هغه په لومړي سر کې په ټلوېزیوني تیاتر او بیا یې په ۸۰یمه لسیزه کې هنري برخې ته مخه کړه او ډېر ژر بیا د بالیووډ په ډګر کې وځلېد.
شاهرخ خان چې اوس د بالیووډ یو له تر ټولو غوره او محبوبو سینمايي لوبغاړو ګڼل کېږي، د «بالیووډ د پاچا» په لقب هم مشهور دی.
هغه تر اوسه په څه باندې ۸۰ فلمونو کې په دواړو رولونو (منفي او مثبت) کې کار کړی دی. د شاهرخ خان د فلمي ژوند او لومړنۍ بریا په منفي رول کې وه. هغه په ۱۹۹۳ کال کې «ډر» فلم کې په منفي رول کې راڅرګند شو، خو په ۱۹۹۵ کال کې یې ریکارډ ماتونکي فلم «دلوالې دلهنیا لې جاینګې» کې د رومانټيک رول له امله د خپل شهرت اوج ته ورسېد او ورسره یې د «رومانس پاچا» لقب هم خپل کړ.
شاهرخ خان په ۲۰۰۵ کال کې د هند دولت له لوري د «پادما شري» جایزه هم ترلاسه کړه او ورسره یې ګڼ نورې جایزې هم خپلې کړې دي او همداراز د نړۍ په کچه په پنځوسو نفوذ لرونکو کسانو کې شمېرل کېږي.
هغه په ۱۹۹۱ کال کې د فلمونو له جوړوونکې او طراحې ګوري خان سره واده وکړ او د ارین، سوهانا او ابرام په نومونو دو زامن او یوه لور لري.
شاهرخ خان له فلمي نړۍ ور هاخوا د لویو ټلوېزیوني او فېسټيوالونو کوربتوب هم کوي او ورسره هم مهاله د هند په غورله لیګ کې د یوې لوبډلې مالک هم دی.
د شاهرخ خان نوم د لومړي ځل لپاره د روان کال په اکټوبر میاشت کې د میلیاردرانو په نوملړ کې شامل شو. د دې نوي نوملړ له مخې شاهرخ خان اوس د نړۍ له شتمنو فلمي ستورو یو دی.
هغه په څه باندې ۳۰ کلن سینمايي مزل کې په څه باندې ۸۰ فلمونو کې کار کړی او وروستي دوه فلمونه یې چې پټان او جوان نومېږي، ډېر ځلېدلي او ویل کېږي چې لا هم خپل هنر ته ژمن دی او له خپلو نورو سوداګریزو چارو هنري چارو ته دوام ورکوي.
دا سږ کال په فرانسه کې د یو هنري اثر د پلور تر ټولو لوړه بیه ګڼل کېږي.
دا ښځینه تابلو «ښځه د ګلدارې خولۍ سره (دورا مار)» د پیکاسو د «ښځې له خولۍ سره» له لړۍ څخه دی.
دا انځور په ۱۹۴۴ کال کې اخیستل شوی و او له هماغه وخت راهیسې د یوې کورنۍ په خصوصي ټولګه کې ساتل کېده او تر اوسه هېڅکله د هنر په بازار کې نه و لیدل شوی.
کریستوف لوسین، چې د دې لیلام چارې پر مخ وړې دا پلور یو «ستر بریالیتوب» وباله او ویې ویل:«دا تابلو د پیکاسو او دورا مار د مینې د کیسې یوه برخه ده، هغه مینه چې په هماغه وخت کې د پای ته رسېدو په حال کې وه.»
کارپوهان وایي، دا اثر بې له کوم ترمیم یا رنګ مالۍ خوندي ساتل شوی او د هغه رنګونه لا هم روښانه، ژوندي او احساساتي دي. د پیکاسو د اثارو متخصصه اګنس سوستر باربې وویل:«دا انځور هماغسې دی لکه څنګه چې د پیکاسو له کارګاه څخه راوتلی و، خام، رنګین او د احساس ډک.»
که څه هم دا تابلو په لوړه بیه وپلورل شو، خو لا هم د پیکاسو د نړیوالو ریکارډونو څخه لرې دی. په ۲۰۲۳ کال کې د هغه اثر «ښځه له ساعت سره» په ۱۳۹ میلیونه ډالرو وپلورل شو او په ۲۰۱۵ کال کې د هغه «د الجزایر ښځې» تابلو د ۱۷۹ میلیونه ډالرو په بیه وپلورل شوه.
د هغه کورنۍ په انسټاګرام پاڼه کې په خپره شوې اعلامیه کې لیکلي: «زموږ ګران، هغه څوک چې د هر چا پر مخ یې موسکا راوسته، اسراني صاحب نور زموږ تر منځ نشته. دا نه جبرانېدونکی زیان دی، هم د هند سینما لپاره او هم زموږ د زړونو لپاره. هغه نښه چې اسراني د خپلو هنري کارونو له لارې پرې اېښې، دا به تلپاتې وي. خدای دې د هغه روح ته ارام ورکړي.»
د غونډې ویناوالو د ازبکي ژبې د اوسني وضعیت په اړه خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د دې ژبې پياوړتیا، پراختیا او تدریس ته باید جدي پاملرنه وشي. هغوی زیاته کړه، د داسې فرهنګي پروګرامونو دوام کولای شي د ژبو او کلتورونو تر منځ د پوهاوي او ورورولۍ فضا نوره هم پیاوړې کړي.
په دغه نمانځغونډه کې د ازبکي دودیزو خوړو، خطاطۍ، نقاشۍ، کتابونو، پخوانیو جامو او غاليو نندارتون هم جوړ شوی و.
د افغانستان پخواني حکومت په ۱۳۹۹کال کې د تلې ۲۹مه د «ازبکي ژبې ملي ورځ» نومولې وه، او له هغه را وروسته هر کال دننه او بهر د افغانستان ازبک فعالان دا ورځ لمانځي.
ازبکي ژبه د افغانستان له مهمو ژبو څخه ده، چې په رسمي توګه د هېواد د دریمې لویې ژبې په توګه پېژندل کېږي. دا ژبه د ترکي ژبو له کورنۍ څخه ده او په شمالي ولایتونو لکه فاریاب، جوزجان، سرپل، بلخ، تخار او سمنګان کې د پراخې ازبک ټولنې لهخوا ویل کېږي.
ازبکي ژبه د افغانستان د اساسي قانون له مخې د پښتو او دري تر څنګ د رسمي او تدریسي ژبو په ډله کې راځي. ازبکان د افغانستان د کلتوري، ادبي او سیاسي ژوند مهم برخه وال ګڼل کېږي او د دوی ژبه د هېواد د ژبني تنوع یوه بډایه برخه جوړوي.