• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د سویلي وزیرستان په پوځي کالج کې ټول بریدګر وژل شوي دي

۲۱ لړم ۱۴۰۴ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۵، ۰۳:۴۲ GMT+۰

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د سویلي وزیرستان په مرکز واڼه کې د پوځي کالج د برید ټول بریدګر وژل شوي او هیڅ زده‌کوونکي یا ښوونکي ته په‌کې زیان نه‌دی رسېدلی. ورته مهال په بنو کې هم د ترهګرۍ ضد څانګې (CTD) د دوو وسله‌والو له وژلو خبر ورکړی.

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې؛ د چهارشنبې په سهار د واڼه پوځي کالج د برید ټول بریدګر وژل شوي دي. راپور زیاتوي، چې په وژل شویو کسانو کې یو ځانمرګی بریدګر او څلور نور وسله‌وال شامل دي.

د عملیاتو پرمهال د چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله د کالج ودانۍ زیانمنه شوې؛ خو زده‌کوونکو او ښوونکو ته په‌کې زیان نه‌دی رسېدلی. د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ISPR) تر دې وړاندې ویلي و، د یکشنبې په ماښام وسله‌والو هڅه وکړه چې له چاودېدونکو توکو څخه ډک موټر پر مټ د کالج اصلي دروازې ته ځان ورسوي؛ خو د پاکستاني ځواکونو په سملاسي غبرګون کې درې وسله‌وال ووژل شول او نهه ملکي وګړي ټپیان شول.

د چاودنې له امله د نږدې کورونو چتونه هم نړېدلي دي. د پاکستان پوځ دغه برید د «هند له ملاتړه د برخمنې وسله‌والې شبکې» کار بللی او دا یې «یو بزدلانه عمل» ګڼلی و.

بل‌خوا د پاکستان د ترهګرۍ ضد څانګې (CTD) ویلي، د خیبر پښتونخوا په بنو کې یې عملیات کړي چې د ټي‌ټي‌پي دوه مهم وسله‌وال یې وژلي دي. د یادې ادارې په وینا؛ له وژل شویو کسانو څخه ځینې وسلې او اسناد هم ترلاسه شوي؛ خو د هغوی دوه نور ملګري په تېښته بریالي شوي دي.

ترویج لرونکی

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي
۱

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۲

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۳

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۴

پر ډیورنډ کرښه تړلې لارې؛ پاکستان خپلې سوداګریزې لارې بدلوي

۵

د ایران مشهد کې د افغان ښځو یوې شبکې د هرات له ښځینه‌ معترضینو خپل ملاتړ اعلان کړ

•
•
•

نور کیسې

د بلوچستان ایالتي حکومت پر عامه ټرانسپورټ بندیز بېرته لغوه کړی

۲۰ لړم ۱۴۰۴ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۵، ۱۱:۴۵ GMT+۰
د بلوچستان ایالتي حکومت پر عامه ټرانسپورټ بندیز بېرته لغوه کړی
100%

د بلوچستان حکومت د چارشنبې له ورځې څخه د ټول ایالت په کچه پر عامه ټرانسپورټ درې ورځنی بندیز اعلان کړی و، خو د دغه ایالت د کورنیو چارو ادارې ویلي چې دا بندیز یې بېرته لغوه کړی دی.

د ایالتي ټرانسپورټ ادارې په اعلامیه کې ویل شوي و، چې د بسونو او نورو عامه ټرانسپورټي وسایطو تګ راتګ به د نومبر له۱۲مې تر ۱۴ مې پورې وځنډول شي چې موخه یې د عامه امنیت ټینګښت په ګوته شوی و.

یادې ادارې ترانسپورټرانو ته خبر ورکړی و، چې له بندیز څخه د سرغړونې په صورت کې به د دوی د کار اجازه لیکونه لغوه کړي.

خو د بلوچستان د کورنیو چارو ادارې له خوا د بندیز د لغوه کېدو د خبرپاڼې له خپرېدو وروسته د دغه ایالت د ټرانسپورټ ادارې هم خپله پرېکړه بېرته اخیستې ده.

