کندز کې د ۷۰ پهلوانانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې

د طالبانو د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د وزلوبې فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د ۷۰ پهلوانانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې. دا سیالۍ د وزلوبې راتلونکو سیالیو ته د چمتووالي په موخه ترسره شوې دي.