د بلوچستان ایالتي حکومت پر عامه ټرانسپورټ بندیز بېرته لغوه کړی

د بلوچستان حکومت د چارشنبې له ورځې څخه د ټول ایالت په کچه پر عامه ټرانسپورټ درې ورځنی بندیز اعلان کړی و، خو د دغه ایالت د کورنیو چارو ادارې ویلي چې دا بندیز یې بېرته لغوه کړی دی.

د بلوچستان حکومت د چارشنبې له ورځې څخه د ټول ایالت په کچه پر عامه ټرانسپورټ درې ورځنی بندیز اعلان کړی و، خو د دغه ایالت د کورنیو چارو ادارې ویلي چې دا بندیز یې بېرته لغوه کړی دی.
د ایالتي ټرانسپورټ ادارې په اعلامیه کې ویل شوي و، چې د بسونو او نورو عامه ټرانسپورټي وسایطو تګ راتګ به د نومبر له۱۲مې تر ۱۴ مې پورې وځنډول شي چې موخه یې د عامه امنیت ټینګښت په ګوته شوی و.
یادې ادارې ترانسپورټرانو ته خبر ورکړی و، چې له بندیز څخه د سرغړونې په صورت کې به د دوی د کار اجازه لیکونه لغوه کړي.
خو د بلوچستان د کورنیو چارو ادارې له خوا د بندیز د لغوه کېدو د خبرپاڼې له خپرېدو وروسته د دغه ایالت د ټرانسپورټ ادارې هم خپله پرېکړه بېرته اخیستې ده.


د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین د پاکستان په مشرانو جرګه کې ددغه هېواد د ۲۷ قانوني ترمیم د تصویب په غبرګون کې ویلي، چې یو خوا پښتونخوا تر ټولو ناامنه ده او بل ددې ناامنیو بنسټګر پوځ ته د سیاسي او قانوني خوندیتوب ورکولو هڅې کیږي.
منظور پشتین د دوشنبې په ورځ پر فیسبوک ولیکل، چې د پښتنو په سیمو کې د کورونو، جوماتونو، ښوونځیو، مارکیټونو او مدرسو پر ړنګولو او بې حرمتۍ یو شمېر خبریالانو نه یوازې دا، چې څیړنې نه دي کړې، «بلکې له څیړنو پرته د پوځ له تېریو سره ولاړ دي».
نوموړي ویلي، چې پارلماني ګوندونه په راتلونکي کې د اقتدار خوب ویني او په همدې موخه لوی درستیز ته د ۲۷ قانوني ترمیم له لارې نوي واکونه ور کوي، خو دده په وینا، له دې وړاندې هم ځینو ګوندونو دا ډول کار کړی و او د جنرال باجوه کاري موده یې غځولې وه، خو پایلې یې برعکس وې.
نوموړي د پاکستان د پوځ لوی درستیز پر پښتنو او بلوڅ قومونو تېری کوونکی بللی دی.
منظور پشتین وايي، « د پنجاب سیاستوال هغه د عمر تر پایه لوی درستیز له دې امله جوړول غواړي چې د پښتنو پر وړاندې د رنجیت سنګ تاریخ ژوندی وساتي».
نوموړي خبرداری ورکړی، چې د تیري او جبر پالیسیو پر وړاندې «محکوم او مظلوم خلک» سر نه ټیټوي.

