• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د تېرو پنځو ورځو پرمهال په سند کې د ډینګي تر ۴زرو ډېرې پېښې ثبت شوې دي

۱۵ لړم ۱۴۰۴ - ۶ نومبر ۲۰۲۵، ۰۴:۱۷ GMT+۰

د پاکستان د روغتیا وزارت د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړی، چې په روانه میاشت کې په سند ایالت کې د ډینګي تر ۴زرو ډېرې پېښې ثبت شوې دي. د یاد وزارت په وینا؛ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ډینګي له امله په حیدراباد ښار کې یو کس مړ شوی دی.

له دې سره سږ کال په سند ایالت کې ټولټال ۹۶۳۸ د ډینګي مثبتې پېښې ثبت شوې، چې ترټولو ډېرې یې په حیدراباد ښار کې ثبت شوې دي.

ترویج لرونکی

د طالبانو پخواني چارواکي د ملي بیرغ په ورځ د درې‌رنګه بیرغ ستاینه کړې
۱

د طالبانو پخواني چارواکي د ملي بیرغ په ورځ د درې‌رنګه بیرغ ستاینه کړې

۲

طالبانو: د غوري سمنټو فابریکه هره ورځ ۷۰۰ ټنه سمنټ تولیدوي

۳

پاکستان د ۱۶۰۰۰ افغان کډوالو د استوګنې موده وغځوله

۴

طالبي ګومارنې؛ ملاهبت الله د طالبانو د استخباراتو یو کارکوونکی د پکتیکا پوهنتون رییس ټاکلی

۵

پاکستان د افغانستان امنیتي وضعیت ارزونې لپاره خپل سفیر اسلام‌اباد ته وربللی

•
•
•

نور کیسې

اسحاق ډار: کابل کې یوه پیاله چای د پاکستان لپاره ډېره قیمته تمامه شوه

۱۵ لړم ۱۴۰۴ - ۶ نومبر ۲۰۲۵، ۰۲:۴۷ GMT+۰
100%

په داسې حال کې چې د طالبانو او اسلام‌اباد تر منځ ترینګلتیاوې زیاتې شوې؛ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي، کابل ته د دوی د استخباراتو پخواني رییس فیض حمید سفر او هلته د چایو پیاله د دوی لپاره ډېره قیمته تمامه شوه.

ډار د چهارشنبې په ورځ د پاکستان په سنا مجلس کې په نامستقیمه توګه د تحریک انصاف ګوند پر پخواني حکومت نیوکې وکړې. هغه وویل: «د چایو د یوې پیالې په پلمه د افغانستان پاکستان دروازې پرانېستل شوې، دا یوه ستره تېروتنه وه چې باید بیا تکرار نه‌شي.»

په ۲۰۲۱کال کې د طالبانو تر واک اېله څو ورځې وروسته د پاکستان د څارګرې ادارې (ای‌اېس‌ای) پخوانی مشر جنرال فیض حمید او د دغه هېواد د پوځ یو لوړپوړی پلاوی کابل ته تللی و. د دغه سفر موخه د طالبانو ترمنځ د اختلافاتو حل بلل شوی و او همداراز یې نه یوازې په کور دننه؛ بلکې نړۍوال غبرګونونه هم راپارولي وو.

ډار د خپلې وینا پر مهال زیاته کړې، چې پر کابل د طالبانو تر واکمنېدو وروسته پاکستان کې ترهګریز بریدونه ډېر شوي او د «ټي‌ټي‌پي په ګډون بلوڅ‌ بېلتون‌پال د افغانستان له خاورې فعالیتونه کوي.» دغه پاکستاني چارواکي همدا راز ادعا کړې وه، چې د مسایلو د حل لپاره ورته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په یوه ورځ کې شپږ ځلې ټلېفوني اړیکه تینګه کړې وه؛ خو پر کابل واکمنو دغه ادعا «له حقیفت لرې» وبلله.

تېره میاشت د پاکستان او طالبانو ترمنځ پر ډیورنډ کرښه خونړۍ نښتې وشوې او لا تر اوسه پورې هم د دواړو لوریو ترمنځ پر یاده کرښه ټولې دروازې تړلې دي، چې له کبله یې سوداګري هم په ټپه ولاړه ده. که څه هم طالبانو او پاکستاني پلاویو په دوحه او ترکیه کې اوربند وکړ؛ خو د رامنځته شوي کړکېچ په تړاو لاتر اوسه پورې وروستۍ هوکړې ته نه‌دي رسېدلي.

