• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ذبیح الله مجاهد: د استانبول ناستې ناکامي د پاکستان د «غیرمسولانه» چلند پایله ده

۱۷ لړم ۱۴۰۴ - ۸ نومبر ۲۰۲۵، ۰۴:۵۸ GMT+۰

طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، په استانبول کې د پاکستاني پلاوي د همکارۍ له نشتوالي او «غیرمسولانه چلند» له امله ناستې پایله ور نه‌کړه. هغه له ترکیې او قطر څخه د منځګړیتوب لپاره مننه کړې او بیا یې ټینګار کړی چې افغان خاوره هېڅ څوک د بل هېواد پر ضد نه نه‌شي کارولی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په ایکس خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي چې د استانبول ناسته د نومبر ۶ او ۷مه نېټه د ترکیې او قطر په منځګړیتوب ترسره شوه. هغه د دواړو هېوادونو له همکارۍ مننه کړې.

په خبرپاڼه کې راغلي، د طالبانو هیله دا وه چې پاکستانی پلاوی به د خپلو مشرانو سره د مشورو وروسته «په مسولانه او رغنده ډول» د ستونزې د اساسي حل لپاره حاضر شي، خو پاکستاني لوري په خبرو کې خپل ټول امنيتي مسولیتونه پر طالبانو وراچول او خپله د خپل کورني امنيت يا پر اړوندو چارو د مسوليت منلو چمتووالی یې نه ښوده.

په خبرپاڼه کې دا ډول چلند «غیرمسولانه او د همکارۍ پر ضد» بلل شوی او په کې راغلي چې د منځګړو له هڅو سره سره خبرو کومه عملي نتیجه ورنه کړه.

د طالبانو په خبرپاڼه کې په ډاګه شوي:«د پاکستاني پلاوي له خوا د غیرمسولانه او نه همکارۍ روحيه ددې لامل شوه چې د طالبان له نېک نیت او د منځګړو له ټولو هڅو سره سره کومې پایلې ته ونه رسیږو.»

مجاهد ویلي چې طالبان به هېچا ته اجازه ورنکړي چې د افغانستان له خاورې د بل هېواد پر ضد استفاده وکړي او نه به بل هېواد ته اجازه ورکړي چې د افغانستان ملي حاکمیت، خپلواکي او امنیت ته زیان ورسوي.

نوموړي زیاته کړې:«د افغانستان د ولس او خاوري دفاع د افغانستان اسلامي امارت شرعي او ملي وجیبه ده او د هر تجاوز پر وړاندې به د الله په مرسته او د خپل ولس په ملاتړ کلکه دفاع کوي.»

خبرپاڼه پاکستاني ولس ته هم مخاطب ده او وایي چې د دواړو هیوادونو خلک وروڼه دي او طالبان لا هم د سیمې د خلکو لپاره د امن هیله لري او د خپلو وړتیاوو په حدودو کې به ورسره همکاري کوي.

ترویج لرونکی

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي
۱

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۲

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۳

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۴

پر ډیورنډ کرښه تړلې لارې؛ پاکستان خپلې سوداګریزې لارې بدلوي

۵

د ایران مشهد کې د افغان ښځو یوې شبکې د هرات له ښځینه‌ معترضینو خپل ملاتړ اعلان کړ

•
•
•

نور کیسې

کوهاټ کې افغان کډوالو شکایت کړی چې ښاروالۍ یې د پڼډغالي سولر سیسټم په خپله ولکه کې اخیستی

۱۷ لړم ۱۴۰۴ - ۸ نومبر ۲۰۲۵، ۰۴:۲۰ GMT+۰
کوهاټ کې افغان کډوالو شکایت کړی چې ښاروالۍ یې د پڼډغالي سولر سیسټم په خپله ولکه کې اخیستی
100%

د خېبر پښتونخوا ایالت کوهاټ ولسوالۍ کې د افغان کډوالو په کمپ کې د برېښنا د برابرولو لپاره د یونسېف لخوا لګول شوي د لمریزې انرژۍ سیسټمونه د ښاروالۍ ځایي چارواکو له خوا په خپله ولکه کې اخیستي. افغان کډوال وایي، دې اقدام د دوی د برېښنا اسانتیاوې اغېزمنې کړي دي.

په کوهاټ کې د ښاروالۍ چارواکو په وینا، دغه چاره یې د افغان کمېشنرۍ په لارښوونه او د کمپ د نظم او مدیریت د ښه والي لپاره ترسره کړې ده. دوی ویلي چې دا اقدام د کمپ د ژوند شرایطو په ښه کولو کې مرسته کوي.

