• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په نیپال کې د وروستیو لاریونونو په تړاو تر ۴۰۰ ډېر کسان نیول شوي دي

۲۰ لړم ۱۴۰۴ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۵، ۰۴:۰۷ GMT+۰

د نیپال پولیسو د دوشنبې په ورځ خبر ورکړی، چې په تېرې سپټمبر میاشت کې د حکومت پر ضد لاریونونو پرمهال د ورانکارۍ په تور یې ۴۲۳ کسان نیولي دي. د نیپال د پولیسو ویاند ابي ناراین کافلي ویلي، په دې تړاو یې د معلوماتو راټولولو لپاره یوه ګډه کاري کمیټه هم جوړه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې نیپالي ځوانان د مخکېني لومړي وزیر خلاف واټونو ته راوتلي وو او حکومت یې په فساد تورن کړی و. د دغه پراخو لاریونونو له کبله مخکېني لومړي وزیر پي شرما اولي له خپلې دندې استعفا وکړه او ورسره هم‌مهاله لاریونونه هم کرار شول.

ترویج لرونکی

د طالبانو مشران څنګه ساتل کېږي؟
۱
ځانګړی

د طالبانو مشران څنګه ساتل کېږي؟

۲
روغتیا او ژوند

روغتیا نړیوال سازمان: په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۶۰ زره افغانان په تور او ژېړ ژېړي اخته شوي

۳

د طالبانو پخواني چارواکي د ملي بیرغ په ورځ د درې‌رنګه بیرغ ستاینه کړې

۴

طالبانو: د غوري سمنټو فابریکه هره ورځ ۷۰۰ ټنه سمنټ تولیدوي

۵

د پېښور سترې محکمې د «قايداعظم» د شړلو مخه ونیوله

•
•
•

نور کیسې

هند په ګجرات ایالت کې د داعش د درېیو غړو د نیولو خبر ورکړی دی

۱۹ لړم ۱۴۰۴ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۵، ۲۲:۴۵ GMT+۰
100%

د هند امنیتي ځواکونو په ګجرات کې د داعش ډلې د درېیو غړو د نیولو خبر ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې نیول شویو کسانو پلان درلود چې «بیولوژیکي-کېمیاوي» بریدونه پلان او ترسره کړي. چارواکو زیاته کړې، دې کسانو غوښتل په ځینو معبدونو کې خلک د وژونکو زهري موادو په وسیله مسموم او ووژني.

د هند امنیتي‌ چارواکو د دوشنبې په ورځ (د لړم ۱۹مه) رسنیو ته ویلي، چې د داعش اړوند درېیو نیول شویو کسانو غوښتل، چې د ډیلي، حیدراباد او لکنهو ښارونو په څو معبدونو کې په اوبو، خوړو او نذر کې زهرې مواد ګډ کړي تر څو خلک مسموم او ووژني.

چارواکو ویلي، چې نیول شوي کسان محمد سهیل، ډاکټر احمد محی‌الدین او ازاد سلیمان نومېږي او د یادو کسانو انځورونه یې هم خپاره کړي دي.

هندي چارواکو ویلي، چې د داعش دا ډول تاکتیکي فعالیتونه د ډله‌ییزو وژنو ګواښ رامنځته کوي.

چارواکو دا هم ویلي، چې څه موده مخکې یې یو روسی ۱۶ کلن ځوان نیولی، چې په ټولنیزو رسنیو کې یې داعش ته تبلیغات کول.

له دې سره، هندي چارواکو زیاته کړې چې د وروستۍ چاودنې مسوولیت د لښکر طیبه وسله‌والې ډلې پر غاړه اخیستی دی.

‏د ځایي رسنیو د راپورونو له مخې، د هند پلازمېنه نوي ډیلي کې د نن ماښام چاودنې له امله د لومړنیو معلوماتو له مخې تر ۲۰ زیاتو کسانو ته مرګ‌ ژوبله اوښتې.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سوریې له ولسمشر احمد الشرع سره د بندو دروازو ترشا وکتل

۱۹ لړم ۱۴۰۴ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۵، ۲۱:۴۸ GMT+۰
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د سوریې له ولسمشر احمد الشرع سره پټه لیدنه وکړه. الشرع چې مخکې د القاعدې قوماندان و، تر دې وړاندې د واشنګټن د «ترهګرو تور نوملړ» برخه و او نوموړی اوس هڅه کوي، چې د سوریې د څو لسیزو نړۍواله انزوا پای ته ورسوي.

