د اسراییل دفاع وزیر: د «ژېړې سیمې» دننه به د حماس ځواکونه له محدودیت پرته په نښه کړو

د اسراییل د دفاع وزیر یسراییل کاټز وایي، چې د دې هېواد پوځ به په غزې تړانګه کې په خپلو تر واک لاندې سیمو کې د حماس وسلهوال ځواکونه «له هر ډول محدودیت پرته» له منځه یوسي.




