• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نبي عمري نیوکه کړې چې په ډېرو سیمو کې ځنګلونه پرې کېږي او په دایمي ډول له منځه وړل کېږي

۱۰ لړم ۱۴۰۴ - ۱ نومبر ۲۰۲۵، ۱۱:۲۶ GMT+۰تازه شوی: ۱۰ لړم ۱۴۰۴ - ۱ نومبر ۲۰۲۵، ۱۲:۳۲ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد نبي عمري وايي، چې په ډېری سيمو کې ځنګلونه اره کيږي، چې په دې ډول قطع کولو سره بوټي بېرته نه راشنه کيږي او ځنګلونه په دايمي ډول لمنځه وړل کيږي. د هغه په وینا، ځنګلونه ملي شتمني ده او ټول یې د ساتلو مسوولیت لري.

د طالبانو د ننګرهار ولایت د والي رسنیز دفتر د شنبې په ورځ ( د لړم ۱۰مه) وویل، چې د ننګرهار ولایت په کوربه‌توب د ختیځ زون په کچه لوړ پوړو طالب مسوولينو او قومي مخورو د ځنګلونو ساتنې او بيا احياء کولو په موخه غونډه وکړه.

دې غونډې ته د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد نبي عمري وويل، چې د ځنګلونو ساتنې په موخه به د شنې قطعې ترڅنګ ځوانان پر دنده وګماري، ترڅو له يو خوا کاري فرصت رامنځته شي او له بل پلوه د ځنګلونو ساتنه وشي.
نوموړي همدا راز وويل، چې د خپلو ولسونو ستونزې او اړتياوې یې هم په نظر کې نيولي او د ځنګلونو ساتنې ترڅنګ به دوی ته هم ځانګړې پاملرنه وشي.

په همدې حال کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزير عطاءالله عمري وويل: « زمونږ پلرونو او نيکونو راته شنه او پراخه ځنګلونه په ميراث پريښي دي، راځئ چې مونږ هم خپلو راتلونکو نسلونو ته دغه ملي شتمني په ښه بڼه وساتو...»

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې په ځینو ولایتونو کې د اوسېدونکو شکایتونه دا دي، چې په ځینو سیمو کې ځنګلونه د نامعلومو کسانو له خوا اره کېږي او بیا بهر ته قاچاق کېږي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۴

په هرات کې یو ۲۵ کلن ځوان د طالبانو په بند کې د ځورونې له امله مړ شوی

۵

تاجکستان له روسیې نه د خپل «پښتون اتل» د قبر خاورې دوشنبې ته انتقال کړې

•
•
•

نور کیسې

طالبان: د ازبکي ژبې او کلتور د نمانځنې په موخه فرهنګي نندارتون جوړ شو

۱۰ لړم ۱۴۰۴ - ۱ نومبر ۲۰۲۵، ۱۰:۵۶ GMT+۰

د طالبانو د بلخ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په همکارۍ له یو شمېر ځوانانو سره د ازبکي ژبې د کلتور، تاریخ او ټولنیز مقام د درناوي په موخه فرهنګي نندارتون جوړ شوی دی. په دې نندارتون کې د نقاشۍ او خطاطۍ بېلابېل اثار، همدارنګه محلي خواړه نندارې ته وړاندې شول.

د بلخ ولایت د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د شنبې په ورځ (د لړم ۱۰مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره پر اېکس‌پاڼه لیکلي، چې په دې جوړ شوي پروګرام کې یو شمېر شاعرانو او ځوانانو خپل نظمونه په ازبکي ژبه ولوستل.

دوی لیکلي، چې د دغه پروګرام د جوړولو موخه د ازبکي ژبې ژوندي ساتل او د ځوان نسل د دې ژبې زده‌کړې ته هڅونه ده. هغوی دغه ډول فرهنګي پروګرامونه د افغانانو ترمنځ د یووالي او هم‌پالنې په پیاوړتیا کې اغېزمن بللي دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس محمدالله ضرار ویلي، چې ازبکي ژبه نه یواځې د اړیکو وسیله ده، بلکې د افغانستان د ازبک قومونو د فرهنګي او تاریخي هویت مهمه برخه ده او دغه ډله د هېواد ټولو قومونو، ژبو او فرهنګونو ودې ته ژمنه ده او د ودې او پرمختګ زمینه یې ورته برابره کړې ده.