نن د (لړم ۱۵مه) استانبول کې یو ځل بیا د دواړه خواوو ترمنځ مذاکرات پیلېږي، چې د طالبانو د پلاوي مشري د دغه ډلې د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق او د پاکستاني لوري مشري بیا د «ای‌اېس‌ای» مشر کوي. په افغانستان کې د «ټي‌ټي‌پي او بلوڅ بېلتون‌پالو پر ضد» عملیات او د هغوی د مرکزونه له‌منځه وړل د دغه مذاکراتو اصلي او لانجه‌من موضوعات دي.

اصف درانی: اسلام‌اباد دې د ټي‌ټي‌پي ستونزه په خپل هېواد کې دننه حل کړي

۱۵ لړم ۱۴۰۴ - ۶ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۲۴ GMT+۰
100%

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني په استانبول کې د اسلام‌اباد او طالبانو د خبرو په اړه په یوه مقاله کې لیکلي، چې په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي پر کنټرولولو د اسلام‌اباد ټینګار د پاکستان په خاوره کې د وسله‌والو بریدونو ستونزه نه شي حل کولی.

اصف دراني زیاته کړې، چې د تحریک طالبان پاکستان ماتول یوازې د قبایلي سیمو د خلکو د ملاتړ ترلاسه کولو له لارې شونی دی.

د ښاغلي دراني څرګندونې د طالبانو هغه دریځ منعکس کوي، چې ټي‌ټي‌پي د پاکستان داخلي ستونزه ده او د اسلام‌اباد له سیاستونو سره تړاو لري، چې د دې هېواد د پالیسیو له امله د قبایلي سیمو د نارضایتۍ څخه راپورته شوې ده.

خو د پاکستان حکومت ټي‌ټي‌پي ترهګر سازمان ګڼي او وایي، چې د پوځي عملیاتو له لارې به یې له منځه یوسي.

اسلام‌اباد باور لري، چې د ټي‌ټي‌پي ستونزه هغه وخت حل کېدای شي چې یا خو دا ډله له افغانستان څخه واېستل شي، یا طالبان یې د بریدونو مخه ونیسي.

ښاغلي دراني په خپلې مقاله کې چې د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۱۴مه) د «جیو نیوز» په وېب‌ پاڼه خپره شوې لیکلي، چې د دې ډلې د ماتې بهیر باید له پاکستان دننه د قبایلي سیمو څخه پیل شي، نه له افغانستانه.

د هغه په وینا، کله چې د تحریک طالبان پاکستان اصلي جوړښتونه د پاکستان دننه کمزوري شي، نو د دې ډلې هغه غړي چې په افغانستان کې دي پخپله به بې ملاتړه پاتې شي او د اغېزمنېدو وړتیا به له لاسه ورکړي.

هغه د پاکستان له حکومت څخه وغوښتل، چې له طالبانو سره په معامله کې له صبر او ډيپلوماسۍ څخه کار واخلي.

دراني لیکلي: «پاکستان باید له افغان طالبانو سره په معامله کې له صبر او ډيپلوماټیکو لارو چارو کار واخلي، په ورته وخت کې دې پر هغه ځایونو چې ترهګریز مرکزونه شتون لري د له منځه وړلو لپاره هدفمند عملیات ګړندي کړي.»

دراني دا هم وویل، چې اسلام اباد باید د تحریک طالبان پاکستان د مشرانو او غړو لپاره په کور دننه او بهر کې د هغوی ژوند ستونزمن کړي.

د هغه په باور، لومړنی ګام دا دی چې د افغانستان دننه د دې ډلې د مشرانو د نیولو په تړاو د نړۍوال حکم غوښتنه صادره شي او د هغوی د نیولو او سپارلو موضوع دې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۲۶۷ کمیټې له لارې تعقیب شي.

