• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټرمپ: که د نایجریا حکومت د «مسیحیانو وژنې» ته دوام ورکړي، ښايي پوځي مداخله وکړو

۱۰ لړم ۱۴۰۴ - ۱ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۴۳ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ ګواښ وکړ، چې که د نایجریا حکومت د «مسیحیانو وژنې» ته دوام ورکړي، امریکا کولی شي چې په پوځي توګه مداخله وکړي او له دې هېواد سره ټولې بهرنۍ مرستې بندې کړي.

هغه په خپلو ټولنیزو شبکو کې لیکلي دي: «که نایجریا د مسیحیانو د ځورونې لړۍ پای ته ونه رسوي، کېدای شي موږ د امریکا پوځ د اور وسلو سره چمتو کړو، څو هغه اسلامي ترهګر چې دا جنایتونه کوي، په بشپړ ډول له منځه یوسو.»

ټرمپ زیاته کړه: «ما د جګړې وزارت ته امر کړی چې د احتمالي عملیاتو لپاره ځان چمتو کړي. که برید وکړو، نو هغه به چټک، سخت او پرېکنده وي.»

ټرمپ یوه ورځ وړاندې د جمعې په ورځ هم ګواښ کړی و، چې ښایي پر نایجریا بندیزونه ولګوي او دا هېواد د «دیني ازادۍ له پلوه د جدي اندېښنې هېواد» په توګه اعلان کړي.

د نایجریا ولسمشر د ټرمپ له څرګندونو سره مخالفت ښودلی دی.

نایجریا چې شاوخوا ۲۲۰ میلیونه وګړي لري، تقریباً په دوه مذهبي برخو مسلمانان او عیسویانو وېشل شوې ده.

د بوکو حرام په څېر یاغي ډلې هڅه کوي، اسلامي قانون یو ډول وضع کړي چې په مکرر ډول د عیسویانو او مسلمانانو دواړو ځورونې لامل شوی دی.

د نایجریا ولسمشر بولا احمد تینوبو په ټولنیزو رسنیو کې د ډونالډ ټرمپ د څرګندونو په ځواب کې وویل: «مذهبي ازادي زموږ د ډله ییز هویت بنسټیز اصل دی او تل به وي.»

ټرمپ دا ګواښونه په داسې حال کې کړې دي، چې د هغه حکومت په دې وروستیو کې څو پوځي عملیات د هېواد له پولې بهر ترسره کړي دي.

امریکا د اګسټ په میاشت کې د سوېلي کاراییب په سمندر کې پراخ پوځي حضور درلود او په نړۍوالو اوبو کې یې پر وړو بېړیو مرګوني بریدونه کړي و.

د امریکا د جګړې وزارت او د نایجریا سفارت تر اوسه د رسنیو پوښتنو ته په دې اړه هېڅ ځواب نه دی ورکړی.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۴

په هرات کې یو ۲۵ کلن ځوان د طالبانو په بند کې د ځورونې له امله مړ شوی

۵

تاجکستان له روسیې نه د خپل «پښتون اتل» د قبر خاورې دوشنبې ته انتقال کړې

•
•
•

نور کیسې

د روسي او اوکرایني ځواکونو ترمنځ د پوکروفسک په ستراتیژیک ښار کې سخته جګړه روانه ده

۱۰ لړم ۱۴۰۴ - ۱ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۴۰ GMT+۰

په داسې حال کې چې روسیې د ختیځ ښار پوکروفسک د محاصرې د حلقې د بشپړېدو اعلان کړی، د اوکراین لوی درستیز ټینګار کړی چې د دغه هېواد ځواکونه لا هم د دې ویجاړ شوي ښار ځینې برخې تر خپل کنټرول لاندې لري. د هغه په وینا، د روسي «یرغلګرو» د شړلو لپاره پراخ عملیات روان دي.

رویټرز د شنبې په ورځ (د لړم ۱۰مه) د اوکراین د پوځ په حواله راپور ورکړ، چې په سیمه کې د روسیې د پرمختګ سره سره، د ښار ډېری برخه په «خړ» حالت کې پاتې ده او د دواړو خواوو له بشپړ کنټرول څخه بهر ده.

روسیې د ۲۰۲۴ کال له نیمایي څخه د پوکروفسک د نیولو هڅې پیل کړي دي. دا ښار د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله د «دونتسک دروازه» بلل کېږي.