خو افغان کډوالو د دې پرېکړې پر ضد غبرګون ښودلی او ټینګار یې کړی چې سولر سیسټم د ژورو څاه ګانو لپاره حیاتي برېښنا چمتو کوي او د دوی د ورځني ژوند لپاره ډېره مهمه سرچینه ده.

یو شمېر کډوالو ویلي، هیله لري چې د دوی اړتیاوې په پام کې ونیول شي او د ژوند بنسټیزې اسانتیاوې یې خوندي پاتې شي.

راشد خان د «خان فاونډېشن» په نوم بنسټ پرانېست

۱۷ لړم ۱۴۰۴ - ۸ نومبر ۲۰۲۵، ۰۳:۴۵ GMT+۰
راشد خان د «خان فاونډېشن» په نوم بنسټ پرانېست
100%

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر راشد خان د «خان فاونډېشن» په نوم بنسټ پرانېست چې موخه یې د بې‌وزلو افغانانو لپاره د روغتیايي خدمتونو پراختیا او عاجل ملاتړ دی. نوموړی وایي، له دې بنسټه یې موخه د بې وزلو لاسنېوی، روغتیايي فعالیتونه،‌د زده کړو ملاتړ او مرستندویه کارونه دي.

د کرېکټ ستوري راشد خان ددغه د بنسټ پرانېسته په هالنډ کې ترسره کړه چې، د مراسمو پر مهال د ملي لوبډلې تکړه توپوهونکي ابراهیم ځدران تر څنګ په‌کې لوبغاړو او پېژندل شویو څېرو برخه اخیستې وه.

راشد خان د مراسمو پر مهال وویل: «زه ډېر خوشبخته یم چې الله داسې مقام راکړی چې د خپلو خلکو خدمت وکړم.»

نوموړي په خپلو خبرو کې د خپلې مور د نارغۍ کیسه وکړه او زیاته یې کړه: «زما اوس هم یاد شي مور مې کرونا ناروغۍ ونیوله غوښتل مې مور سره روعتون ته لاړشم؛ خو د روغتون حالت سخت خراب و، هغه وخت مې ځان سره وعده وکړه چې د ننګرهار او افغانستان صحي سیسټم به جوړوم.»

خان زیاته کړه، موخه یې دا ده چې د روغتیا په برخه کې نیمګړتیاوې له منځه یوسي، په ځانګړي ډول په لرې پرتو سیمو کې، چې ډېرې کورنۍ له بنسټیزو روغتیايي خدمتونو محرومې دي.

په دغه مراسیمو کې د افغانستان د ملي لوبډلې پېلیز توپوهونکي ابراهیم ځدران هم خبرې وکړې وکړې او دا اقدام یې وستایه.

نوموړي زیاته کړه: «زما هم اراده وه چې د خلکو لپاره یوه مرسته کوونکې اداره جوړه کړم، خو د راشد خان د بنسټ له پرانستې وروسته مې پرېکړه وکړه چې د ولس لپاره له دې بنسټ سره عملي مرسته وکړم، زه به د دې بنسټ ملاتړ دوامداره ساتم.»

د خان فاونډېشن لومړیتوب د روغتیا، تعلیم او بېړنیو مرستو پر وړاندې کولو دی، خو راشد خان ټینګار کړی چې روغتیايي برخې ته به ځانګړې پاملرنه کوي.

امرالله صالح: افغان طالبان د اسلام‌اباد لپاره د دروغجنې پانګې په څېر دي

۱۷ لړم ۱۴۰۴ - ۸ نومبر ۲۰۲۵، ۰۳:۰۲ GMT+۰
امرالله صالح: افغان طالبان د اسلام‌اباد لپاره د دروغجنې پانګې په څېر دي
100%

د جمهور نظام پر مهال د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، په ترکیه کې د پاکستان او طالبانو مذاکرات ناکام شوي. هغه وايي، د پخوانۍ کوټې شورا استازي د خبرو د بن‌بست پړه پر پاکستان اچوي، خو اسلام‌اباد طالبان «ناشکره» بولي او د خپلې پخوانۍ انډیوالۍ له مخې یې په خیانت تورنوي.

صالح شنبه د (لړم ۱۷مه) پر اېکس لیکلي، «ددغه خبرو له ماتېدو سره د پخوانۍ کوټې شورا پلاوی اسلام‌اباد پړ بولي، خو پاکستاني چارواکي بیا ادعا کوي چې همدا طالبان هغه لاسه چيچي چې ۳۰ کاله یې روزنه او ملاتړ ورسره کړی دی.»

