له هرات څخه د لاسي اوبدل شویو غالیو صادرات ۱۱۶ زره ډالره زیات شوي دي

د طالبانو د هرات ولایت مقام د رسنیو دفتر وايي، چې له دغه ولایت څخه نړیوالو بازارونو ته د لاسي اوبدل شویو غالیو صادرات د پام وړ زیات شوي دي. د یاد دفتر د معلوماتو له مخې، د روان کال له پیل راهيسې تر دې دمه د ۲۷۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت غالۍ بهر ته صادرې شوې دي.