د خیبرپښتونخوا د خیبر ولسوالۍ په په لنډي کوتل کې یو شمیر سوداګرو د یوې غونډې په ترڅ کې د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې تورخم لاره د سوداګرۍ او مساپرو پرمخ پرانیزي. سوداګرو وویل، چې د تورخم لارې د بندېدو له امله سوداګر او مساپر له سختو ستونزو سره مخ دي۔
یو شمیر سوداګرو، د ټرانسپورټ د برخې مسوولانو او د سوداګرۍ اتحادیې غړو نن دوشنبې په ورځ، د لړم ۱۹مه د خیبر پښتونخوا د خیبر ولسوالۍ په لنډي کوتل سیمه کې په یوه غونډه کې وویل، چې د تورخم لارې د بندېدو له امله د سیمې خلک بېروزګاره شوي او لسګونه پاکستاني مساپر په افغانستان کې بند پاتې دي.
سوداګرو د دواړو هېوادونو له چارواکو وغوښتل، چې د مذاکراتو له لارې دې د تورخم لاره ژر تر ژره په بشپړ ډول پرانیزي.
د غونډې ګډونوالو وویل چې د تورخم سوداګریزې لارې تړل کېدو له امله د دواړو غاړو پښتانه له ستونزو سره مخ دي او د مساپرو ترځنګ سلکونه بار وړونکي موټر په داوړو خواو کې بند پاتې دي.
دوی همدراز خبرداری ورکړ، چې که په درې ورځو کې لاره خلاصه نشي نو په دې اړه به یوه جرګه وکړي.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ له جګړو وروسته پاکستان له افغانستان سره ټولې سوداګریزې لارې وتړلې خو د تورخم دروازه څو ورځې وړاندې یوازې له پاکستان نه د اېستل کېدونکو افغان کډوالو پر مخ پراخېستل شوې ده.
لاره لا هم له افغانستان نه پاکستان ته د تلونکو کسانو پر مخ بنده ده.
په دواړو خواوو کې سوداګر، محصلان، ناروغان او عام خلک د لارې بندېدو له امله له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د خېبر پښتونخوا ایالت کوهاټ ولسوالۍ کې د افغان کډوالو په کمپ کې د برېښنا د برابرولو لپاره د یونسېف لخوا لګول شوي د لمریزې انرژۍ سیسټمونه د ښاروالۍ ځایي چارواکو له خوا په خپله ولکه کې اخیستي. افغان کډوال وایي، دې اقدام د دوی د برېښنا اسانتیاوې اغېزمنې کړي دي.
په کوهاټ کې د ښاروالۍ چارواکو په وینا، دغه چاره یې د افغان کمېشنرۍ په لارښوونه او د کمپ د نظم او مدیریت د ښه والي لپاره ترسره کړې ده. دوی ویلي چې دا اقدام د کمپ د ژوند شرایطو په ښه کولو کې مرسته کوي.
خو افغان کډوالو د دې پرېکړې پر ضد غبرګون ښودلی او ټینګار یې کړی چې سولر سیسټم د ژورو څاه ګانو لپاره حیاتي برېښنا چمتو کوي او د دوی د ورځني ژوند لپاره ډېره مهمه سرچینه ده.
یو شمېر کډوالو ویلي، هیله لري چې د دوی اړتیاوې په پام کې ونیول شي او د ژوند بنسټیزې اسانتیاوې یې خوندي پاتې شي.

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدی وایي، چې په قبایلي سیمو کې د پوځي عملیاتو د کړاوونو په اړه له نورو دير ښه پوهیږي او د پوځي عملیاتو په نوم ناسمي پالیسۍ ورته د منلو وړ نه دي.
سهیل اپریدي په یوه بیان کې د خیبر پښتونخوا په قبایلي سیمو کې د پوځي عملیاتو په اړه سختې نیوکې کړې او وايي، هغه تګلارې کې چې د یاد ایالت د اوسیدونکو په ګټه نه وي، نه يي مخکې منلي او نه به یې اوس ومني.
نوموړي د خپلو خبرو پرمهال زیاته کړې:«امنیتي ځواکونو زموږ په جوماتونو کې سپي تړل. کله چې به موږ ورتللو او ویل به مو چې دا د جومات سپکاوی دی، نو هغوی به ویل، چې د سپیانو او ستاسو حیثیت یو دی.»
نوموړي دا څرکندونې پر داسې مهال کړې، چې څو ورځې وړاندې د خیبر پښتونخوا د تیرا سلګونو اوسیدونکو د یوې غونډې پر مهال په یاده سیمه کې له پوځي عملیاتو سره مخالفت ښودلی و اوپرېکړه یې کړې وه، چې له خپلې سیمې به کډه نشي.