منظور پشتین: د ناامنیو بنسټګر پوځ ته سیاسي او قانوني خوندیتوب ور کول کیږي

۱۹ لړم ۱۴۰۴ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۵، ۱۶:۱۳ GMT+۰
منظور پشتین: د ناامنیو بنسټګر پوځ ته سیاسي او قانوني خوندیتوب ور کول کیږي
100%

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین د پاکستان په مشرانو جرګه کې ددغه هېواد د ۲۷ قانوني ترمیم د تصویب په غبرګون کې ویلي، چې یو خوا پښتونخوا تر ټولو ناامنه ده او بل ددې ناامنیو بنسټګر پوځ ته د سیاسي او قانوني خوندیتوب ورکولو هڅې کیږي.

منظور پشتین د دوشنبې په ورځ پر فیسبوک ولیکل، چې د پښتنو په سیمو کې د کورونو، جوماتونو، ښوونځیو، مارکیټونو او مدرسو پر ړنګولو او بې حرمتۍ یو شمېر خبریالانو نه یوازې دا، چې څیړنې نه دي کړې، «بلکې له څیړنو پرته د پوځ له تېریو سره ولاړ دي».

نوموړي ویلي، چې پارلماني ګوندونه په راتلونکي کې د اقتدار خوب ویني او په همدې موخه لوی درستیز ته د ۲۷ قانوني ترمیم له لارې نوي واکونه ور کوي، خو دده په وینا، له دې وړاندې هم ځینو ګوندونو دا ډول کار کړی و او د جنرال باجوه کاري موده یې غځولې وه، خو پایلې یې برعکس وې.

نوموړي د پاکستان د پوځ لوی درستیز پر پښتنو او بلوڅ قومونو تېری کوونکی بللی دی.

منظور پشتین وايي، « د پنجاب سیاستوال هغه د عمر تر پایه لوی درستیز له دې امله جوړول غواړي چې د پښتنو پر وړاندې د رنجیت سنګ تاریخ ژوندی وساتي».

نوموړي خبرداری ورکړی، چې د تیري او جبر پالیسیو پر وړاندې «محکوم او مظلوم خلک» سر نه ټیټوي.

د خیبر پښتونخوا یو شمیر سوداګرو د تورخم لارې د پرانېستلو غوښتنه کړې

۱۹ لړم ۱۴۰۴ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۵، ۱۲:۰۵ GMT+۰
د خیبر پښتونخوا یو شمیر سوداګرو د تورخم لارې د پرانېستلو غوښتنه کړې
100%

د خیبرپښتونخوا د خیبر ولسوالۍ په په لنډي کوتل کې یو شمیر سوداګرو د یوې غونډې په ترڅ کې د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې تورخم لاره د سوداګرۍ او مساپرو پرمخ پرانیزي. سوداګرو وویل، چې د تورخم لارې د بندېدو له امله سوداګر او مساپر له سختو ستونزو سره مخ دي۔

یو شمیر سوداګرو، د ټرانسپورټ د برخې مسوولانو او د سوداګرۍ اتحادیې غړو نن دوشنبې په ورځ، د لړم ۱۹مه د خیبر پښتونخوا د خیبر ولسوالۍ په لنډي کوتل سیمه کې په یوه غونډه کې وویل، چې د تورخم لارې د بندېدو له امله د سیمې خلک بې‌روزګاره شوي او لسګونه پاکستاني مساپر په افغانستان کې بند پاتې دي.

سوداګرو د دواړو هېوادونو له چارواکو وغوښتل، چې د مذاکراتو له لارې دې د تورخم لاره ژر تر ژره په بشپړ ډول پرانیزي.

د غونډې ګډونوالو وویل چې د تورخم سوداګریزې لارې تړل کېدو له امله د دواړو غاړو پښتانه له ستونزو سره مخ دي او د مساپرو ترځنګ سلکونه بار وړونکي موټر په داوړو خواو کې بند پاتې دي.