پوکروفسک د جګړې له پیل مخکې شاوخوا ۷۰ زره نفوس درلود؛ خو د پرله‌ پسې بریدونو له امله نږدې په بشپړ ډول وران او خالي شوی دی.

که پوکروفسک سقوط وکړي، نو دا به د روان کال په پیل کې د اودیوکا له نیولو راهیسې د روسیې تر ټولو لویه ساحوي لاسته راوړنه وي، یو ښار چې د جګړې له یوې خونړۍ جګړې وروسته د روسیې پوځ ته سقوط ورکړ.

د اوکراین لوی درستیز اولکساندر سیرسکي د شنبې په ورځ (د لړم ۱۰مه) په یوې اعلامیه کې چې په فېسبوک کې خپره شوه، لیکلي: «موږ په پوکروفسک کې ولاړ یو. پراخ عملیات د دوښمن د له منځه وړلو او شړلو لپاره روان دي.»

ایراني چارواکی: په دوغارون کې د ۱۷۴۶ میلیارده ریالو په ارښت قاچاقي توکي نیول شوي دي

۱۰ لړم ۱۴۰۴ - ۱ نومبر ۲۰۲۵، ۱۳:۱۷ GMT+۰

د ایران د تایباد ولسوال حسین جمشیدي ویلي، چې د روان کال له پیله یې له افغانستان سره د دوغارون پر پوله د ۱۷۴۶ میلیارده ریالو په ارښت قاچاقي توکي نیولي دي. د هغه په وینا، په نیول شویو قضیو کې ۸۰ سلنه افغان اتباع ښکېل دي.

دغه ایراني چارواکي ویلي، د ایران د قاچاقي توکو پر ضد ادارې په تایباد کې د قاچاقي توکو په اړه ۱۰۴۴ قضیې ثبت کړې دي.

د حسین جمشیدي په خبره په کشف شویو قاچاقي توکو کې تېل، غلا شوي ګرځنډه تلیفونونه، ګاز لرونکي څښاک او د موټرو پرې شاملې دي، چې ایران ته د داخلېدو او یا هم له ایران څخه د وتلو پرمهال نیول شوي دي.

د خراسان رضوي د تایباد ولسوالی ویلي:«د دوغارون د قاچاقو پر ضد ادارې د خراسان رضوي په کچه د دغو چارو په رسېدو کې تر ټولو لوړ ځای لري او شاوخوا ۸۰ سلنه قضې چې پر دغه پوله ثبت شوي دي د افغان وګړو سره تړاو لري.»

جمشیدي زیاته کړې، چې له رسمي لارو پرته ایران ته د توکو د ننوتلو او اېستلو هر ډول اقدام جرم ګڼل کېږي او له سرغړونکو سره به د قانون له مخې چلند وشي.

پر همدغه مهال د تایباد ولسوال ویلي، چې د دوغارون بندر له لارې هره ورځ له ۴۰ زرو څخه ډېر ایراني او افغان موټر چلونکي او سوداګر تګ راتګ کوي او دغې ګڼې ګوڼې د قاچاق د څار اړتیا ډېره کړې ده.

مجاهد: که پاکستان د افغانستان هر ځای کې تهدید ویني، نو استخباراتي مالومات دې شریک کړي

۱۰ لړم ۱۴۰۴ - ۱ نومبر ۲۰۲۵، ۰۴:۲۵ GMT+۰

د‌ طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، که پاکستان د افغانستان په هر ولایت کې ځانله پېښ کوم ګواښ ویني؛ نو له دوی سره دې استخبارتي مالومات شریک کړي او بیا به یې د حل لپاره اقدامات وکړي. هغه د خېبر نیوز په نوم ټلوېزیوني شبکې ته زیاته کړې چې مسایل په ګډو همکاریو حل کېږي.

د هغه په وینا، دوی د خپلو مالوماتو له مخې په خپلو ولایتونو کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه پاکستان ته ټول پېښ ګواښونه له‌منځه وړي او که پاکستان د ځینو تهدیدونو په اړه مالومات ولري باید استخبارتي مالومات ورسره شریک کړي.

مجاهد وویل: «که چېرې ځنې ساحې او پېښې زموږ علم کې نه وي، تاسې مالومات شریک کړئ، مثلا پکتیکا کې کونړ کې او نورو مالوماتو کې نو مونږ به یې مخه ونیسو. دا ټول خو‌ په استخباراتي مالوماتو کېږي.»

