• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د خیبر پښتونخوا له خلکو نه د پوځ د ملاتړ غوښتنه کړې

۲۰ لړم ۱۴۰۴ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۵، ۱۲:۱۲ GMT+۰

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د خیبر پښتونخوا پر خلکو غږ وکړ، چې د وسله والو جنګیالیو پرځای د پاکستان له پوځ او هېواد سره ودریږي. نوموړي وویل، « زه د خیبر پښتونخوا له خلکو غواړم چې خپل ځانونه مه بدناموئ».

په پاکستان کې د امنیتي پېښو له ډېرېدو سره هممهاله، ددغه هېواد د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د سې شنبې په ورځ، د لړم پر ۲۰مه، په اسلام اباد کې خبریالانو ته په خبرو کې د خیبر پښتونخوا خلک مخاطب کړل، چې د ترهګرو پرځای دې د پاکستان له پوځ سره ودریږي.

محسن نقوي افغانستان ته له اشارې پرته وویل، چې « دا ستاسې د بدنامولو هڅه کوي، تاسې د خپلوۍ په نامه له ځان سره ملګري کول غواړي».

هغه په همدغه ترڅ کې د خیبر پښتونخوا خلک مخاطب کړل، چې « زه د خیبر پښتونخوا له خلکو غواړم چې خپل ځانونه مه بدناموئ، موږ باید له خپل هېواد سره ودرېږو. موږ باید له خپلو ځواکونو سره ودرېږو، چې دغه ترهګر تصفیه کړي».

نقوي چې د اسلام اباد له ځانمرګي برید وروسته یې خبریالانو ته خبرې کولې، زیاته کړه، چې ددوی لپاره باید تر هرڅه وړاندې پاکستان مخکې وي او له هغه وروسته نور هېوادونه، خو د نورو هېوادونو په اړه یې جزئیات ورنه کړل.

د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت، ددغه ایالت ملتپالو ګوندونو له دې وړاندې د پاکستان پر افغان سیاستونو نیوکې کړې او په قبایلي سیمو کې یې د پوځ له عملیاتو سره مخالفت کړی دی.

نقوي دغه راز د پوښتنې په ډول وویل: « تاسې ماته دا ووایئ، چې په افغانستان کې څومره خلک دي چې له خپل دریځ نه شاته کیږي؟ نو موږ ته دا کتل په کار دي او موږ باید له خپل هېواد سره پاتې شو».

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر دا څرګندونې داسې مهال دي، چې د شنونکو په باور، ددغه هېواد پوځ په قبایلي سیمو کې د پوځي عملیاتو لپاره د ولسي او سیاسي ملاتړ له کمزوري کېدو ځوریږي.

پاکستاني طالبانو، چې ډېری پکې د خیبر پښتونخوا د مختلفو ولسوالیو اوسېدونکي شامل دي، په دې وروستیو کې په خیبر پښتونخوا ایالت کې بریدونه ډېر کړي دي.

ترویج لرونکی

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي
۱

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۲

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۳

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۴

پر ډیورنډ کرښه تړلې لارې؛ پاکستان خپلې سوداګریزې لارې بدلوي

۵

د ایران مشهد کې د افغان ښځو یوې شبکې د هرات له ښځینه‌ معترضینو خپل ملاتړ اعلان کړ

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په کابل کې د سکرو د وېش بهیر پیل کړی

۲۰ لړم ۱۴۰۴ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۵، ۱۱:۴۱ GMT+۰
طالبانو په کابل کې د سکرو د وېش بهیر پیل کړی
100%

‏د طالبانو تر واک لاندې دولتي شرکتونو رییس وايي چې نن یې په کابل کې د سکرو د وېش بهیر پیل کړ. احمد جان بلال د د سکرو د وېش بهیر د پیلولو په غونډه کې وویل چې دغه لړۍ به د کابل ترڅنګ په نورو ولايتونو کې هم پيل شي.

‏د طالبانو تر واک لاندې دولتي شرکتونو رییس احمد حان بلال نن سه شنبه، د لړم ۲۰مه، په خپله وینا کې وویل چې سږ کال به ۱۳۰ زره ټنه سکاره خلکو ته ووېشل شي او که اړتیا وه، دا شمېر به زیات هم شي.