د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت اعلان کړی، چې د نومبر پر ۱۲مه نېټه به د دغه ایالت د خرابېدونکي امنیتي وضعیت د ارزونې لپاره د سولې جرګه راوبولي. د دغه جرګې موخه په یاد ایالت کې د پوځي عملیاتو مخالفت بلل شوی او مرکزي حکومت هم پهکې د ګډون بلنه منلې.
د خیبر پښتونخوا د ایالتي اسمبلۍ مشر بابر سلیم سواتي د پنجشنبې په ورځ د (لړم ۱۵مه) په پېښور کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند له یوشمېر سیمهییزو مشرانو سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، چې په دغه ایالت کې به هېڅ ډول نویو پوځي عملیاتو ته اجازه ورنه کړل شي.
سواتي زیاته کړه، اسمبلۍ په تېرو دوو میاشتو کې د قانون او نظم پر وضعیت مفصل بحثونه کړي او دې پایلې ته رسېدلې، چې هر نوی جګړهییز اقدام به د خلکو کړاوونه نور هم زیات کړي.
هغه وویل: « که څه هم امنیتي وضعیت اندېښمنوونکی دی؛ خو هره پرېکړه باید زموږ په سلا او موافقه وشي.» د نوموړي په خبره؛ ټول سیاسي ګوندونه په دې سلا شوي، چې یوه پارلماني امنیتي کمېټه دې جوړه شي او د سولې یوه پراخه جرګه دې راوبلل شي چې پهکې ټول ګوندونه برخه ولري.
د سواتي په وینا: «موږ پرېکړه کړې، چې د جرګې له پای ته رسېدو وروسته به له اړوندو چارواکو سره وګورو؛ څو ډاډ ترلاسه کړو چې د خلکو اندېښنې واورېدل شي.» هغه ټینګار وکړ، چې باید هېڅ سیاسي غږ چوپ نهشي او د دوی موخه دا ده چې د خلکو او ادارو ترمنځ د باور وړ اړیکې رامنځته کړي.
هغه وایي، د ټولو سیاسي ګوندونو استازي، د مدني ټولنې غړي، وکیلان او خبریالان دغې جرګې ته ور بلل کېږي. د خېبر پښتونخوا د ایالتي اسمبلۍ مشر زیاته کړه: «زموږ خلک په هرو پوځي عملیاتو کې ځورېدلي دي؛ دا ځل باید د هغوی غږ د راتلونکي لوری وټاکي.»
د یاد ایالت اطلاعاتو ځانګړي سلاکار شفیع جان وویل، چې د سولې ټینګښت دوی د ایالتي حکومت تر ټولو ستره ننګونه ده. هغه تایید کړه، چې د ایالت والي او ټول سیاسي مشران به د نومبر پر ۱۲مه د سولې جرګې ته ور وبلل شي. د هغه په خبره: «د پارلماني امنیتي کمېټې د کار چوکاټ به د ټولو ګوندونو د وړاندیزونو پر بنسټ جوړېږي.»
د تحریک انصاف ګوند ایالتي مشر علي اصغر وایي، دغه جرګه له پخوانیو غونډو سره بنسټیز توپیر لري؛ ځکه «دا ځل یې د اسمبلۍ مشر مشري کوي؛ څو د ټولو ګوندونو ګډون یقیني شي.»
هغه وویل: «موږ ټولو ګوندونو ته بلنې استولې دي؛ ځکه امنیتي اندېښنې د ټول ایالت د اوسېدونکو ګډه ستونزه ده. پوځي عملیات یوازې بېکورهتوب او د خلکو کړاوونه زیاتوي.»
په همدې حال کې د مرکزي حکومت د قبایلي او ایالتي چارو وزیر امیر مقام په اسلاماباد کې اعلان وکړ، چې د پاکستان مرکزي حکومت د تحریک انصاف بلنه منلې او په جرګه کې به برخه واخلي. نوموړي دا خبره د تحریک انصاف ګوند له یوه مشر اسد قیصر سره په ګډه خبري ناسته کې وکړه.
اسد قیصر په غونډه کې وویل: «موږ خپلې غوښتنې له مرکزي حکومت سره شریکې کړې دي او له دوی منندوی یو، چې زموږ بلنه یې ومنله.» هغه غوښتنه وکړه، چې دایمي ثبات لپاره باید د یوې واحدې تګلارې چوکاټ جوړ شي.
دغه جرګه داسې مهال جوړېږي، چې په خېبر پښتونخوا کې ورځ تر بلې نا امنۍ زور اخیستی او هره ورځ د «ټيټيپي» جنګیالي له پاکستاني پوځیانو سره په بېلابېلو سیمو کې په نښتو اخته وي. د پاکستان مرکزي حکومت او پوځ په خېبر پښتونخوا کې له تېرې یوې لسیزې راهیسې پر واکمن ګوند تحریک انصاف تور پورې کوي، چې په لوی لاس یې د «ټيټيپي» وسلهوالو ته په دغه ایالت کې د نا امنۍ زمینه برابره کړې؛ خو د یاد ګوند مشران بیا دا پړه پر پورځ او مرکزي حکومت اچوي. د تحریک انصاف مشران وایي، د پاکستان د پوځ او مرکزي حکومت د ناسمو تګلارو له کبله پښتونخوا د نا امنۍ په اور کې سوځي.