• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسلام‌اباد کې له ځانمرګي برید وروسته د سريلانکا د کرېکټ لوبډلې لوبغاړي له پاکستانه ووتل

۲۱ لړم ۱۴۰۴ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۵، ۲۱:۲۴ GMT+۰تازه شوی: ۲۱ لړم ۱۴۰۴ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۴۸ GMT+۰

د سريلانکا د کرېکټ ملي لوبډلې لږ تر لږه اته لوبغاړي، پرته له دې چې د «پاکستان او زمبابوې» سره درې‌ اړخیزې سیالۍ ترسره کړي، له پاکستان څخه وتلي دي. دا پرېکړه د سې شنبې په ورځ په اسلام‌اباد کې له هغه ځانمرګي برید وروسته وشوه، چې په کې ۱۲ کسان ووژل شول.

د فرانس پرېس خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۲۱مه) راپور ورکړی، چې د سريلانکا د کرېکټ لوبغاړو د امنیتي اندېښنو څرګندونه کړې ده. ټاکل شوې وه، چې د دې هېواد ملي لوبډله سبا د پاکستان پر وړاندې ولوبېږي، خو دا لا روښانه نه ده، چې د دوی ګډون به په سیالیو کې دوام وکړي او که نه.

د سريلانکا د کرېکټ فدراسیون ویلي، چې دوی د یوې رسمي اعلامیې پر چمتو کولو بوخت دي، څو د سیالیو د دوام په اړه خپله پرېکړه اعلان کړي.

د پاکستان د کرېکټ بورډ هم له چاودنې وروسته اعلان کړی، چې د مېلمه لوبډلې سريلانکا د امنیتي تدابیرو کچه یې لوړه کړې ده. ویل شوي، چې پاتې سیالۍ به د پلان له مخې په راولپنډۍ کې ترسره شي.

د پاکستان د لوبغاړو د امنیت اندېښنې اوږده سابقه لري؛ د ۲۰۰۹ کال په مارچ کې د سريلانکا د کرېکټ شپږ لوبغاړي هغه وخت ټپیان شول، چې د لاهور په قذافي لوبغالي ته روان وو او وسله‌ والو پرې برید وکړ. دغه پېښه د دې لامل شوه، چې نړۍوالې لوبډلې نږدې یوه لسیزه له پاکستان څخه د سفر او لوبو کولو ډډه وکړي.

ترویج لرونکی

تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي
۱

تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي

۲
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د سقوط او بقا جګړه؛ ایا د ایران رژیم د رژېدو پر لور روان دی؟

۳
د جولای ۸مه

له پوتین او نتنیاهو تر ملا هبت‌الله؛ کوم مشران د نیولو حکم لري او ولې نه دي نیول شوي؟

۴

ډونالډ ټرمپ: ایران د هوکړې غوښتونکی دی خو هر برید ته به یې څو برابره ځواب ورکړو

۵

سرچینې: پر ډیورنډ کرښه یو وار بیا د طالبانو او پاکستاني‌ ځواکونو ترمنځ نښته شوې

•
•
•

نور کیسې

اېمل ولي‌ خان ته د لطف‌الله خیرخواه مشوره: په غور سره فکر او تحلیل وکړئ

۲۱ لړم ۱۴۰۴ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۵، ۲۱:۰۶ GMT+۰
اېمل ولي‌ خان ته د لطف‌الله خیرخواه مشوره: په غور سره فکر او تحلیل وکړئ
100%

د طالبانو د افغانستان بانک د نظارت او مالي خدمتونو عمومي امر لطف‌الله خیرخواه اېمل ولي‌ خان ته په خطاب کې ویلي: «زه تاسو ته مشوره درکوم چې په پوره غور سره فکر او تحلیل وکړئ.» اېمل ولي خان تر دې وړاندې ویلي و، چې افغان طالبان د افغانانو اصلي‌ څېره نه دي.

لطف‌الله خیرخوا د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۲۱مه) پر خپلې اېکس پاڼې د اېمل ولي خان وروستی پوسټ شریک کړی او ورته یې لیکلي: «له مخکې جوړو شویو اندېښنو او قضاوتونو څخه ځان وساتئ.»

د خیرخوا په خبره، د اېمل ولي خان خبرې مناسبې نه دي او ټولې خبرې یې د مخکېنیو قضاوتونو او جدي فکري پایلو پایله ده.

د عوامي نشنل ګوند مشر اېمل ولي خان وايي، دا د منلو نه ده چې افغان طالبان دې د افغانستان د ولس اصلي استازیتوب وکړي او نه هم ټي‌ټي‌پي او پي‌ټي‌ای د پښتونخوا د خلکو نمایندګي کوي. نوموړی زیاتوي، چې دغه ډلې او تحریکونه د لوېدیځ جوړې شوې پروژې دي.

