د طالبانو امربالمعروف وزارت وایي، روانه اونۍ یې د ښځو اړوند ۶۱ قضیو ته رسېدنه کړې

د طالبانو د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت وایي، چې د دغه وزارت محتسبانو په روانه اونۍ کې د ښځو د حقونو اړوند ۶۱ قضیو ته رسېدنه کړې ده. د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په همدې موده کې ۱۳۹ رواني ناروغان روغتیايي مرکزونو ته معرفي شوي او ۹ کوډګر نیول شوي.
خبرپاڼه زیاتوي، په یاده موده کې یې ۲۶ دښمنۍ او شخړې هوارې کړې او له سوداګرو سره یې ۷۸ اصلاحي ناستې کړې دي.




