پر غزې د اسراییل په بریدونو کې لږترلږه درې فلسطینیان وژل شوي دي

د غزې روغتیا وزارت د سېشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې اسراییلي ځواکونو په غزه کې لږترلږه درې فلسطینیان وژلي دي. د راپورونو له مخې؛ د اوربند له ټینګېدو راهیسې د اسراییلي ځواکونو په بریدونو کې لږترلږه ۲۴۵ فلسطینیان وژل شوي دي.
د اوربند له پیل راهیسې اسراییل او حماس په وار، وار یو بل د اوربند په سرغړونې تورن کړي دي.




