طالبان وايي تېره میاشت د خوراکي توکو په بیو کې ۲،۱ سلنه زیاتوالی راغلی دی

د طالبانو تر واک لاندې د احصايې او معلوماتو ملي اداره وايي، په میاشتنې ډول یې د لګښتي توکو د بیو ارقام راټول کړي، چې له مخې یې په تلې میاشت کې د خوراکې توکو په بیو کې ۲،۱ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
