طالبان وايي د تېر کال هر حاجي ته درې زره و ۹۳۶ اضافه شوې افغانۍ بېرته ورکول کیږي

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اعلان کړی، چې د تېر کال حاجیانو ته د درې زره او ۹۳۶ افغانيو د اضافه ورکړل شویو پیسو د بېرته ورکړې لړۍ پیل شوې ده. د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه د تېر کال ۷۹ سلنه حاجیانو ته ټولټال نږدې ۹۰ میلیونه افغانۍ بېرته ورکړل شوې دي.




