په فرانسه کې یو ۲۰ کلن افغان ځوان داعش سره د همکارۍ په تور نیول شوی دی

د فرانسې رسنیو راپور ورکړی چې په پاریس کې د ترهګرۍ ضد ملي څارنوالۍ دفتر یو ۲۰ کلن افغان ځوان له داعش خراسان سره د همکارۍ او اړیکو په تور نیولی دی. د راپور له مخې، دا سړی داعش خراسان ته د پیسو لیږلو او د هغوی د تبلیغاتو په خپرولو تورن دی.




