نوموړي ده نېشن ورځپاڼې ته په یوه مقاله کې لیکلي چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ وروستیو نښتو د دواړو هېوادونو ترمنځ باور ته سخت زیان رسولی دی.
منصور احمد خان وړاندیز کړی چې پاکستان باید د افغانستان په تړاو ګډه سیمهییزه تګلاره رامنځته کړي، څو د تلپاتې ثبات زمینه برابره شي. هغه لیکلي: «طالبان باید د پاکستان امنیتي اندېښنې درک کړي او وسلهوالو ډلو سره له اړیکو دې لاس واخلي. اسلام اباد هم باید اړیکې یوازې د امنیت له زاویې ونه سنجوي، بلکې سیاسي او اقتصادي همکاریو ته لومړیتوب ورکړي.»
دغه پاکستاني ډېپلومات ویلي چې دواړه هېوادونه باید د بهرني منځګړیتوب پر ځای مستقیمې خبرې پیل کړي او د اعتماد فضا رامنځته کړي. د ده په وینا، ګډ امنیتي میکانیزمونه او اقتصادي پروژې کولای شي د همکارۍ نوې مرحله پیل او زیانمن شوی باور بېرته ورغوي.
منصور احمد خان د مطلب په پای کې ویلي چې که څه هم دواړو هېوادونو اړیکې د رامنځته شویو پېښو له کبله سختې زیانمې شوي؛ خو بیا هم کولای شي په متقابل درناوي ولاړې او ټینګې اړیکي وپالي او د ټکر پرځای د تفاهم له لارې ستونزې حل کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تازه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې هېڅکله له پاکستان سره جګړې ته لېوالتیا نه لري او باید بدبینۍ ختمې شي.
د ذبیح الله مجاهد په خبره: «دلته مسلمان او ورونه ملتونه پراته دي. د جنګ مخنېوي لپاره هڅه کو او دوه اړخیزه همکاري مهمه ده. بدبیني، اخطارونه او تورونه لګول او تهدید دا مسالې نه حل کوي. مسالې په ورورۍ، اعتماد او ناستې پاستې حل کېږي.»
د طالبانو ویاند همدا شان ویلي چې که پاکستان د افغانستان په هر ولایت کې ځانله پېښ کوم ګواښ ویني؛ نو له دوی سره دې استخبارتي مالومات شریک کړي او بیا به یې د حل لپاره اقدامات وکړي.