نوموړي ټینګار کړی، چې هر ټن سکاره به په ۶۸۰۰ افغانیو پلورل کېږي، په داسې حال کې چې د بازار بیه یې ۱۳ تر ۱۴ زره افغانیو رسېږي.

‏د طالبانو د حکومتي شرکتونو د عمومي رییس په وینا، د دوی استازځایونه به دغه سکاره د کابل په ۲۲ ناحیو کې خلکو ته وړاندې کړي او هڅې روانې دي چې نرخونه لا نور هم کم شي.
‏ ⁧

د جنوبي وزیرستان په پوځي کالج کې لاهم نښتې روانې دي

۲۰ لړم ۱۴۰۴ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۵، ۱۰:۵۰ GMT+۰
د جنوبي وزیرستان په پوځي کالج کې لاهم نښتې روانې دي
100%

د جنوبي وزیرستان په مرکز واڼه کې له پروني ځانمرګي برید وروسته، لاهم د وسله والو او د پاکستاني دامنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې روانې دي. بریدګرو د کالج په اداري بلاک کې مورچل نیولی او تر اوسه له ۵۳۷ زده کوونکو، ۱۳۷ تنه د جګړې له ځایه اېستل شوي.

پاکستاني رسنیو رپوټ ورکړی، چې د جنوبي وزیرستان مرکز واڼه ته څېرمه پر پوځي کالج د وسله والو بریدګرو له ځانمرګي برید وروسته، د دواړو خواوو ترمنځ تر دې مهاله لاهم نښتې روانې دي.

محلي امنیتي چارواکو ویلي، چې په کالج کې ټولټال ۵۳۷زده‌کوونکي دي، چې له دې ډلې۱۳۷ زده‌کوونکي لا دمخه تخلیه شوي دي. پاتې زده کوونکي د ډزو د تبادلې له امله په کالج کې بند پاتې دي.

چارواکو خراسان ډایري ته ویلي، چې بریدګر د زده‌کوونکو د بلاک پر وړاندې په اداري بلاک کې ځای پرځای شويدي. تر اوسه هیڅ زده کوونکی نه دی یرغمل شوی.

پاکستاني امنیتي چارواکو ویلي، چې اوس مهال د زده کوونکو د خوندي اېستلو لپاره عملیات پر لاره دي.

خواجه اصف: د کابل واکمنان جګړه درولی شي خو تر اسلام‌اباده یې راوړل خطرناک پیغام دی

۲۰ لړم ۱۴۰۴ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۵، ۱۰:۲۱ GMT+۰
خواجه اصف: د کابل واکمنان جګړه درولی شي خو تر اسلام‌اباده یې راوړل خطرناک پیغام دی
100%

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف په اسلام اباد کې د نن ورځې ځانمرګي برید ته په اشارې سره ویلي، چې د کابل واکمنان په پاکستان کې جګړه درولی شي خو «تر اسلام اباد پورې د جګړې راوړل د دوی(طالبان) یو بل خطرناک پیغام دی»، چې دده په وینا، پاکستان یې د ځواب ورکولو توان لري.

هغه د سې شنبې په ورځ، د لړم پر ۲۰مه پر ایکس ولیکل، « موږ د جنګ په حالت کې یو، داسې فکر وکړئ چې د پاکستان پوځ دا جګړه له افغانستان سره په سرحدي برخو او د بلوچستان په لرې پرتو سیمو کې پرمخ وړله، خو نن په اسلام اباد کې په قضایي ادارو ځانمرګی برید د راویښېدو زنګ دی.»

هغه په ترکیه کې له طالبانو سره خبرې اترې بېځایه بولي او وایي، چې په داسې حالاتو کې د کابل له واکمنانو[طالبان] سره خبرې اترې بېځایه دي.

نوموړي زیاته کړې، « د کابل واکمنان په پاکستان کې جګړه درولی شي خو تر اسلام اباد پورې د جګړې راوړل د دوی یو بل پیغام دی، چې موږ یې د ځواب ورکولو توان لرو.»

د یادولو وړ ده، چې نن پر ځایي وخت شاوخوا ۱۲:۰۰ بجې د دغه هېواد د پلازمېنې اسلام‌اباد په جي۱۱ سیمه کې د یوه ځانمرګي برید له امله لږترلږه ۱۲ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.

د اسلام اباد پولیسو په وینا، ځانمرګی بریدګر چې په موټرسایکل سپور و، د پولیسو موټر ته نږدې په ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې ده.