هغه ټینګار کړی، چې د دې ډلې د دیني او فکري ایډیالوژۍ پر وړاندې باید فکري مبارزه وشي. دراني ویلي، تحریک طالبان پاکستان په ټولنه کې مشروعیت نه لري او دا خلا باید د سیمه‌ ییزو خلکو د ځواکمنولو او د پولیسو د تجهیز له لارې ډکه شي.

دراني دا خبرداری هم ورکړی، چې ګړندۍ پالیسي باید په افغانستان کې د پاکستان ضد کړیو ملاتړ پیاوړې نه کړي.

هغه د افغان کډوالو د پراخې اېستنې په تړاو لیکلي دي: «پاکستان باید د افغانستان خلکو ته د دوستۍ پیغام واستوي. افغانان په پاکستان کې د ارام احساس کوي او دا د اسلام‌اباد لپاره یوه ستره پانګه ده. د افغانانو ډله‌ ییز اېستل به یوازې د افغانستان دننه ضد پاکستاني جریانونه پیاوړي کړي، نو باید ترې ډډه وشي.»

هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ د خلکو او اقتصاد اړیکو د پیاوړتیا غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې باید د سوداګرۍ، تګ راتګ او ګډو پانګونو زمینه برابره شي، په ځانګړي ډول دې افغان سوداګر د پانګونې لپاره په پاکستان کې وهڅول شي.

د هغه په وینا، افغان سوداګر چمتو دي چې په پاکستان کې سترې پانګونې وکړي، خو په دې شرط چې د هغوی د پانګې امنیت تضمین شي.

طالبان د ټي‌ټي‌پي پر فشار اندېښمن دي

د پاکستان پخواني لوړپوړي ډیپلوماټ ویلي، چې افغان طالبان پر پاکستاني وسله‌ والو فشار نه راوړي، ځکه وېره لري چې هغوی به د داعش خراسان ډلې سره یو ځای شي. طالبانو د پاکستان له چارواکو سره په خبرو کې منلې، چې د تحریک طالبان پاکستان یو شمېر غړي له مخکې د داعش سره یوځای شوي دي.

دراني ټینګار وکړ، چې افغان طالبان د وسله والو ډلو له شړلو او جګړې پرته بله چاره نه لري، ځکه چې دا ډله د نورو هېوادونو پر وړاندې هم مسوولیت لري.

هغه ویلي دي: «طالبان نه شي کولای په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي له شتون څخه انکار وکړي او نه هم دا خبره د نورو له سترګو پټه ساتل کېدای شي.»

دراني د طالبانو هغه ادعا رد کړه، چې اسلام‌اباد داعش ته پناه ورکړې ده.

د هغه په وینا، طالبان په افغانستان کې د وسله والو د شتون له شواهدو سره د مخ کېدو پر مهال بې احتیاطي او بې مسوولیته دي.

د طالبانو د مذاکراتو ستراتیژي

دراني د استانبول د خبرو اترو په اړه وویل، چې طالب چارواکي په دې خبرو اترو کې هېڅ واک نه لري او ټولې پرېکړې له کندهار څخه کېږي.

د هغه په ​​وینا، د طالبانو په رژیم کې د پرېکړې کولو پروسه خورا متمرکزه ده او هېڅ طالب چارواکی د هبت الله له خوښې پرته پرېکړه نه شي کولی.

دراني زیاته کړې، چې طالب چارواکي په قصدي ډول د بل لوري د ستړي کولو لپاره خبرې اترې اوږدوي.

د هغه په ​​وینا، د طالبانو له نظره د بل لوري د غوښتنو هر ډول منل د شاتګ او د دوی د وقار تر پوښتنې لاندې راوستلو معنا لري.

امریکا د «سي۱+۵» د لس کلنې کلیزې په مناسبت د مرکزي اسیا د سوداګرۍ کنفرانس کوربه‌توب کوي

۱۴ لړم ۱۴۰۴ - ۵ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۱۴ GMT+۰
100%

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د کینیډي سنټر په همکارۍ د «سي۱+۵» د لس کلنې کلیزې په مناسبت د مرکزي اسیا سوداګریز کنفرانس جوړوي.

دا ډېپلوماټیک چوکاټ چې په ۲۰۱۵ کال کې جوړ شوی، د امریکا او د مرکزي اسیا د پنځو هېوادونو قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان ترمنځ د همکارۍ او سیمه‌ییزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره رامنځته شوی دی.