دوی همدراز خبرداری ورکړ، چې که په درې ورځو کې لاره خلاصه نشي نو په دې اړه به یوه جرګه وکړي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ له جګړو وروسته پاکستان له افغانستان سره ټولې سوداګریزې لارې وتړلې خو د تورخم دروازه څو ورځې وړاندې یوازې له پاکستان نه د اېستل کېدونکو افغان کډوالو پر مخ پراخېستل شوې ده.

لاره لا هم له افغانستان نه پاکستان ته د تلونکو کسانو پر مخ بنده ده.

په دواړو خواوو کې سوداګر، محصلان، ناروغان او عام خلک د لارې بندېدو له امله له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

کوهاټ کې افغان کډوالو شکایت کړی چې ښاروالۍ یې د پڼډغالي سولر سیسټم په خپله ولکه کې اخیستی

۱۷ لړم ۱۴۰۴ - ۸ نومبر ۲۰۲۵، ۰۴:۲۰ GMT+۰
کوهاټ کې افغان کډوالو شکایت کړی چې ښاروالۍ یې د پڼډغالي سولر سیسټم په خپله ولکه کې اخیستی
100%

د خېبر پښتونخوا ایالت کوهاټ ولسوالۍ کې د افغان کډوالو په کمپ کې د برېښنا د برابرولو لپاره د یونسېف لخوا لګول شوي د لمریزې انرژۍ سیسټمونه د ښاروالۍ ځایي چارواکو له خوا په خپله ولکه کې اخیستي. افغان کډوال وایي، دې اقدام د دوی د برېښنا اسانتیاوې اغېزمنې کړي دي.

په کوهاټ کې د ښاروالۍ چارواکو په وینا، دغه چاره یې د افغان کمېشنرۍ په لارښوونه او د کمپ د نظم او مدیریت د ښه والي لپاره ترسره کړې ده. دوی ویلي چې دا اقدام د کمپ د ژوند شرایطو په ښه کولو کې مرسته کوي.

خو افغان کډوالو د دې پرېکړې پر ضد غبرګون ښودلی او ټینګار یې کړی چې سولر سیسټم د ژورو څاه ګانو لپاره حیاتي برېښنا چمتو کوي او د دوی د ورځني ژوند لپاره ډېره مهمه سرچینه ده.

یو شمېر کډوالو ویلي، هیله لري چې د دوی اړتیاوې په پام کې ونیول شي او د ژوند بنسټیزې اسانتیاوې یې خوندي پاتې شي.

د پښتونخوا اعلی وزیر: قبایلي سیمو کې د پوځي عملیاتو په نوم ناسمې پالیسۍ راته د منلو وړ ندي

۱۶ لړم ۱۴۰۴ - ۷ نومبر ۲۰۲۵، ۱۱:۵۲ GMT+۰
د پښتونخوا اعلی وزیر: قبایلي سیمو کې د پوځي عملیاتو په نوم ناسمې پالیسۍ راته د منلو وړ ندي
100%

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدی وایي، چې په قبایلي سیمو کې د پوځي عملیاتو د کړاوونو په اړه له نورو دير ښه پوهیږي او د پوځي عملیاتو په نوم ناسمي پالیسۍ ورته د منلو وړ نه دي.

سهیل اپریدي په یوه بیان کې د خیبر پښتونخوا په قبایلي سیمو کې د پوځي عملیاتو په اړه سختې نیوکې کړې او وايي، هغه تګلارې کې چې د یاد ایالت د اوسیدونکو په ګټه نه وي، نه يي مخکې منلي او نه به یې اوس ومني.

نوموړي د خپلو خبرو پرمهال زیاته کړې:«امنیتي ځواکونو زموږ په جوماتونو کې سپي تړل. کله چې به موږ ورتللو او‌ ویل به مو چې دا د جومات سپکاوی دی، نو هغوی به ویل، چې د سپیانو او ستاسو حیثیت یو دی.»

نوموړي دا څرکندونې پر داسې مهال کړې، چې څو ورځې وړاندې د خیبر پښتونخوا د تیرا سلګونو اوسیدونکو د یوې غونډې پر مهال په یاده سیمه کې له پوځي عملیاتو سره مخالفت ښودلی و او‌پرېکړه یې کړې وه، چې له خپلې سیمې به کډه نشي.