمني تېر حکومت یو زیات شمېر افغانان له افغانستان څخه په دې تمه پاکستان ته لېږدولي و، چې په خپل هېواد کې به پناه ورکوي.

خو پاکستان بیا د افغان کډوالو د اېستنې په لړ کې یو شمېر هغه افغان پناه غوښتونکي چې د جرمني اړوندو میلمستونونو کې یې شپې او ورځې تېرولې، په زوره بېرته افغانستان ته استولي دي.

د پاکستان دغې چارې او د جرمني له لوري د منل شویو افغان پناه غوښتونکو پڅ بهیر هم د بشري حقونو اړوندو سازمانونو اندېښنې راپارولي دي.

د جرمني د حکومت په وینا، نږدې ۱،۹۱۰ افغان پناه‌غوښتونکي چې د جرمني له لوري د منلو ژمنه ورسره شوې لا هم په پاکستان کې پاتې دي.

د یادونې وړ ده، چې یو شمېر نور افغان پناه‌غوښتونکو د جرمني محکمو ته له شکایت کولو وروسته د محاکمو له لوري د ویزې ورکړې ادارې یادو کسانو ته د ویزې پر ورکړې مکلفې شوې او ورسره دغه هېواد ته لېږدول شوي دي.

احمد الشرع سوري چارواکو ته امر کړی چې خپلې قېمتي موټرې حکومت ته وسپاري

۹ لړم ۱۴۰۴ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۹:۳۲ GMT+۰
100%

د سوریې ولسمشر احمد الشرع د دغه هېواد چارواکو ته امر کړی، چې د خپلو لوړبیه موټرو کلياني حکومت ته وسپاري. رویټرز راپور ورکړی چې احمد الشرع د خپل ورور دفتر هم تړلی او له دولتي ادارو یې غوښتي چې له هغه سره همکاري ونه کړي، ځکه چې هغه د کورنۍ له نوم څخه ناوړه اسفتاده کړې وه.

احمد الشرع په ​​ادلب ښار کې، یوې غونډې د ۱۰۰ څخه زیات ګډونوال په لوکسو موټرو کې د ورتګ تر لیدلو وروسته وویل: «زه نه پوهیدم چې د حکومت تنخواوي دومره لوړې دي!»

هغه په ​​همدې غونډه کې راټولو شویو چارواکو او سوداګریزو مشرانو ته وویل: «ایا تاسو هیر کړي دي چې تاسو د انقلاب اولاد یاست؟ دومره ژر د مال او شتمنۍ وسوسه مو ولیدله؟»

د ملېشو پخوانی قوماندان، چې اوس د سوریې واکمن دی د ولسمشر بشارالاسد له نسکوریدو راهیسې ۱۰ نا ارامه میاشتې تیرې کړې دي.

احمد الشرع د اګست په ۳۰مه په یوه غونډه کې دولتي کارمندانو ته ویلي، چې که دوی د خپلو لوکسو موټرو کیلي ونه سپاري نو دوی به د غیرقانوني عاید په اړه د څېړونو سره مخ شي.

د رویټرز د راپور له مخې، د غونډې ځینو برخوالو، چې نه یې غوښتل نومونه یې څرګند شي ویلي، چې له وینا وروسته یوازې یو څو کسانو خپل د موټرو کلۍ سپارلې.

د سوریې د اطلاعاتو وزارت ویلي چې دا یوه «دوستانه او غیررسمي ناسته» وه، چې احمد الشرع پخوانیو قوماندانانو، چارواکو او مشهورو کسانو سره وکړه او پکې د سیاسي او امنیتي ننګونو او د «پخواني رژیم له لوري جوړ شوي د پانګونې د فرهنګ د بدلون اړتیا» په اړه خبرې وکړې.

دغه وزارت رویټرز ته وویل:«هغه ټینګار وکړ چې د دولتي مامورینو فساد به هېڅکله ونه زغمي.»

وزارت دا رد کړل، چې د موټرو د کلۍ سپارل شوي.

احمد شرع دوه وروڼه لري، چې دواړه په حکومت کې مهم مقامونه لري.حازم د کورني او بهرني سوداګرۍ او پانګونې څارنه کوي او ماهر چې د ښځو ډاکټر دی د ولسمشرۍ دفتر عمومي منشي دی او رسمي غونډې او لیدنې سمبالوي.

