خواجه اصف: که مذاکرات ناکام شي نو پوځي انتخاب کارول اړین دي

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف یوځل بیا خبرداری ورکړی، چې که له افغان طالبانو سره مذاکرات ناکام شي او د افغانستان له خاورې پر پاکستان بریدونه ونه درول شي، نو پوځي انتخاب کارول اړین دي.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف یوځل بیا خبرداری ورکړی، چې که له افغان طالبانو سره مذاکرات ناکام شي او د افغانستان له خاورې پر پاکستان بریدونه ونه درول شي، نو پوځي انتخاب کارول اړین دي.
خواجه اصف له انډیپینډنټ اردو ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، چې پاکستان له افغان طالبانو یوازې یوه غوښتنه لري او هغه دا چې دده په وینا، د افغانستان له خاورې څخه پر پاکستان برید ونه شي.
نوموړی وايي، افغان طالبان د پاکستان یاده غوښتنه مني، خو په لیکل ډول یې ضمانت نه کوي.
طالبانو په خپلو رسمي دریځونو کې په افغانستان کې د ټي ټي پي حضور نه دی منلی او د پاکستان ادعاوې ردوي.
اصف خبرداری ورکړی، چې که د دواړو لوریو ترمنځ مذاکرات بریالي نه شي، نو د خپل هېواد د دفاع لپاره به هر ډول اړین اقدام وکړي.
نوموړي زیاته کړه:« که خبرې بریالۍ نه شوې او بریدونه دوام وکړي، بیانو موږ کوم پوځي انتخاب چې دی، د جنګ کوم انتحاب چې دی، یا هغوی که مداخله کوي، نو موږ هم مداخله کوو، هغوی ټی ټي پي په لاس کې لري، نو موږ به هم خپل پوځ چې خدای کوم توان راکړی دی هغه به استفاده کړو.»
نوموړي ادعا وکړه، چې د ټي ټي پي په لیکو کې ډېره برخه افغانان دي او افغانان د پاکستان په جګړه کې ښکیل دي.
خواجه اصف د خپلو څرګندونو پرمهال بیا تکرار کړه، چې هند د پاکستان او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو بریالتوب نه غواړي او په پاکستان کې د بې ثباتۍ د دوام لپاره تګلارې تعقیبوي.
اصف زیاته کړه:« په افغانستان کې د هند د نفوذ زیاتیدل د اندیښنې وړ دي. دوی هڅه کوي چې د سولې هڅې ناکامي کړي او پاکستان په ترهګریزو ستونزو کې بوخت وساتي. هند کابل کې له طالبانو سره حتما اړیکه کې دی، ځکه په وار وار موږ پایلي ته نږدې شوي وو، خو بیا به په یو تیلیفون زنګ وروسته طالبان پر شا شول.»
نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې، چې نن د پنجشنبې په ورځ په استانبول کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ درېیم پړاو مذاکرات پیل شول.