• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په بلغاریا کې د موټر د ټکر له امله شپږ پناه غوښتونکي مړه او څلور نور ټپیان شوي

۱۶ لړم ۱۴۰۴ - ۷ نومبر ۲۰۲۵، ۱۵:۳۸ GMT+۰

د بلغاریا د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، چې بېګاه ناوخته شپږ پناه‌ غوښتونکي د پولیسو له تعقیب وروسته د موټر د ټکر له امله وژل شوي او څلور تنه نور ټپیان شوي دي. راپورونه وایي چې په دغه پناه غوښتونکو کې د افغانستان وګړي هم شامل دي.

درویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، پېښه د بورګاس د سمندري ښار په شاوخوا کې رامنځته شوې ده.

د بلغاریا د سرحدي پولیسو مشر ویلي، یو موټر چې لس تنه پکې سپاره وو، د پولیسو د درولو له امر څخه یې سرغړونه وکړه او له یوې پوستې څخه یې تېښته وکړه، خو د پولیسو د تعقیب پر مهال یې ټکر وکړ.

دوژل شوو کسانو هویت تر اوسه نه دی څرګند شوی، خو ځینې راپورونه وايي چې ځینې یې د افغانستان وګړي دي. د ژوندي پاتې شویو کسانو له ډلې یو یې د رومانیا وکړی موټر چلوونکی دی.

د ۲۰۱۵کال راهیسې د بالکان هېوادونه د هغو پناه‌ غوښتونکو او کډوالو د تېرېدو اصلي لاره ګرځېدلي، چې له منځني ختیځ، افغانستان، اسیا او افریقا څخه د جګړې او بېوزلۍ له امله د اروپایي هېوادونو پر لور کډوالي کوي.

ترویج لرونکی

د طالبانو مشران څنګه ساتل کېږي؟
۱
ځانګړی

د طالبانو مشران څنګه ساتل کېږي؟

۲
روغتیا او ژوند

روغتیا نړیوال سازمان: په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۶۰ زره افغانان په تور او ژېړ ژېړي اخته شوي

۳

د طالبانو پخواني چارواکي د ملي بیرغ په ورځ د درې‌رنګه بیرغ ستاینه کړې

۴

طالبانو: د غوري سمنټو فابریکه هره ورځ ۷۰۰ ټنه سمنټ تولیدوي

۵

د پېښور سترې محکمې د «قايداعظم» د شړلو مخه ونیوله

•
•
•

نور کیسې

د ایران او هالنډ چارواکو په ایران کې د مېشت افغان کډوالو په اړه خبرې کړې

۱۶ لړم ۱۴۰۴ - ۷ نومبر ۲۰۲۵، ۱۳:۲۹ GMT+۰
100%

د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو وګړو او کډوالو د مرکز مشر نادر یار احمدي د هالنډ د بهرنیو چارو وزارت د منځني ختیځ او شمالي افریقا د چارو له مسولې سره په لېدنه کې د افغان کډوالو اړوند مسایلو او ایران ته د کډوالو د کوربه توب لپاره د مرستو د جلب په اړه خبرې کړې دي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د ایران کورنیو چارو وزارت د بهرنیو وګړو او کډوالو د مرکز رییس نادر یار احمدي د هالنډ له حکومت څخه په ایران کې د مېشت افغان کډوالو د کوربه توب له امله د ملاتړ په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

هغه، په ایران کې د مېشت کډوالو د ستونزو حل په برخه کې د نړیوالو سازمانونو همکاري او د ګډو تجربو څخه استفاده اړینه بللې ده.

احمدي له ایران څخه د افغان کډوالو د شړلو په اړه ویلي:«د بېرته ستنولو پلان د عامو خلکو په جدي غوښتنه ترسره کېږي. د دواړو اړخونو ژمنو ته په عمل او د نړیوالو سازمانونو سره د دوه اړخیزو همکاریو زیاتوالی به د دې برخې ستونزې ښه مدیریت او حل کولو کې مرسته وکړي.»

پر همدې مهال د منځني ختیځ او شمالي افریقا په چارو کې د هالنډ د بهرنیو چارو وزارت مسولې کرېستالېسټ ویلي:«موږ د ایران پر حکومت او خلکو باندې د کډوالو د دې درانه فشار په اړه پوهیږو. او موږ چمتو یوو چې په دې برخه کې ستونزې حل کړو او له سیاسي اختلافاتو پرته په دې پروسه کې مرسته وکړو.»

ایران پر داسې مهال د افغان کډوالو د کوربه توب له امله د مرستو او همکارۍ غوښتنه کړې، چې د تېرکال راهیسې یاد هېواد سلګونه زره افغان کډوال په زور بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي او له ایران څخه د افغان کډوالو د شړلو لړۍ لا هم دوام لري.