واشنګټن ته د الشرع د سفر تر ټولو مهم هدف دا و، چې د امریکا له لوري پر سوریې لګول شوي سخت اقتصادي بندیزونه په بشپړ ډول لغوه شي. هغه له ولسمشر ټرمپ سره د تړلو دروازو تر شا پټه لیدنه وکړه. هم‌مهاله، د امریکا د خزانې وزارت اعلان وکړ چې د «سزار قانون» د تطبیق مهلت به ۱۸۰ نورو ورځو ته وغځوي، خو د دغو بندیزونو بشپړ لرې کول یوازې د کانګرس له پرېکړې وروسته ممکن دي.

دا په داسې حال کې ده، چې الشرع ته د نورو مېلمنو په څېر شانداره هرکلی نه دی ورکړل شوی، بلکې هغه سپینې ماڼۍ ته د معمول دروازې څخه نه له یوې بلې دروازې ننوت چېرې چې خبریالانو یوازې یوه شېبه ولید او هغوی ته د داخلېدو اجازه ورنکړل شوه.

وروسته د خزانې وزارت د ۲۰۱۹کال د سزار قانون د تطبیق په اړه نوی فرمان صادر کړ، چې د بشري حقونو د سرغړونو په تور د اسد پر رژیم سخت بندیزونه لګولي وو. دغه نوی ګام چې د ۱۸۰ورځو لپاره د بندیزونو ځنډ غځوي، د خزانې وزارت په وینا، د سوریې د بندیزونو د نرمښت دوام ته د امریکا ژمنتیا ښيي.

الشرع چې ۴۳کلن دی، تېر کال د بشارالاسد حکومت له نسکورولو وروسته واک ته ورسېد.

له هغه وروسته، د سوریې سیمه‌ییز سیاست په چټک بدلون کې دی. له ایران او روسیې څخه یې مخ اړولی او د ترکیې، خلیج هېوادونو او امریکا پر لور روان دی.

د انتونیو ګوترېش خبرداری؛ د نړۍ ۲ میلیارده کسان د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري

۱۹ لړم ۱۴۰۴ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۴۱ GMT+۰
100%

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش خبرداری ورکړی، چې په نړۍ کې لا هم شاوخوا دوه میلیارده کسان د څښاک پاکو اوبو د نشتوالي له ستونزې سره مخ دي. د هغه په وینا، د هوا د تودوخې د زیاتوالي سره به دا وضعیت نور هم خراب شي او ناروغۍ، مړینې او بې‌ځایه کېدل به ډېر شي.

ګوترېش وویل: «موږ ته د صحي اوبو او حفظ‌الصحې د سیستمونو لپاره ډېرې او جدي پانګونې پکار دي، څو د خوندي اوبو، حفظ‌الصحې او پاکوالي زمینه د ټولو خلکو لپاره برابره شي.»

د ملګرو ملتونو د راپوررونو له مخې، د څښاک د اوبو د نشتوالي له امله تر ټولو ډېر اغېزمن هېوادونه د افریقا د ساحل سیمه، منځنۍ ختیځ او سوېلي اسیا دي. په دغو سیمو کې میلیونونه خلک لا هم د پاکو اوبو او حفظ‌الصحې له بنسټیزو اسانتیاوو بې‌برخې دي.

افغانستان، چاډ، یمن، هند او پاکستان د وچکالۍ، جګړو، فقر او د اقلیم بدلون له امله د اوبو له جدي ناورین سره مخ دي او د انتونیو ګوترېش په وینا، د هوا د تودوخې له زیاتېدو سره به دا حالت لا پسې خراب شي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې د مرسي کورپس په نوم یوه نړۍوال سازمان خبرداری ورکړی، چې د کابل شاوخوا اووه میلیونه اوسېدونکي د اوبو له سخت کمښت او ناورین سره مخ دي. دغه سازمان ویلي، چې په کابل کې نیمايي ژورې څاګانې وچې شوي او ښايي تر ۲۰۳۰م کال پورې کابل کې اوبه وچې شي.

دغې نا‌دولتي ادارې په خپل راپور کې ویلي، د تېرو لسو کلونو په موده کې د کابل د ځمکې لاندې اوبو سطحه ۳۰ متره ټېټه شوې ده. د یاد سازمان په راپور کې په کابل ښار کې چټکه پراختیا او د اقلیم بدلون د دغه ناورین دوه اساسي عوامل ګڼل شوي دي.

په افغانستان کې د څښاک اوبو وضعیت له ګڼو کلونو راهیسې له جدي ستونزو سره مخ دی. د جګړو، بې‌وزلۍ، چاپېریالي ستونزو او د زېربنا نشتوالي له امله میلیونونه خلک پاکې اوبه نه لري او د څښلو لپاره له ککړو سرچینو کار اخلي.