د غونډې مهم ویناوال به د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مېرېدوف، د امریکا سناتور سټیو ډېنز، د امریکا د ولسمشر ځانګړی استازی ریچارډ ګرېنېل، د سوېلی او مرکزي اسیا لپاره د امریکا ځانګړی استازی سرجیو ګور او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سوېلی او مرکزي اسیا د چارو مرستیال پاول کاپور به وي.

د غونډې عمومي ناسته به د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کریسټوفر لاندو په مشرۍ د سوداګرو له یوې ډلې سره ترسره شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، دغه کنفرانس به سبا د نومبر په ۶مه د ماسپښین په ۲ بجو پیل شي، چې یوازې راجستر شويو خبریالانو ته د پوښښ اجازه ورکړل شوې ده.

دغه وزارت زیاتوي، چې دا غونډه د امریکا او د مرکزي اسیا د هېوادونو ترمنځ د لس کلنې همکارۍ د نمانځنې ترڅنګ، د اقتصادي او کلتوري اړیکو د لا پراختیا او ګډو سوداګریزو فرصتونو د ارزونې لپاره یو مهم ګام دی.

خواجه اصف: د پاکستان پلاوی یوازې د ټي‌ټي‌پي د مهار غوښتنې لپاره استانبول ته تللی دی

۱۴ لړم ۱۴۰۴ - ۵ نومبر ۲۰۲۵، ۲۲:۱۹ GMT+۰
100%

د پاکستان د دفاع وزیر وايي، د پاکستان پلاوی د چهارشنبې په ورځ د خبرو اترو د درېیم پړاو لپاره استانبول ته تللی او هیله لري، چې طالبان په دې پړاو کې په هوښیارۍ سره عمل وکړي، تر څو د دواړو هېوادونو ترمنځ ترینګلتیاوې کمې شي.

خواجه اصف وویل، چې پاکستان یوازې یوه غوښتنه لري: «دا چې افغان طالبان د افغانستان له خاورې څخه د وسله والو بریدونه ودروي.»

تمه ده، چې خبرې سبا د پنجشنبې په ورځ پیل شي. له افغانستان څخه د سرچینو په وینا، د طالبانو په پلاوي کې د استخباراتو مشر عبدالحق وثیق، سهیل شاهین، رحمت‌الله نجیب، قهار بلخي، ذاکر جلالي او انس حقاني شامل دي.

ویل کېږي، چې په دې پړاو کې د پاکستاني پلاوي مشري د پوځي استخباراتي ادراې مشر عاصم ملک پر غاړه ده.

د طالبانو اداره او د پاکستان حکومت په داسې حال کې د درېیم پړاو خبرو لپاره چمتو کېږي، چې دویم پړاو خبرې په استانبول کې بې‌پایلې پای ته رسېدلې وې.

ترکیه او قطر د منځګړیتوب په توګه هڅه کوي، چې دا خبرې تر هغو دوام وکړي، څو څرګندې پایلې ولري.

د طالبانو او د پاکستاني چارواکو تر منځ خبرې وروسته له هغه ترسره کېږي، چې څو ورځې وړاندې د دواړو تر منځ د يورنډ کرښې په اوږدو کې نښتې وشوې.

دا نښتې وروسته له هغې پیل شوې، چې پاکستان په کابل او پکتیکا ولایتونو هوایي بریدونه وکړل.

د دې بریدونو په ځواب کې طالبانو د تلې په ۱۹مه د شپې مهال د ډيورنډ په اوږدو کې د اوو ولایتونو په بېلابېلو برخو کې متقابل بریدونه ترسره کړل، چې د دواړو لوریو ترمنځ سختې نښتې وشوې.

اسلام‌اباد تل افغان طالبان په دې تورنوي، چې د پاکستان د مخالفو توندلارو ډلو ملاتړ کوي او وايي، د دواړو لوریو د خبرو اصلي موضوع دا ده چې دغه ډلې د افغانستان له خاورې فعالیت او تنظیم کېږي.