نوموړي د طالبانو او پاکستان اړیکې د دروغجنې پانګې یا د فریب ورکوونکې لاسته راوړنې سره پرتله کړې ده.

صالح زیاتوي: «د اسلام‌اباد لپاره افغان طالبان د جعلي سرو زرو یا د کریپټو کرنسۍ د سقوط مثال لري؛ داسې لکه څوک چې له قاچاقبره د پیسو تمه ولري، خو وروسته معلومه شي چې دا پیسې جعلي دي.»

د ده په وینا، د طالبانو او پاکستان ترمنځ د متقابل تورونو دا لړۍ ښيي چې دواړه نور د یو بل په نیت باوري نه دي.

صالح ویلي، د طالبانو او پاکستان ترمنځ ژور اختلافونه د دې ښکارندويي کوي چې د دې اړیکې بنسټ له لومړیو راهیسې پر فریب، مصلحت او دوه‌مخۍ ولاړ و.

امریکایي چارواکی: د ایران له‌خوا په مکسیکو کې د اسراییل سفیرې د وژلو پلان شنډ شوی دی

۱۷ لړم ۱۴۰۴ - ۸ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۵۰ GMT+۰
امریکایي چارواکی: د ایران له‌خوا په مکسیکو کې د اسراییل سفیرې د وژلو پلان شنډ شوی دی
100%

یوه امریکایي چارواکي د جمعې په ورځ (د لړم ۱۶مه) ویلي، د ایران سپاه پاسداران تېر کال هڅه کړې وه، چې په مکسیکو کې د اسراییل سفیره عینات کرانز نایګر ووژني، خو دا پلان شنډ شوی او اوس داسې ګواښ نه‌شته.

وروسته بیا د مکسیکو حکومت اعلان وکړ چې د اسراییل د سفیرې پر وړاندې د احتمالي برید په اړه یې معلومات نه‌لرل.

دغه امریکایي چارواکی، چې نه‌ یې غوښتل نوم یې څرګند شي، ویلي د یادې دسیسې فعالیت د روان کال تر لومړۍ نیمایي پورې روان و.

هغه رویټرز ته ویلي: «دا پلان مهار شوی او اوس هېڅ فعال ګواښ نه‌شته.»

ایران لاتر اوسه د دغې ادعا په اړه څه غبرګون نه دی ښودلی.

اصف درانی: داسې ښکاري چې طالبان غواړي له پاکستان سره تقابل ته دوام ورکړي

۱۶ لړم ۱۴۰۴ - ۷ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۴۰ GMT+۰
اصف درانی: داسې ښکاري چې طالبان غواړي له پاکستان سره تقابل ته دوام ورکړي
100%

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني د استانبول د خبرو د بندېدو په تړاو ویلي: «داسې ښکاري طالبانو پرېکړه کړې چې له اسلام‌اباد سره مقابلې ته دوام ورکړي. ویل کیږي، چې د پاکستان پلاوي تېر ماښام (جمعه د لړم ۱۶مه) د مذاکراتو ځای پرېښی دی.

دراني د جمعې په ورځ (د لړم ۱۶مه) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د دې وضعیت دوام کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ ډیورنډ کرښه تړلې پاته کړي، سوداګري او د خلکو تګ راتګ بند کړي او په پایله کې یې «عادي خلک زیانمن شي.»

هغه زیاته کړې، چې د استانبول د خبرو اترو بندېدل په دې مانا دي، چې افغان طالبان نه غواړي د ټي‌ټي‌پي موضوع په جدي ډول مطرح کړي.

د نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې ویل کېږي په استانبول کې د طالبانو او پاکستان د پلاوو ترمنځ دا پړاو خبرې تر اوسه ناکامه دي.

دغه خبرې د ترکیې او قطر په منځګړیتوب پیل شوي او موخه یې د ګډو میکانیزمونو جوړول دي څو پر ډیورنډ کرښه بریدونه او د سخت دریځو ډلو فعالیتونه کنټرول شي.

په همدې حال کې یوه پاکستاني خبریال راپور ورکړی، چې د دې هېواد پلاوي د خبرو له ناکامېدو وروسته د مذاکراتو ځای پرېښی دی.

دا دویم ځل دی، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د استانبول خبرې بې‌ پایلې پای ته رسېږي.