د څښاک اوبو د کمښت اصلي ستونزې:
د اوبو سرچینې ککړتیا: د سیندونو، څاګانو او د اوبو د زېرمو ککړتیا د فاضله اوبو، صنعتي ضایعاتو او کیمیاوي موادو له امله د خلکو روغتیا ته لوی ګواښ دی.
بېړنی کمښت: د وچکالیو له امله د لرې پرتو سیمو خلک د څښاک اوبو ته لاسرسی نه لري، چې د اوبو د کمښت له امله د ناروغیو او مړینو کچه لوړه شوې.
چاپېریالي عوامل: د هوا د تودوخې زیاتوالی او وچکالي د اوبو کمښت نور هم زیاتوي.
د زېربنا نشتوالی: د اوبو د رسولو سیستمونه په ډېرو سیمو کې خراب دي او د خلکو ډېری کورونه د پاکو اوبو د رسولو اسانتیاوې نه لري.
روغتیايي ستونزې: د ککړو اوبو له امله د کولرا، ټایفایډ او نورو ژورو ناروغیو کچه لوړه شوې، په ځانګړې توګه په ماشومانو کې.
حل لارې:
د اوبو د پاکولو پروژو پراخول او د څاګانو او سیندونو د ککړتیا کنټرول.
د خلکو د پوهاوي لوړول چې د اوبو د خوندي کارونې او حفظ الصحې اصول مراعات کړي.
د اوبو زېرمو جوړول او د اوبو د زېرمو مدیریت ښه کول.
نړۍوالو سازمانونو سره همکاري ترڅو د بېړنیو مرستو له لارې پاکې اوبه خلکو ته ورسېږي.

په نوي ډیلي کې د امریکا سفارت له خپلو وګړو غوښتي چې د ګڼې ګوڼې له سیمو لرې واوسي

۱۹ لړم ۱۴۰۴ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۱۱ GMT+۰
100%

د هند په پلازمېنې نوي ډيلي کې سرې کلا سیاحتي سیمې ته نږدې تر یوې چاودنې وروسته امریکا سفارت خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی، چې د ګڼې ګوڼي له سیمو، سرې کلا او چاندنې چوک څخه لرې واوسي. سفارت غوښتې، چې په په سیاحتي سیمو کې د ګرځېدو پرمهال خپل شاوخوا وڅاري.

د هند په پلازمېنه نوي ډیلي کې سرې کلا سیاحتي سیمې ته نږدې تر یوې چاودنې وروسته امریکا سفارت د دوشنبې په ورځ (د لړم ۱۹مه) خپلو وګړو ته په یوې خبرتیا کې له هغوی څخه غوښتي، چې «د سرې کلا، چاندنې سیمو ته مه نږدې کېږئ، له ګڼې ګوڼې لرې اوسئ، د ګرځېدو پر مهال خپل چاپېریال ته متوجه اوسئ.»

سفارت خپلو وګړو ته ویلي، په هغو ځایونو کې دې ډېر هوښیار واوسي چې سیلانیان ډېر وي.

دغې ادادرې امریکايي وګړو ته په سپارښتنو کې زیاته کړې، چې د تازه معلوماتو لپاره سیمه ییزې رسنۍ وڅارئ.

‏د ځایي رسنیو د راپورونو له مخې، د هند پلازمېنه نوي ډیلي کې د نن ماښام چاودنې له امله د لومړنیو معلوماتو له مخې تر ۲۰ زیاتو کسانو ته مرګ‌ ژوبله اوښتې.

‏هندي چارواکو تر دې دمه د دغې چاودنې د لامل په اړه څه نه دي ویلي، خو د دغه هېواد په څو ایالتونو کې سخت امنیتي تدابیر اعلان شوي دي.

سوداګرو له طالبانو وغوښتل چې پاکستان کې بند پاتې سوداګریزو توکو ازادولو ته حل لاره ومومي

۱۹ لړم ۱۴۰۴ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۵، ۱۸:۰۱ GMT+۰
100%

یو شمېر افغان سوداګرو د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت له سرپرست سره په کتنه کې له هغه وغوښتل، چې په پاکستان کې د دوی د بند پاتې سوداګریزو توکو د ازادولو لپاره حل لاره ومومي.

یو شمېر افغان سوداګرو او په ځانګړې توګه د کندهار او ختیځو ولایتونو سوداګرو د دوشنبې په ورځ (د لړم ۱۹مه) د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي سره په کتنه کې له هغه وغوښتل، چې په پاکستان کې د دوی د بند پاتې سوداګریزو توکو د ازادولو مسله وڅاري.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له‌مخې، نورالدین عزیزي ژمنه وکړه چې دغه موضوع به په جدي توګه وڅاري.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ له جګړو وروسته پاکستان له افغانستان سره ټولې سوداګریزې لارې وتړلې، خو د تورخم دروازه څو ورځې وړاندې یوازې له پاکستان څخه د اېستل کېدونکو افغان کډوالو پر مخ پرانېستل شوې ده.