د پاکستان د دفاع وزیر د «جیو نیوز» د خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې د طالبانو سره د خبرو نتیجه به څه وي؟ وویل: «که دا خبرې بې‌ پایلې پاتې شي او له افغانستان څخه پاکستان ته بریدونه دوام وکړي، جګړه به نه‌ منل کېدونکې وي.»

طالبانو تل د تحریک طالبان پاکستان او نورو وسله‌ والو ډلو د شتون خبره رد کړې ده. دغه ډله وايي، چې د پاکستان حکومت د خپلو کورنیو ناامنیو د ستونزې د حل توان نه لري او غواړي دا بوج د طالبانو پر غاړه واچوي.

پاکستان وايي، د ډیورنډ کرښې هاخوا د بریدونو دوام د اوربند سرغړونه ده او دوی به یې ځواب د افغانستان په خاوره کې ورکړي.

دغه هېواد له طالبانو غواړي، چې د دغو بریدونو د مخنیوي بشپړ مسوولیت پر غاړه واخلي. د طالبانو ویاند ویلي، چې دوی د افغانستان د پولو پر ټولو برخې بشپړ کنټرول نه لري او نه شي کولای د دې ډول بریدونو مخه په بشپړ ډول ونیسي.

د طالبانو او د پاکستان د دفاع وزیرانو ترمنځ د خبرو اترو په لومړي پړاو کې دواړو خواوو په درېیو مسایلو موافقه وکړه: د اوربند دوام، د سولې د ډاډمنولو لپاره د څارنې او بیاکتنې د میکانیزم جوړول او د سرغړونې په صورت کې د سزا ټاکل.

اسراییل د یو بل یرغمل جسد ترلاسه کړ

۱۴ لړم ۱۴۰۴ - ۵ نومبر ۲۰۲۵، ۲۲:۰۷ GMT+۰
100%

په داسې حال کې چې د غزې له سیمې د فلسطینیانو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي، د اسراییل د لومړي وزیر دفتر د چهارشنبې په ورځ وویل، چې د غزې له سیمې څخه یې د یو بل یرغمل جسد ترلاسه کړی دی. تېره ورځ هم د حماس ډلې یو اسراییلی جسد د سره صلیب له لارې اسراییل ته سپارلی و.

دغه جسد به د هویت د پېژندلو لپاره د اسراییل عدلي طب ته ولېږل شي، که چېرې تایید شي چې دا د یو یرغمل جسد دی، نو غزه کې به د نورو شپږو یرغملو جسدونه هم وي.

بلخوا، د اسراییل پوځ ویلي چې دوی په غزه کې دوه فلسطینیان وژلي دي. پوځ زیاتوي، چې هغوی د اسراییل تر کنټرول لاندې سیمې ته په «ګواښمن ډول» ورنږدې شوي وو.

د غزې روغتیایي چارواکي وایي، چې د اسراییل په ډزو کې یو فلسطینی چې د مرکزي غزې په سیمه کې یې د سون لرګي راټولول وژلی دی. اسراییلي پوځ ویلي، چې دوی د دغه پېښې په اړه معلومات نه لري.

سره له دې چې تاوتریخوالی هره ورځ دوام لري، د یرغملو د جسدونو د بېرته ستنولو بهیر د امریکا په منځګړیتوب د هغه اوربند لاندې دوام لري، چې د اکتوبر په ۱۰مه د دوو کلونو جګړې وروسته نافذ شو.

حماس د غزې له سیمې ټول ۲۰ ژوندي یرغمل شوي کسان بېرته اسراییل ته ورکړي او په بدل کې یې نږدې ۲۰۰۰ فلسطیني بندیان او د جګړې پر مهال نیول شوي کسان له اسراییل څخه ازاد شوي دي

حماس ژمنه کړې وه، چې د ۲۸یرغمل شویو مړو جسدونه هم سپاري، خو ویلي یې دي چې د غزې ویجاړتیا د جسدونو موندل سخت کړي دي. اسراییل حماس تورنوي، چې دا بهیر قصداً ځنډوي.

اسراییل وخت په وخت په غزې بریدونه کوي، خو له اوربند وروسته تاوتریخوالی کم شوی، چې له امله یې سلګونه زره فلسطینیانو ته دا زمینه برابره شوې چې خپلو ویجاړو کورونو ته ستانه شي.