ملاله یوسفزۍ: د افغان ښځو وضعیت ورځ تر بلې خرابېدونکی دی

۱۰ لړم ۱۴۰۴ - ۱ نومبر ۲۰۲۵، ۰۹:۱۶ GMT+۰

د نوبل جایزې پښتنه ګټونکې او د نجونو د زده کړو فعاله ملاله یوسفزۍ وايي، افغانستان په نړۍ کې یوازینې هېواد دی چې نجونې پکې له زده کړو منعه شوي او د هرې ورځې په تېریدو سره یې وضعیت مخ په خرابېدو دی.

نوموړې تازه د بي بي سي له انګریزي برخې سره په خبرو کې ویلي چې د افغانستان وضعیت په دقیقه توګه څاري او د ښځو پر وړاندې د طالبانو ځپوونکي اقدامات د ژورې خواشینې او اندیښنې وړ دي.

یوسفزۍ ویلي چې که څه هم میرمنې او نجونې په سیسټماتیک ډول په افغانستان کې له خپلو حقونو بې برخې شوي؛ خو بیا هم هڅه کوي چې له بېلابېلو لارو زده کړې وکړي چې دا پخپله د طالبانو پر وړاندې د مقاومت ښکاره بېلګه ده.

د نجونو د زده‌کړو دا فعاله په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې ځپوونکي اقدامات د جنستي تبعیض او اپارټایید یوه بڼه ګڼي چې په خبره یې پر وړاندې باید غږ پورته شي.

یوسفرۍ پر نړۍوالې ټولنې غږ وکړ چې د افغان ښځو د ملاتړ په برخه کې دې ځکه ګامونه پورته چې په ټکو یې دا یوازې د افغان ښځو د حقونو مساله نه، بلکې د ټولۍ نړۍ د ښځو او بشري حقونو اړوند موضوع ده.

طالبانو له بیا واکمنېدو سره سم په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې پراخ محدویتونه ولګول چې د نجونو سربیره د نړیوالو ټولنې توند غبرګونونه یې راوپارول.

که څه هم په تیرو څه باندې څلور کلونو کې د ملګرو ملتونو په ګډون بېلابېلو نړیوالو بنسټونو، سیاسي مشرانو او د بشري حقونو ګڼو فعالانو په پرلپسې ډول له طالبانو غوښتي چې د افغان ښځو په تړاو دې خپل دریځ نرم کړي خو لاهم افغان نجونې د زده کړو په ګډون له خپلو لومړنیو حقونو بې برخي دي.

طالب ویاندویانو په کراتو ادعا کړې چې په افغانستان کې د ټولو په ځانګړي توګه د ښځو حقونه د دوي په ټکو د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي، هغه ادعا چې نه افغان میرمنو او نه هم نړیوالې ټولنې ته د منلو ده.

منصور احمد خان: د افغانستان او پاکستان ترمنځ بې باوري بېخي ډېره شوې

۱۰ لړم ۱۴۰۴ - ۱ نومبر ۲۰۲۵، ۰۸:۱۶ GMT+۰

د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی سفیر منصور احمد خان وايي چې د کابل او اسلام اباد خپلمنځي اړیکې له کلونو راهیسې ترینګلې وې؛ خو د وروستیو شخړو له کبله له تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې دي.

نوموړي ده نېشن ورځپاڼې ته په یوه مقاله کې لیکلي چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ وروستیو نښتو د دواړو هېوادونو ترمنځ باور ته سخت زیان رسولی دی.

منصور احمد خان وړاندیز کړی چې پاکستان باید د افغانستان په تړاو ګډه سیمه‌ییزه تګلاره رامنځته کړي، څو د تلپاتې ثبات زمینه برابره شي. هغه لیکلي: «طالبان باید د پاکستان امنیتي اندېښنې درک کړي او وسله‌والو ډلو سره له اړیکو دې لاس واخلي. اسلام اباد هم باید اړیکې یوازې د امنیت له زاویې ونه سنجوي، بلکې سیاسي او اقتصادي همکاریو ته لومړیتوب ورکړي.»

دغه پاکستاني ډېپلومات ویلي چې دواړه هېوادونه باید د بهرني منځګړیتوب پر ځای مستقیمې خبرې پیل کړي او د اعتماد فضا رامنځته کړي. د ده په وینا، ګډ امنیتي میکانیزمونه او اقتصادي پروژې کولای شي د همکارۍ نوې مرحله پیل او زیانمن شوی باور بېرته ورغوي.

