امریکا په ایران کې د ۳۲ کسانو او ادارو په ګډون پر یو شمېر هېوادونو بندیزونه ولګول

د امریکا د خزانې وزارت په ایران کې د ۳۲ کسانو او ادارو په ګډون پر متحده عربي اماراتو، ترکیې، چین، هانګ کانګ، هند، جرمني او اوکراین بندیزونه ولګول.

د امریکا د خزانې وزارت په ایران کې د ۳۲ کسانو او ادارو په ګډون پر متحده عربي اماراتو، ترکیې، چین، هانګ کانګ، هند، جرمني او اوکراین بندیزونه ولګول.
دغه وزارت ویلي، چې په یادو هېوادونه یې ځکه بندیز لګولی چې دوی د ایران له خوا د بالسټیک توغندیو او ډرونونو تولید پورې اړوند اکمالاتي زنځیرونو کې فعالیتونه کول.
د ایران پروړاندې دغه بندیزونه د امریکا د زیات فشار راوړلو د پالیسۍ یوه برخه ده او موخه یې نړۍوال مالي سیسټم ته د ایران د لاسرسي محدودل، د اټومي او توغندیزو پروګرامونو د پراختیا مخه نیول او د نیابتي ډلو ملاتړ ښودل شوی دی.
د تحریم شویو په ډله کې د «اېم وي اېم» په نوم یو څو ملیتي شبکه هم شامله ده، چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې د پارچین کیمیاوي صنعت سره په همغږۍ له چین څخه کیمیاوي توکي اخلي. په دې موادو کې سوډیم کلورایټ، سوډیم پرکلورایټ او سیباسیک اسید شامل دي. دغه توکي د راکټ د سون توکو او د بالسټیک توغندیو د رزینونو(سریښناکه موادو) تولید لپاره کارول کېږي.
همدارنګه، څو کسان او شرکتونه چې د «کیپاس» په نوم یوه ایراني شرکت سره تړاو لري کوم چې د سپاه پاسدارانو د قدس ډلې سره یې د ډرون په برخو کې همکاري لرله، هم شامل دي.
د «بسپار پویا» او «پارس نواندیشان» په نوم د دوو نورو شرکتونو مدیران او کارکونکي هم دغه نوملړ کې شامل دي، چې د ډرون په تولید او جوړښت کې یې رول لاره.
د امریکا د بهرنیو شتمنیو کنټرول دفتر د شاهد ډرون د ماشینونو د تولید سره تړلو مالي شبکو او شرکتونو په ګډون د «مادو» او د هغه چینایي او هانګ کانګي ملګري هم د مالي ملاتړ په تور د دغه بندیزونو نوملړ ته ور زیات کړي.
د ایران د فضايي صنعت «هسا» او اړوند مخکښ شرکتونه د ابابیل لړۍ په ګډون د فضايي او ډرون پرزو رسولو شرکتونه هم په نښه شوي دي.
د امریکا د خزانې وزارت اعلان کړی، چې دغه اقدام د ایران د توغندیو او ډرون پروګرامونو د ګډوډولو او له بندیزونو څخه د تېښتې د مخنیوي لپاره د روانو هڅو یوه برخه ده او موخه یې د امریکا امنیت ساتل او په سیمه کې د ایران د بې ثباته فعالیتونو محدودول ښودلي.