احمد شرع وروسته له هغه چې د خپل سوداګر ورور جمال له لوري د کورنۍ نوم څخه د ناوړه استفادې قضیه ولیده، د هغه دفتر وتاړه او دولتي ادارو ته یې امر وکړ چې له هغه سره معامله ونه کړي.

د سوریې څو چارواکو ویلي، چې احمد شرع پر خپلو خپلوانو د تکیې دلیل دا و، چې د بشار الاسد د حکومت له ناڅاپي سقوط وروسته رامنځته شوی اداري خلا ډکه کړي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند: د امریکا او هند د دفاعي تړون په اړه مو خبر ترلاسه کړی

۹ لړم ۱۴۰۴ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۸:۰۸ GMT+۰
100%

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي چې پاکستان د امریکا او هند ترمنځ د دفاعي تړون په اړه خبر ترلاسه کړی دی. طاهر اندرابي ویلي، چې دوی پر سیمه باندې د امریکا او هند د دفاعي تړون د اغیزو په اړه بیاکتنه کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وياند زياته کړې، چې د پاکستان وسله‌ وال ځواکونه د هند د پوځي تمريناتو څارنه کوي او که هند کوم تهاجمي ګام پورته کړي، نو پاکستان به ورته بشپړ او قوي ځواب ورکړي.

طاهر اندرابي وویل، دا پوښتنه باید له هند څخه وشي، چې پاکستان څو هندي جنګي الوتکې نسکورې کړې دي، ځکه حقيقت ښايي د هند لپاره ډېر تریخ وي.

هغه زیاته کړې، د پاکستان او افغانستان د اړيکو پرمختګ به هند خوشحاله نه کړي، خو د هند خوښي يا ناخوښي د پاکستان لپاره هېڅ ارزښت نه لري.

د یادونې وړ ده، چې امريکا او هند لس کلن دفاعي تړون لاسليک کړی، چې له مخې به د دواړو هېوادونو د پوځونو تر منځ د جنګي وسايلو د پېرلو او د اسانتياوو د برابرولو لپاره لاره هواره شي.

ټرمپ د ۲۰۲۶کال لپاره د کډوالو د منلو کچه تر ۷۵۰۰ راټیټه کړه

۹ لړم ۱۴۰۴ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۶:۲۱ GMT+۰
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۶کال لپاره د کډوالو د منلو کچه ۷۵۰۰ ته راټیټه کړه. دغه شمېره په امریکا کې د کډوالو د منلو تر ټولو ټیټه کچه بلل شوې ده.

د سپینې ماڼۍ په یوه سند کې راغلي، دغه پرېکړه د ټرمپ د هغه پراخې تګلارې یوه برخه ده چې موخه یې د امریکا او نړۍ د کډوالو د تګلارو بیا جوړول دي. په دې پرېکړه کې ټرمپ څرګنده کړې، چې د کډوالو د منلو تمرکز به تر ډېره د سوېلي افریقا پر سپین پوسته لږکیو ورټول وي.

ټرمپ د جنورۍ په میاشت کې واک ته تر رسېدو وروسته د کډوالو د منلو ټول پروګرامونه ودرول او ویلي یې و، چې دغه پروګرامونه به هغه مهال بیا پیل شي؛ کله چې دغه پروګرامونه د امریکا د ګټو په چوکاټ کې وي.

په تازه سند کې ټرمپ ویلي، چې اداره به یې د هغو کسانو منلو ارزونه هم وکړي چې «په خپلو هېوادونو کې د ناقانونه یا ناعادلانه تبعیض» قرباني شوي وي. د امریکا د قانون له مخې، سپینه ماڼۍ باید له کانګرس سره د کډوالو د شمېر په اړه سلا مشوره وکړي.

د کانګرس یو شمېر استازو د کډوالو په اړه د ډونالډ ټرمپ وروستۍ پرېکړه بې‌اعتباره او له اخلاقي پلوه د دفاع وړ نه‌ده بللې. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې؛ ډونالډ ټرمپ په ملګرو ملتونو کې د نړۍ نورو هېوادونو ته هم بلنه ورکړې، چې د پناه غوښتنې کچه ټیټه کړي او دا تر دویمې نړۍوالې جګړې وروسته د کډالو په تړاو د کړنلارو د بدلون جدي هڅه بلل کېږي.