زرداري: له ترهګرو سره د مبارزې لپاره باید حکومت، پارلمان، اپوزیسیون او سیاستوال سره یو شي

۲۱ لړم ۱۴۰۴ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۱۲ GMT+۰
زرداري: له ترهګرو سره د مبارزې لپاره باید حکومت، پارلمان، اپوزیسیون او سیاستوال سره یو شي
100%

د پاکستان د خلکو ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د دغه هېواد پارلمان ته په خبرو کې ویلي، چې له «ترهګرو سره د مبارزې» لپاره باید د خلکو استازي، حکومت، اپوزیسیون او سیاستوال سره یو موټي شي. نوموړي ویلي، چې پاکستان لا له وړاندې ترهګرو ته ماتې ورکړې.

بلاول بوټو زرداري د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۲۱مه) د پاکستان په پارلمان کې ویلي، چې په دغه هېواد کې ټول سیاستوال، حکومتي مامورین او د خلکو استازي باید خپلمنځي اختلافات پرېږدي.

هغه ویلي: «که سره یو نه شو، ترهګر يو ځل بيا سر راپورته کوي، خو د شکر خبره دا ده چې پاکستان لا دمخه دغو ترهګرو ته ماته ورکړې ده.»

بوټو د خپلو خبرو په ترڅ کې همداراز ویلي، په خپله خاوره کې یې داسې کار کړی چې ناټو او ټولې نړۍ په افغانستان کې نه و کړی.

هغه د خبرداري‌ په ډول وویل: «که خدای کول نو بيا به هم موږ هغوی ته (ترهګرو) ماتې ورکړو.»

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې ناامنیو زور اخیستی. تېره ورځ د پاکستان د پلازمېنې په جي ۱۱ سیمه کې د یوه ځانمرګي برید امله ۱۲ کسان ووژل شول او نږدې ۳۰ کسان ټپيان شول.

هند د نوي ډیلي موټرچاودنه ترهګریزه پېښه وګڼله

۲۱ لړم ۱۴۰۴ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۷:۰۰ GMT+۰
هند د نوي ډیلي موټرچاودنه ترهګریزه پېښه وګڼله
100%

د هند حکومت اعلان وکړ، چې د نوي ډیلي موټر چاودنه چې اته تنه یې وژلي او لږ تر لږه ۲۰ نور یې ټپیان کړي، ترهګریزه پېښه ګڼي. د هند ترهګرۍ ضد ملي ادارې (NIA) د پلټنو مسوولیت پر غاړه اخیستی، خو تر اوسه یې تبصره نه ده کړې.

د هند صدراعظم نریندرا مودي د خپلې کابینې له پرېکړې سره په ګډه ویلي،« هند د یو ظالمانه ترهګریز برید شاهد و. حکومت لارښوونه کوي چې پلټنه دې په بشپړ جديت او مسلکي توب پرمخ یوړل شي څو عاملان، همکاران او ملاتړي یې ژر تر ژره وپېژندل شي او محاکمه شي».

له چاودنې څو ساعته مخکې، د جمو او کشمیر پولیسو ویلي وو چې د یوې جلا ترهګریزې قضیې په تړاو یې اووه کسان نیولي دي، چې په هغو کې دوه ډاکټران هم شامل دي.

پولیسو په عملیاتو کې دوه تومانچې، دوه خپلکارې وسلې او نږدې ۲۹۰۰کیلوګرامه د چاودېدونکو توکو اجزا نیولي دي.

د کشمیر د پولیسو په وینا، پلټنې ښيي چې دغه کسان د یوې ترهګرې شبکې برخه دي چې له پاکستان او نورو هېوادونو د بهرنیو اړیکو په مټ فعال دي. پولیسو دا کسان د جیش محمد او انصار غزوة الهند ډلو پورې تړلي بللي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لا د هند د ادعا په اړه غبرګون نه دی څرګند کړی.

هند له اوږدې مودې راهیسې پاکستان تورنوي چې د کشمیر په بډایه غرنیو سیمو کې د اسلام‌پالو وسله‌والو ملاتړ کوي، خو اسلام‌اباد دا تورونه ردوي.

په اپرېل میاشت کې، پر هندي سیلانیانو برید کې ۲۶ تنه ووژل شول، چې د هند حکومت یې تور پر «پاکستان ملاتړو ترهګرو» ولګاوه. دې پېښې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تېرو څو لسیزو تر ټولو بد پوځي کړکېچ ته لاره هواره کړه، خو وروسته دواړو لوریو له څلور ورځنۍ جګړې وروسته اوربند وکړ.

رویټرز ته د درې بېلابېلو سرچینو په وینا، د هند پلټونکې ادارې د چاودېدلي موټر د چلوونکي او د کشمیر د نیول شویو کسانو ترمنځ احتمالي اړیکې څېړي. ویل کېږي یو له شکمنو کسانو ډاکټر و، چې ښایي له نیول شویو کسانو سره یې اړیکې لرلې.

د هند ترهګرۍ ضد ملي ادارې (NIA) د پلټنو مسولیت پر غاړه اخیستی، خو تر اوسه یې تبصره نه ده کړې.

له چاودنې وروسته، د کشمیر په بېلابېلو سیمو کې د عملیاتو په ترڅ کې شاوخوا ۵۰۰کسان لنډمهاله ونیول شول، خو ډېری یې له پوښتنو او ګرویږنو وروسته خوشې شول.

