ټرمپ: د نیویارک ښاروال باید د بریالیتوب لپاره د واشنګټن درناوی وکړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د نیویارک نوی ټاکل شوی ښاروال زهران ممداني باید له واشنګټن سره د نوې اړیکې د جوړولو هڅه وکړي. ټرمپ خبرداری ورکړ، چې که همکاري ونه کړي نو مهم ملاتړ به له لاسه ورکړي.

ټرمپ د «فاکس نیوز» له شبکې سره په مرکه کې ویلي، چې له ممداني سره خبرو ته لېواله دی؛ خو ټینګار یې کړی، چې نوی ښاروال باید د بریالیتوب لپاره واشنګټن او د نیویارک ښار لپاره د هغې مالي ملاتړ ته درناوی وکړي.