منصور احمد خان د مطلب په پای کې ویلي چې که څه هم دواړو هېوادونو اړیکې د رامنځته شویو پېښو له کبله سختې زیانمې شوي؛ خو بیا هم کولای شي په متقابل درناوي ولاړې او ټینګې اړیکي وپالي او د ټکر پرځای د تفاهم له لارې ستونزې حل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې هېڅ‌کله له پاکستان سره جګړې ته لېوالتیا نه لري او باید بدبینۍ ختمې شي.

د ذبیح الله مجاهد په خبره: «دلته مسلمان او ورونه ملتونه پراته دي. د جنګ مخنېوي لپاره هڅه کو او دوه اړخیزه همکاري مهمه ده. بدبیني، اخطارونه او تورونه لګول او تهدید دا مسالې نه حل کوي. مسالې په ورورۍ، اعتماد او ناستې پاستې حل کېږي.»

د طالبانو ویاند همدا شان ویلي چې که پاکستان د افغانستان په هر ولایت کې ځانله پېښ کوم ګواښ ویني؛ نو له دوی سره دې استخبارتي مالومات شریک کړي او بیا به یې د حل لپاره اقدامات وکړي.

طالبانو په ټول هېواد کې ۹ استوګنیز ښارګوټي دولتي اعلان کړي

۱۰ لړم ۱۴۰۴ - ۱ نومبر ۲۰۲۵، ۰۷:۵۳ GMT+۰

د طالبانو عدلیې وزارت خبر ورکړی چې په کابل، بلخ، غزني او ننګرهار ولایتونو یې ۹ استوګنیز ښار ګوټي د شرعي محاکمو له پرېکړې وروسته د دولتي ملکیت په توګه تثبیت کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه چاره د تېرو دریو کلونو په لړ کې د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون په هلو ځلو ترسره شوې ده.

ملاتره خېل، سردار محمد داوود خان، ملا عزت، خالد بن ولید، حکیم سنايي، نو اباد، حاجي قدیر او د اسحاق ګیلاني په نومونو د استوګنیز وښارګوټو ځمکه طالبانو دولتي بللې ده. د مالوماتو له مخې په ټولیزه توګه په یادو ۹ ښارګوټو کې تر ۵۰ زرو جریبو زیاته ځمکه غصب شوې وه.

د طالبانو عدلیې وزارت یاته کړې چې تر اوسه یې د هېواد په کچه له غاصبینو شاوخوا څلور مېلیونه جریبه دولتي ځمکه بېرته اخیستل شوې او د نورو زرګونو جریبو ځمکو د بېرته راګرځولو قضیې لا هم تر څېړنې او تعقیب لاندې دي.

دغه وزارت وایي، د ځمکو د بېرته ترلاسه کولو بهیر د روڼتیا او د دوی د قانون پر بنسټ روان دی او د ملکیتونو د تثبیت دا هڅې به د عامه شتمنیو د ساتنې او د دغه ډلې د قانون حاکمیت د پیاوړتیا لامل وګرځي.

طالبان وایي،‌ سږ کال ننګرهار کې د زیتونو حاصلات د پام وړ زیات شوي

۱۰ لړم ۱۴۰۴ - ۱ نومبر ۲۰۲۵، ۰۷:۱۹ GMT+۰

د طالبانو په واک کې د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون د طالبانو کرنې وزارت په حواله ویلي چې د ننګرهار وادي کانال ریاست د زیتونو تولیدات سږکال د تېر کال پرتله ۴۰ سلنه زیات شوي دي.

د مالوماتو له مخې، د زیتون تېلو سږنی تولید نږدې ۱۹۰ زره لېټرو ته رسېږي، په داسې حال کې چې تېر کال دا شمېر ۱۳۵ زره لېټره و. د طالبانو کرنې وزارت همدا شان ویلي چې د زیتون ټول حاصلات له ۱۰۰۰ټنو څخه ۱۶۰۰ ټنو ته لوړ شوي دي.

د کرنیزو خدمتونو ښه‌والی، د زیتون باغونو پراختیا او د بڼ،الو له لوري د نوې کرنیزې ټکنالوژۍ کارونه د تولیداتو د زیاتېدو لاملونه بلل شوي دي. د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د زیتونو د تولیداتو زیاتوالی ته په پام تمه ښودلې دغه کچه به د تیلو له اړخه د افغانستان د اړتیا لویه برخه پوره کړي.