ګوترېش: په کانګو کې باید جګړه ودرول شي او له ځنډ پرته دې د سولې تړون وشي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د کانګو په ډیموکراتیک جمهوریت کې د جګړې پر دوام اندېښنه ښودلې او د ژر تر ژره بندېدو غوښتنه یې کړې ده. نوموړي ویلي، چې له تېرو درېیو لسیزو راهیسې د کانګو جمهوریت خلک له تاوتریخوالي او کړاونو سره مخ دي.