د طالبانو د ویاند په خبره، هېڅ‌کله له پاکستان سره جګړې ته لېوالتیا نه لري او باید بدبینۍ ختمه شي. د ذبیح الله مجاهد په خبره: «دلته مسلمان او ورونه ملتونه پراته دي. د جنګ مخنېوي لپاره هڅه کوو خو دواړه همکاري غواړي، بدبیني، اخطارونه او تورونه لګول، تهدید دا مسالې نه حل کوي. مسالې په ورورۍ، اعتماد او ناستې پاستې حل کېږي.»

مجاهد همدا راز دا هم ومنله چې د بلوچستان ایالت په کویټې سیمه کې څه موده وړاندې د دوی په توغندیزو بریدونو کې ملکي وګړي وژل شوي وو او د دوی مشر ملا هبت الله په امر یې عاملینو ته ځانګړې محکمه جوړه شوه. هغه دا هم تایید کړه چې دغو کورنیو ته د دوی د مشر په امر محکمې «دیت» هم ورکړی دی.

چین په اپېک غونډه کې له ازادې سوداګرۍ پر ملاتړ ټينګار وکړ

۱۰ لړم ۱۴۰۴ - ۱ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۵۴ GMT+۰

د چین ولسمشر شي جین‌پینګ د اسیا ارام سمندر اقتصادي همکاریو (APEC) غونډې په پرانېستغونډه کې په نړۍواله کچه د ازادې سوداګرۍ پر ملاتړ د خپل هېواد له ژمنتیا خبر ورکړ. د امریکا ولسمشر بیا دغې غونډې ته په نه سترګه کتلي او پکې له ګډون پرته ترې تللی دی.

اسوشېتېد پرس خبري اژانس د جمعې په ورځ (د لړم ۹مه) په یوه راپور کې وویل، د چین ولسمشر د اپېک په پرانېستغونډه کې چې د سویلي کوریا په ګیونګجو ښار کې جوړه شوې په راڅرګندېدو سره د ټولو پام ځانته واړاوه.

د امریکا ولسمشر بیا د سوداګرۍ په برخه کې د رامنځته شویو ناندریو د راکمولو په تړاو له خپل چینايي سیال سره د توافق له ترلاسه کولو وروسته د یادې غونډې له جوړېدو یوه ورځ مخکې له سویلي کوریا سفر وکړ.

ډونالډ ټرمپ له شي جین‌پینګ سره لیدنه یوه ستره بریا وبلله او زیاته یې کړه، امریکا به پر چین تعرفې راکمې کړي او چین هم موافقه کړې چې د نادرو کاني موادو صادرات ازادوي او له امریکا به د سویا د پېرلو بهیر پیلوي.

د چین ولسمشر د اپېک په پرانېستغونډه کې وویل، «کله چې د ناورینونو لمن پراخېږي، نو باید لا ډېر سره همکار واوسو.»

اپېک (APEC) په ۱۹۸۹ کال کې تاسیس شو او په سنتي ډول یې له ازادې سوداګرۍ او پرانېستې پانګونې ملاتړ وکړ او موخه یې هم په سیمه ییز اقتصاد کې ادغامېدل دي.

ایران: طالبان د افغانانو د کډوالۍ په مخنیوي کې پاتې راغلي دي

۱۰ لړم ۱۴۰۴ - ۱ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۴۰ GMT+۰

د ایران کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي د طالبانو پر ادارې نیوکه کړې، چې د افغانانو د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي لپاره هڅې نه کوي. خو تاییدوي، چې په ایران کې د افغان کډوالو شمېر لږ شوی.

خو دغه ادارې اندېښنه څرګنده کړې، چې ښایي دا کډوال بیا ایران ته ستانه شي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو وګړو او کډوالو د چارو مشر نادر یاراحمدي ایلنا خبري اژانس ته ویلي، چې طالبان د افغانانو د کډوالۍ د مخنیوي لپاره جدي هڅه نه کوي.

دغه ایراني چارواکي همدارنګه ویلي، چې هڅې روانې دي څو د غیرایراني وګړو سره د واده موضوع له شرعي حالت څخه قانوني حالت ته واړول شي.

د راپور له مخې، د ایران حکومت د روان هجري لمریز کال له پیل راهیسې نږدې دوه میلیونه افغان کډوال له هېواده ایستلي دي.