منظور پشتین: د پېښور په امن جرګه کې د پښتون ژغورنې د استازو بې احترامي شوې

۲۱ لړم ۱۴۰۴ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۶:۴۷ GMT+۰
منظور پشتین: د پېښور په امن جرګه کې د پښتون ژغورنې د استازو بې احترامي شوې
100%

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتین ویلي، چې د پېښور امن جرګه کې د غورځنګ د استازو بې احترامي شوې او هغوی ته د وینا ورکولو اجازه نه ده ورکړل شوي. پشتین ویلي، د جرګې له تالار نه تر وتلو وروسته د غورځنګ د استازو ګرځند ټیلیفونونه بند دي او بیا هېڅ اړیکه ورسره نه ده شوې.

منظور احمد پشتین ویلي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ استازو د پېښور په امن جرګه کې د ګډون بلنه د پښتونولي له مخې منلې وه، خو په جرګه کې د ګډون پر مهال د یاد غورځنګ استازو سره د جرګې د تالار په دروازه کې سپک چلند او بې احترامي شوې ده.

نوموړي پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي:«په جرګه کې د سیاسي ګوندونو او ټولنیزو تنظیمونو لپاره لومړۍ څوکیو کې ځای او د خبرو کولو زمینه برابره شوې وه، خو د پښتون ژغورنې غورڅنګ استازو لپاره ځای په پام کې نه و نیول شوی.»

نوموړي ویلي، چې د امن جرګې د تنظیم کوونکو له خوا د پښتون ژغورنې غورځنګ استازو ته د وینا اجازې نه ورکولو په اړه ویل شوي وو:«پر موږ لږ فشار دی، موږ هڅه کوو.»

نوموړي زیاته کړې، چې د پښتون ژغورنې غورڅنګ پر استازو په امن جرګه کې د پاکستان د ملي سرود په احترام د نه دریدو له امله فشارونه ډېر شوي او د هغوی پر ضد تبلیغات شوي دي.

پشتین ویلي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ استازیو په جرګه کې تر وروستیو شیبو او انتظار کولو وروسته له جرګې سره پریکون کړی او د اعتراض په ډول د جرګې له تالار څخه وتلي دي.

منظور احمد پشتین ویلي، چې د پېښور جرګې له تالاره د پښتون ژغورنې غورځنګ استازو له وتلو وروسته د هغوی موبایلونه بند دي او بیا هېڅ ډول اړیکه ورسره نه ده نیول شوې.

منظور احمد پشتین په ټینګار سره ویلي، چې دغه ډول ستونزې به یاد غورځنګ له خپلو موخو څخه پر شا نه کړي.

پشتین زیاته کړې:«موږ د خپل مظلوم وطن او پښتنو لپاره قرباني ورکړې ده او لا هم د قربانۍ، سختې او هوډمنې مبارزې لپاره چمتو یو. موږ نه د واک شوق لرو او نه د لنډمهاله ګټو لپاره بل چاته امتیاز ورکوو، زموږ مبارزه د پښتنو د ستونزو د حل او له حقوقو څخه د دفاع لپاره ده.»

دا په داسې حال کې ده، چې نن د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو نظیف خان اشنغر، حنیف پشتین او نورالله ترین د خیبر پښتونخوا د امن جرګې له تالار نه تر راوتلو وروسته خبریالانو ته وویل، چې دوی ته په دې جرګه کې د خبرو او وینا وخت نه دی ورکړل شوی او دوی له دې امله د اعتراض په ډول له جرګې سره پرېکون کوي. دوی ویلي، چې دا جرګه دولتي ده او د ریاست تر چتر لاندې جوړه شوې ده.

اصف درانی: ملا برادر سوداګري ناقانونه بولي خو د ټي ټي پي تاوتریخوالی غیرقانوني نه اعلانوي

۲۱ لړم ۱۴۰۴ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۴:۲۰ GMT+۰
اصف درانی: ملا برادر سوداګري ناقانونه بولي خو د ټي ټي پي تاوتریخوالی غیرقانوني نه اعلانوي
100%

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني د طالبانو پر دریځ نیوکه کړې او ویلي یې دي چې داعجیبه ده چې ملا برادر له پاکستان سره سوداګري «ناقانونه» بولي، خو د پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) تاوتریخوالی غیر قانوني نه اعلانوي.

هغه پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي:« ایا دا ټوکه نه ده چې ملا برادر له پاکستان سره سوداګري ناقانونه بولي، خو د ټي ټي پي وحشت ته د ناقانونه عمل نوم نه ورکوي؟»

د هغه دا څرګندونې وروسته له هغې راځي چې د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن افغان سوداګرو او صنعت‌کارانو ته په یو غونډه کې وویل، هغه کسان چې له پاکستان سره قراردادونه لري، درې میاشتې وخت لري، چې خپل حسابونه تصفیه کړي.

هغه ویلي، د پاکستان د وارداتو د ټیټ کیفیت له امله باید صادرات او واردات له بدیلو لارو ترسره شي.

تر اوسه د طالبانو چارواکود دراني د څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه‌دی ښودلی.