عبدالمنان عمري: دولتي ادارې مکلفې دي چې خپلو برخو کې د راستنو شویو هېوادوالو لاسنیوی وکړي

۱۵ لړم ۱۴۰۴ - ۶ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۴۹ GMT+۰
100%

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزیر ملا عبدالمنان عمري سپین بولدک ښارګوټي کې د راستنېدونکو کډوالو له پنډغالي لیدنه کړې څو ستونزو ته یې رسېدنه وکړي. عمري له راستنېدونکو کډوالو سره لیدنه کې ډاډ ورکړی چې له امکاناتو سره سم به د هغوی ستونزو او ننګونو ته رسیدنه وکړي.

عمري زیاته کړې، چې راستنېدونکو کډوالو ته د سرپناه، اوبو، خوړو او درملو د برابرولو لپاره عاجل اقدامات کوي او همداراز د هبت‌الله له حکم سره سم ټولو دولتي ادارو ته دنده سپارل شوې؛ چې هره اداره له خپلو مسوولیتونو او دندو سره سم د راستنه‌شویو هېوادوالو لاسنیوی وکړي.

د کار او ټولنیزو چارو وزیر همداراز ویلي، وزارت هڅه کوي د راستنېدونکو لپاره د کاري فرصتونو د ایجاد کمېټې له لارې د کار زمینه برابره کړي، مسلکي کسان به په خپل اطلاعاتي بانک کې ثبت کړي او له زده‌کړو پاتې کسانو ته د تخنیکي او مسلکي مرکزونو، مدرسو او ښوونځیو له لارو د زده کړو د دوام زمینه برابره کړي.

ملا عبدالمنان عمري له پنډغالي تر لیدنې وروسته، د کرنې، سوداګرۍ، ښارجوړولو او کډوالو ادارو له مسوولینو سره هم ناسته وکړه او ټینګار یې وکړ چې د راستنېدونکو هېوادوالو د استخدام په بهیر کې دې هغوی ته لومړیتوب ورکړل شي او د کارګرانو د حقونو خوندیتوب دې هم په جدي ډول وڅارل شي.

حنیف پښتین: له پاکستان څخه د افغان کډوالو جبري‌ اېستل د انتقامي سیاست د دوښمنۍ نوې بڼه ده

۱۴ لړم ۱۴۰۴ - ۵ نومبر ۲۰۲۵، ۱۷:۵۲ GMT+۰
100%

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی حنیف پښتین وايي، چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو اېستل د افغان قوم پر وړاندې د انتقامي او سیاسي دوښمنۍ نوې بڼه ده. د هغه په خبره، پاکستان د همدې افغان کډوالو په نوم په تېرو ۵۰ کلونو کې له نړۍوالو بېلیونونه ډالره مرستې ترلاسه کړې دي.

پښتین د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۱۴مه) پر خپلې اېکس پاڼې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د اېستلو اړوند لیکلي: «پاکستان د بر وطن له افغانانو څخه نیمه پېړۍ اقتصادي او سیاسي ګټه پورته کړه. د هغوی کاروبار او پانګه یې استعمال کړه خو اوس یې د امنیت او قانون په پلمه د زور له لارې له هېواد څخه شړي.»

د نوموړي په خبره، د خلکو هغه شتمنۍ او کاروبارونه چې په کلونو کې جوړ شوي، د پولیسو په زور لوټل کېږي او بې‌ګناه کورنۍ بې‌سرپناه پاتې کېږي.

نوموړي‌ د بشري حقونو، سیاسي قوتونو او تنظیمونو چوپتیا د اندېښنې وړ ګڼلې ده.

هغه زیاته کړې: «د نړۍ د بشري حقونو سازمانونه، نړۍوالې مؤسسې او ان په پاکستان کې جمهوري او انسان‌ دوسته سیاسي تنظیمونه په بشپړه توګه خاموش پاتې دي.»

پښتین پر دغه حالت او چوپتیا خواشني ښودلې او له ټولو تنظیمونو څخه یې د غږ پورته کولو غوښتنه کړې: «کله چې کابل شتمن وو، نو هر سیاسي فرد غږ پورته کاوه؛ خو نن چې کابل غریب دی، هماغه ټول تنظیمونه، فعالان او مدعيان چوپ دي»

هغه د افغان کډوالو جبري اېستل د یوه ملت د عزت سپکاوی بللی او دا یې «یوازې بشري ناورین نه، بلکې د استعماري سیاستونو سیاسي منافقت او د افغان قوم پر ضد د اوږدمهاله دوښمنۍ دوامداره بڼه» ګڼلې ده.

د پښتین په خبره، له نیمې پېړۍ راهيسي په پښتونخوا او په پاکستان کې مېشت د بر وطن افغانان د جګړو او بې ثباتۍ له امله دې خاورې ته پناه راوړې او اوس د سخت جبر، تاوتریخوالي او سپکاوي سره مخ دي.

نوموړي‌ لیکلي: «د دې ظلم پر وړاندې د نړۍوالو سازمانونو، د بشري حقونو د مدافعینو او د پښتنو سیاسي مشرتابه چوپتیا د تاریخ قضاوت نه شي زغملای.»