تر اوسه ددې پېښې مسوولیت هیڅ ډلې پرغاړه نه دی اخېستی، خو تېره ورځ د هند پلازمېنه نوی ډیلی هم د یوې چاودنې شاهد و، چې اته تنه پکې ووژل شول.

متقي وايي چې له ګاونډیانو سره د نه مداخلې او متقابل درناوي پر بنسټ اړیکي ساتي

۲۰ لړم ۱۴۰۴ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۵، ۱۰:۱۷ GMT+۰
متقي وايي چې له ګاونډیانو سره د نه مداخلې او متقابل درناوي پر بنسټ اړیکي ساتي
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د قزاقستان د بهرنیو چارو له وزیر یرمیک کوشربایف سره د ټیلیفوني اړیکې پر مهال ټینګار کړی، چې دغه ډله غواړي له خپلو ګاونډیانو او سیمه‌ییزو شریکانو سره د نه مداخلې، متقابل درناوي او رغنده تعامل پر بنسټ اړیکې وساتي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن سې شنبه، د لړم ۲۰مه، وویل، چې ددې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د قزاقستان د بهرنیو چارو له وزیر یرمیک کوشربایف سره د ټیلیفوني اړیکې پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د لا پیاوړتیا، اقتصادي همکاریو د پراختیا او د سیمې د وروستیو حالاتو په اړه خبرې وکړې.

د وزارت په وینا، امیر خان متقي څرګنده کړې چې دغه ډله د سیمې په چارو کې ډیپلوماسي، تفاهم اومتقابل احترام ته ځانګړی ارزښت ورکوي.

نوموړي دغه راز ویلي، چې د قزاقستان په څېر د سیمې له هېوادونو سره مثبت تعامل د طالبانو د ثبات، اقتصادي پرمختګ او سیمه‌ییز تفاهم د ملاتړ څرګندونه کوي.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي، چې د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو له «رغنده دریځونو» او د سیمې د سولې او ثبات د ټینګښت په برخه کې له روانو هڅو درناوی کړی.

په اعلامیه کې د هغه له خولې لیکل شوي، چې نوموړي د طالبانو دریځ وستایه او ټینګار یې وکړ چې د سیمې ثبات او سوکالي د ټولو هېوادونو ګډ مسوولیت دی، چې باید د متقابل اعتماد، اقتصادي همکارۍ او دوامدار تفاهم له لارې ترلاسه شي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت: په هرات کې د وسله‌والو غلو ۱۴ کسیزه ډله نیول شوې

۲۰ لړم ۱۴۰۴ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۵، ۰۸:۳۴ GMT+۰
د طالبانو کورنیو چارو وزارت: په هرات کې د وسله‌والو غلو ۱۴ کسیزه ډله نیول شوې
100%

د طالبانو د کورنیو چازو وزارت خبر ورکړی، د هرات ولایت نهمې امنیتي حوزې اړوند یې د یو لړ عملیاتو پرمهال د غلو یوه ۱۴ کسیزه ډله نیولې چې د ښار په بېلابېلو برخو کې یې له خلکو مبایلونه، موټرونه او دوکانونه لوټلي وو.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دغه ډله یې د غلاوو په څو پېښو کې د لاس لرلو په تور نیولې، چې اوس ترې پوښتنې ګروېږنې روانې دي. خبرپاڼه کاږي، نیول شویو کسانو د لومړنیو څېړنو پرمهال منلې چې په هرات ښار کې یې د کورونو، پلورنځیو او موټرونو د غلا په پېښو کې لاس لاره.

خبرپاڼه زیاتوي، له دغو کسانو څخه اووه ډوله بېلابېلې وسلې، درې موټرسایکلونه او ګڼ شمېر موبایلونه ترلاسه شوي. د طالبانو له بیا واکمنېدو سره په افغانستان کې د بې‌کارۍ، اقتصادي ستونزو او د عایداتي سرچینو د نشتوالي له امله د غلاوو پېښې زیاتې شوې دي.

د لویو ښارونو اوسېدونکي وایي، نږدې هره ورځ د موبایلونو، موټرونو او پلورنځیو د غلا خبرونه اوري چې د امنیتي اندېښنو ترڅنګ یې د خلکو پر ورځني ژوند هم ناوړه اغېز کړی دی.