د ایران د ښوونې وزارت: هېڅ کډوال ماشوم باید له زده‌کړو بې‌برخې پاتې نه‌شي

۱۴ لړم ۱۴۰۴ - ۵ نومبر ۲۰۲۵، ۰۳:۲۶ GMT+۰
100%

د ایران د ښوونې او روزنې وزارت تازه خپلو ادارو ته سپارښتنه کړې، چې په هېڅ صورت کې باید د کډوالو ماشومانو او په ځانګړې توګه د افغان کډوالو د زده‌کړې لړۍ ونه درېږي. دغه وزارت خپلو څلورو ولایتونو ته امر کړی، چې له زده‌کړو پاتې کډوال ماشومان دې بېرته ښوونځیو کې شامل کړي.

د ایران د ښوونې او روزنې وزارت په یوه نوي مکتوب کې د سیستان‌بلوچستان، فارس، قزوین او قم د ښوونې ریاستونو ته امر کړی، چې د هغو بهرنیو ماشومانو نومونه ثبت کړي چې له زده‌کړو پاتې شوي دي.

په دغه مکتوب کې چې د یاد وزارت د نړۍوالو چارو او بهرنیو ښوونځیو د مرکز رییس محمد سلیمي لاسلیک کړی راغلي، چې د رهبرۍ د عمومي تګلارو او د ښوونیزې شورا د پرېکړې له مخې هېڅ کډوال ماشوم باید له زده‌کړو پاتې نه‌شي.

په یادې لارښوونه کې ښوونځیو ته ویل شوي، د هغو بهرنیو زده‌کوونکو نومونه ثبت کړي چې تېر کال یې زده‌کړې کړې وې او همدارنګه ښوونځي مکلف دي چې د هغو ماشومانو نومونه هم ومني چې د اقامت قانوني اسناد لري.

د هغو ماشومانو په اړه چې اسناد نه‌لري ویل شوي، چې ښوونځي باید هغوی د بهرنیو وګړو د چارو دفترونو ته معرفي کړي؛ څو د «ښوونیز ملاتړ پاڼه» ترلاسه کړي. د مکتوب له مخې؛ دغه پرېکړه د دې لپاره شوې، چې د کډوالو ماشومانو د زده‌کړې پوښښ بشپړ شي او هېڅ ماشوم له ښوونځي پاتې نه‌شي.

یاد وزارت ټینګار کړی، چې د یادو څلورو ولایتونو چارواکي باید د دغه پرېکړې پلي کولو ته جدي پام وکړي. د یادونې ده، چې په ایران کې هر کال د نویو ښوونیزو کلونو په پیل کې د افغان او نورو بهرنیو ماشومانو د نوم‌لیکنې ستونزې راپورته کېږي؛ خو د ښوونې وزارت چارواکي بیا ټینګار کوي، چې «زده‌کړه د ټولو ماشومانو حق دی او هېڅ ماشوم باید له دې حقه بې‌برخې نه‌شي».

د پاکستان د پلازمېنې په یوه پارک کې مېشت افغان کډوال د اېستنې له ګواښ سره مخ دي

۱۲ لړم ۱۴۰۴ - ۳ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۵۸ GMT+۰
100%

په پاکستان کې په دې وروستیو کې د کورونو له مالکانو غوښتل شوي، چې ناقانونه افغان کډوالو ته کورونه په کرایه ورنه‌کړي، نو له همدې امله سلګونه کورنۍ د پلازمېنې اسلام‌اباد په ارجنتینا پارک کې شپې او ورځې تېروي او د اېستنې له جدي ګواښ سره مخ دي.

په دغه پارک کې یو شمېر مېشت افغانان وايي، پولیس تېره ورځ (یکشنبه د لړم ۱۱مه) یاد پارک ته د افغان کډوالو د نیولو او په جبري توګه د اېستنې په موخه ورغلي و او د احمد ضیاء فیض چې د کډوالو فعال ګڼل کېږي، په ګډون یو شمېر افغانان نیولي دي.

دوی ادعا کوي، چې احمد ضیاء فیض له پرون راهیسې د حاجي کمپ او تورخم پر لاره و، خو اوس له وضعیت او برخلیک څخه یې هېڅ معلومات نه‌لري.

دوی چې په وېره کې شپې او ورځې تېروي، د کډوالو له اړوندو نړۍوالو سازمانونو او د بشري حقونو له بنسټونو غواړي، چې په ارجنتینا پارک کې د مېشتو افغان کډوالو وضعیت ته رسېدنه وکړي او یا هم لږ تر لږه په جبري توګه له بېرته ستنونې یې مخنیوی وکړي.

100%
ارجنتینا پارک- افغان کډوال

د یادونې وړ ده، چې د پاکستان دولت په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د نیونې بهیر پراخ کړی او هره ورځ زرګونه کسان تر نیولو وروسته بېرته افغانستان ته ستنوي، چې یوازې تېره ورځ څه باندې ۱۵زره کډوال اېستل شوي دي.